![]() |
![]() |
|
| د تاريخي مطالعاتو مجله |
|
سريزه ډېره ځله داسې فكر كېږي، چې تاريخ د تېرو پېښو يا سياسي كړيو ثبتول او خلك پرې پوهول دي او يا هم د تېرو جګړو په اړه د ځينو مورخانو ليدلورى دى؛ په داسې حال كې، چې داسې نه ده؛ بلكې تاريخ ډېره لويه او پراخه لمن لري په هغې كې له سياسي بدلونونو څخه نيولې ان تر ادبي او اقتصاي بدلونونو پورې ټول په كې شامل دي . له بده مرغه په تېره ګڼه كې هم موږ يادونه وكړه، چې د افغانستان تاريخ پرته له څو مشرانو استادانو څخه نور هېڅ چا په پاك زړه او د حقايقو په رڼا كې نه دى ليكلاى، حتا ډېرى تاريخونو د افغانستان لوى ننګيالى او اكثريت قوم، چې هغه پښتانه دي شهوت پال، اولاد پال، جګړه پال او تل د ناامنيو او ګډوډيو غوښتونكى معرفي كړاى دى. بيا هم ډېر د تاسف ځاى دى، چې زموږ د خاورې او هېواد بنسټ اېښودونكى ستر احمدشاه بابا او يا نور مشران، چې ددې هېواد د يو والي او ورولۍ لپاره يې نه ستړې كېدونكې هلې ځلې كړې دي د ځينو نا افغانو او هېواد پلورونكو له خوا د شهوت پال په نامه خپلو هسې په نامه تاريخي كتابونو كې نړۍ والو ته پېژندلي دي . دا لړۍ نه ده ودرېدلې او تاسې په خپله يې هم شاهدان ياست، چې حتا تر اوسه پورې لا را روانه ده او غواړي، چې پښتون قام نړۍ ته ډېر بد، سپك ، ځانمرګى او ... معرفي كړي؛ نو د پرون مجلې مشرتابه پلاوى او په ټوليزه توګه ټوله اداره يې له خپلو درنو مشرانو استادانو او مورخينو څخه په ډېره مينه، درنښت او كلكه غوښتنه كوي، چې نور نو داسې كرغېړنو، توهينونكو او بې ځايه ليكنو ځواب د حقيقتونو په رڼا كې وليكي. موږ نه غواړو، چې څوك وښكنځو يا يې ليكنو ته بد رد ځوابونه وركړو؛ بلكې غواړو د خپل هېواد له وياړ او مېړانو څخه ډك تاريخ، چې په هغې كې زموږ د پلرونو او نېكونو كارنامې او وياړونه، لكه رڼا ورځ روښانه دي وليكو او نړۍ والو ته دا زبات كړو، چې پښتانه شهوت پال نه؛ بلكې اسلام پال، جګړه پال نه؛ بلكې سوله پال، دښمن پال نه؛ بلكې دوست او ملګر پال ، ځانمرګي نه؛ بلكې له ژوند سره مينه كوونكي، مېړني، توريالي، ننګيالي، فرهنګيالي، دين پال او افغان پال دي . پرون مجله غواړي، چې نور؛ نو پښتانه له دغې اكر " حالت " څخه را ووېستل شي او له دې اكر څخه وتل پر نورو عمده كارونو سر بېره د پاكو، سپېڅلو او بې غرضو ليكنو ليكل دي، چې دا زموږ د درنو ليكوالو پورې اړه لري؛ نو كه غواړئ، چې پښتون نور القاعده، له هېواد څخه ترور، شړل شوى او مهاجر نه وي؛ بلكې ددې هېواد اصلي اوسېدونكى او بچى وي؛ نو هغه ستاسې د همت او مېړانې پورې اړه لري . هيله ده، چې نور د خپل قلم دوړې او ګرد پوه كړئ او د خوندي ساتلو پر ځاى يې وچلوئ او ... د سر لوړي او ودان افغانستان په هيله . اداره |
|
+
یکشنبه 1387/09/24بجې 9 سيدنظيم سيدي |
|
|
...په تېر پسې
ليكوال : هارون يحـيا ژباړن : مجيب الرحمٰن اميري
د قرآن كريم اعجاز ( د نوي ساينس او ټېكنالوژۍ په رڼا كې ) د ځمكې او اسمانونو تر منځ د څيزونو پيدايښت په قرآن كريم كې ډېر داسې آيتونه شته، چې د اسمانونو او ځمكې تر منځ د شته څيزنو پيدايښت بيانوي: ( وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلاَّ بِالْحَقِّ ) ځمكه او اسمانونه او هغه څه چې د هغوى ترمنځ دي، له حق پرته مې د بل څه لپاره نه دي پيدا كړي. ( الحجر ۸۵ ) ( لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَمَا تَحْتَ الثَّرَى ) پوهان وايي په لومړيو كې د هغه گرم دود د كتلې كثافت ډېر شو ؛ بيا وروسته دا كتله ټوټې ټوټې شوه، چې اسمانونه، جسمونه، ستوري او سيارې يې رامنځ ته كړې . يا په بل عبارت ځمكه او ستوري هغه ټوټې دي، چې د گاز له يوې واحدې كتلې څخه منځ ته راغلي دي. ځينې د دغو ټوټو په لمر او سيارو بدلې شوې او په دې ترتيب شمسي منظومې او كهكشانونه منځ ته راغلل . د هرې وېشنې په لړ كې يو شمېر ذرې له نويو جوړوشويو جسمونو څخه پاتې شوې او فضا ترېنه جوړه شوه . پوهانو دغه اضافي ذرې د ستوريو ترمنځ ( بين ستاروي ) كهكشاني ماده وبلله . دا ماده له %۶۰ هايدروجن، %۳۸ هيليوم او %۲ نورو څيزو څخه جوړه ده . د دغې مادې %۹۹ گازونه دي او %۱ يې دوړې ( گردونه ) دي ، چې د جامداتو له وړو زرو څخه د يو يې پر زر ( ۱۰۰۰\۱ ) نه تر يو يې پر لس زره ( ۱۰۰۰۰\ ۱ ) ملي متر په قطر سره جوړ شوي دي . د نجومي محاسباتو له نظره دا ذرې د پوهانو لپاره ډېرې ارزښتناكې دي، دا ذرې دومره وړې دي، چې د گرد يا دود او يا گازاتو په ډول ليدل كېږي؛ خو كه په كُلي توگه وليدل شي، نوپه فضا كې د ټولو كهكشانونو له مجموعې څخه د يوې لويې كتلې استازي كوي . كه څه هم د كهكشانونو تر منځ ماده پر ۱۹۲۰ كال كشف شوه؛ خو شتون يا موجوديت يې سلگونه كاله وړاندې په قرآن كريم كې ياد شوى و . د داروين د تكامل د نظريې تېروتنه قرآن كريم له هېڅ څخه د ټولو موجوداتو يو په يو ( آني ) شتون په لاندې آيتونو كې څرگندوي، آل عمران _ ۴۷ ، مريم_ ۳۵ ، البقره_ ۱۱۷، نحل_ ۴۰، يٰس_۸۲، او المومن _۶۸: فَإِذَا قَضَى أَمْراً فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ ژباړه: اوكله چې د يوه څه پرېكړه وكړي، ورته وايي ( شه ) نو شي . ( المومن ۶۸ ) د داروين د ښوونځي د قضيې پر بنسټ، ژوند د پرله پسې اتفاقاتو ( پېښو ) په پايله كې په خپله بشپړتيا ( تكامل ) موندلى دى او د ژونديو موجوداتو وده او تكامل له ساده بڼو څخه پېچليو بڼو ته وي. اصلي پوښتنه دا ده، چې آيا موجودات په اتفاقي توگه د يوې طبعي چارې له لارې منځ ته راغلي او كه د هغوى وجود د يوه باخبره ( آگاهانه ) پيدايښت په وسيله منځ ته راغلى دى ؟ لكه څنگه چې ټول پوهېږي، د تكامل نظريه وايي، چې ناساه كښ څيزونه د پېښو له زنځير څخه يو د بل تر څنگ راټول شوي دي او وروسته په دويم قدم كې د ټكرونو ( تصادفاتو ) په زنځير كې د طبعي پېښو تر اغېزې لاندې یې، لومړى د ژوند اساسي پايې او وروسته يې پخپله ژوند منځ ته راوړى دى . په دې توگه په ټوليز نظر سره زمان، ماده او پېښې د پيداكوونكي ځواك په توگه پېژندل شوي دي . د ټكر او پېښې ( تصادف او اتفاق ) ليدلوري، چې د تكامل په نظريه كې مطرح شوى، د علم له پلوه رد شوى دى . علمي لاس ته راوړنې په ډاگيزه توگه د تكامل پلويو له دې ادعا سره، چې ( ژوند د پېښو په لړ كې او د طبعي عواملو تر اغېزې لاندې منځ ته راغلى ) تضاد لري؛ ځكه نن ورځ د ژونديو موجوداتو په منځ كې نمونې شته، چې د ډېر پېچلي جوړښت درلودونكې دي او حتا يو حجروي موجودات هم د پېچليتاوو يوه عجيبه نمونه ده، چې د پېښې ( اتفاق ) په مفهوم سره په تناقض كې قرار لري. هغه خارق العاده طرحې او جوړښتونه، چې موږ يې په ژونديو موجوداتو كې وينو، د دې ښكارندوى دى، چې ټول ژوند د يو لوړ شعور له خوا د قادر او توانا الله ( ج ) په وسيله منځ ته راغلى دى . آيا ژوندي موجودات احتمالاً د تكامل له مخې له يو بل نه منځ ته راغلي دي؟ نه داسې نه ده علمي معلومات ( په ځانگړې توگه فوسيلي لاس ته راوړنې او پرتليزه اناتومي ) په بشپړه توگه له دې خبرې سره خلاف ده. په واقعيت كې هېڅ قوي او ډاروونكى دليل، چې د تكامل ډول د ځمكې پر مخ پېښ شوى وي، وجود نه لري. فوسيلي لاس ته راوړنې ښيي، چې د ژونديو موجوداتو ډولونه د گام پر گام تكامل له مخې يو پر بل باندې تبديل شوي؛ بلكې دغه ټول ډولونه په بشپړه توگه يو له بل نه بېل او پرته له هېڅ ډول گډې ( مشتركې) مخينې څخه دفعتاً په بشپړ ډول په وگړي پورې د تړليو جوړښتونو سره د ځمكې پر مخ راڅرگند شوي دي. نه الوتونكي له خزنده گانو څخه منځ ته راغلي او نه هم پر وچه ساكن موجودات د كبانو له تكامل څخه منځ ته راغلي . د ژونديو موجوداتو هې يو ډول په بېل ډول او په هر وگړي پورې له اړوندو ځانگړنو سره پيدا شوى دى؛ حتا د تكامل د نظريې مشهورو پلويانو دغه علمي واقعيت منلى او اړ شوي، چې پر پيدايښت باندې د گواهۍ په توگه يې په رسميت وپېژني . مارك چارنكي لرغونپوه او د داروين د نظريې پلوى وايي:(( د دغې نظريې ( د تكاملي خپلسرې نظريې) تر ټولو لوى خنډ (مانع ) فوسيلي لاس ته راوړنې دي. په دې لاس ته راوړنو كې هېڅ نښانه د داروين له پام وړ بين البيني شكلونو څخه نه ليدل كېږي. د ژونديو موجوداتو ډولونه په ناڅاپي توگه منځ ته راغلي او حتا په ناڅاپي توگه به له منځه هم ځي.)) هغه نوي پرمختگونه او لاس ته راوړنې، چې په دې وروستيو ۵۰ كلونو؛ په ځانگړې توگه لرغونپوهنې، ميكروبيولوژي، جنتيك او اناتومۍ په برخه كې شوي؛ دا ښيي، چې د تكامل نظريه سمه نه ده. ټول ژوندي موجودات په بشپړه توگه يو له بل څخه په بېلو بڼو، يو په يو يا په آني توگه د ځمكې پر مخ را څرگند شوي دي. الله( ج ) د ژونديو موجوداتو هر يو د كُن ( شه) په امر سره په بېل ډول پيدا كړى او دا يو پرېكنده او څرگند واقعيت دى. نړۍ او مطلق تعادل : الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقاً مَّا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِن تَفَاوُتٍ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَى مِن فُطُورٍ ژباړه : هغه ( الله ) چې اووه اسمانونه يې په منظمو پوړونو سره پيدا كړي. په ځير سره وگورئ، د رحمن ( الله) په پيداېښت كې به كومه بې نظمي او نيمگړتيا و نه مومي . الملك (۳) په ميليونونو ستوري او د عالم كهكشانونه د خپل مطلق تعادل په حال كې حركت كوي. ستوري، سيارې، سپوږمۍ نه يواځي په خپل شاو خوا؛ بلكې ټول يو ځاى د يوه سيستم پر شاوخوا، چې دوى يې هم يوه برخه دي، حركت لري. ځينې له ۳۰۰ – ۱۰۰ ملياردو ستوريو څخه په متقاطع مسيرونو كې حركت كوي او دا د اريانيتا ځاى دى، چې هېڅ ټكر هم نه سره كوي، چې په نړۍ (عالم) كې د ويجاړۍ لامل وگرځي. دا معجزه له هغه نه ډېره لويه ده، چې موږ يې بيان كړى شو. په نړۍ كې د چټكتيا (سرعت) مفهوم له دې نه ډېر پراخه دى، چې د ځمكنيو مقياسونو په واسطه اندازه شي، ستوري – سيارې او كهكشانونه، چې په ميلياردونو ټنه وزن لري، په فوق العاده سرعت سره په فضا كې حركت كوي. مثلاً ځمكه په يوه ساعت كې ۱۴ 1670 km كيلومتره راڅرخي، په داسې حال كې چې تراوسه پورې كومه چټكه او سرعترينه مرمۍ جوړه شوې، د هغې حركت په يوه ساعت كې ۱۸۰۰ كيلومتره دى؛ نو د ځمكې د كتلې او حجم له لويوالي سره سره، وينو چې په څومره چټكتيا سره حركت كوي. د لمر شاوخوا، د ځمكې د حركت سرعت ۶۰ ځله د مرمۍ له سرعت څخه ډېر دى، يانې په يوه ساعت ۱۰۸۰۰۰ كيلومتره دى، كه په دې سرعت سره مو موټر جوړولى شواى؛ نو په ۲۲ د قيقو كې به له گردې ځمكې څخه راوتاوېده. د لمر اړوند ارقام په څو څو ځله خارق العاده دي. د لمريزې منظمومې سرعت زموږ له تصوره بهر دى. هر څومره چې يوه سياره يا منظومه لويه وي، په همغه اندازه يې سرعت هم چټك وي. لمريزه منظومه د خپل كهكشان پر مدار باندې په يوه ساعت كې ۷۲۰۰۰۰ كيلومتره حركت كوي. نوري كهكشان ( راه شيرى ) د ۲۰۰ ميلياردو شاوخوا ستارو په درلودلو سره په يوه ساعت كې ۹۵۰۰۰۰ كيلومتره حركت كوي. له شك پرته په يوه داسې پېچلي او چټك سرعته سيستم كې د زياتو ټكرونو احتمال شته؛ خو تراوسه هېڅ ټكر نه دى شوى او په ارامۍ سره خپل ژوند پر مخ بيايو؛ ځكه هر څه په نړۍ كې د مطلق تعادل په حالت كې، چې الله (ج) تنظيم كړي دي، فعاليت كوي او لكه څرنگه چې په مبارك آيت كې لولو، په پيدايښت (خلقت) كې هېڅ ډول اختلاف نشته. په نړۍ كې لطيفه تله ( مېزان ) بيا هم د الملك د سورې ۳ آيت شريف ته ورځو، چې فرمايي: هغه چې اووه اسمانونه يې په منظمو طبقو سره پيدا كړل. كه په دقت سره وگورئ، د الله په خلقت كې په هېڅ بې نظمي او نيمگړتيا پيدا نشئ كړى. سربېره: وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيراً ژباړه : ټول موجودات يې پيدا كړي دي او په خپل پوره حكمت سره يې د هر څه حد او قدر ټاكلى دى .( الفرقان) د ماټريالېزم فلسفې ادعا وكړه، چې په نړۍ او طبيعت كې ټول سيستمونه لكه د خپلسريو ( خودبخود ) ماشينونو غوندې فعاليت لري او د هغوى نظم يوه تصادفي پديده ده. په داسې حال كې چې نن ورځ د ماټريالېزم دروغجن طبيعت او د داروين فريضه پر علمي بنسټونو، علماً ناسمه ثابته شوې ده. د نجوم او بيولوژي د پوهې په برخه كې د شلمې پېړۍ اكتشافاتو ثابته كړه، چې نړۍ او ژوند دواړه پيدا( خلق) شوي دي. د داروين فرضيې ماته وخوړه او دلويې چاودنې فرضيې ثابته كړه، چې نړۍ له هېڅ نه پيدا شوې ده. وروستيو انكشافاتو ښوولې ده، چې په مادي نړۍ كې يو ډېر لطيف توازن شته دى. چې د ماټريالېزم بې بنسټه طبيعت ردوى. د ژوندانه د لازمو شرايطو په پام كې نيولو سره، وينو، چې يواځې ځمكه د دغو شرايطو درلودونكې ده . د ژندانه د پايښت لپاره ډېرو شرايطو ته اړتيا شته، چې پر يو وخت او له ځنډ پرته صورت ومومي . په داسې حال كې، چې سلگونه مليارده كهكشانونه او بيا په هر يوه كې په اوسط ډول سل مليارده ستوري شته او احتمالاً په عين شمېر ستوري هم موجود وي؛ نو بايد دې ته ځير شو، چې ولې استثناً يواځې په ځمكه كې د ژوندانه شرايط برابر شوي دي . هر څه چې په نړۍ كې شته، زموږ د ژوندانه شرايط يې برابر كړي دي؛ له لويې چاودنې د يو اټوم تر فزيكي ارزښتونو پورې، د څلورگونو قوو له سويې نه په ستورو كې تر كمياوي تعاملاتو پورې، له نوري ډول نه چې له لمر نه ځلېږي، د اوبو د غلظت تر درجې پورې، د ځمكې او سپوږمۍ تر منځ فاصلې نه تر هغو گازونو پورې، چې د ځمكې په هوا كې شته دي . د لمر پر شاوخوا د ځمكې له څرخون نه تر هغې درجې چې څرخېږي، پر خپل محور باندې د ځمكې د څرخون له سرعت نه د غرونو، سيندونو او نورو تر فعاليته پورې. نوى اوسنى ساينس دا ټول د انساني اصل تر سرليكونو او لطيف ميزان لاندې څېړي . دغه مفهومونه ښيي، چې نړۍ يوه بې موخې، له كنترول پرته او د موادو تصادفي پديده نه ده؛ بلكې هر څه په خارق العاده ځيرتيا سره د انسان د ژوندانه لپاره پيدا شوي دي . كه په پورته ذكر شوي آيت كې د قدر يا ټاكلې موضوع او په خلقت كې همغږۍ ته پام وكړئ؛ د تقدير كلمه يانې طرحه، اندازه او په اندازې سره جوړول، دلته او په نورو آيتونو، لكه الفرقان په ۲ ايت كې ذكر شوې ده . د طباقا كلمه يانې په نظم او همغږۍ سره د ملك سورت په درېيم آيت او نوح سورت په ۱۵ آيت كې كارېدلې ده؛ يانې متفاوته بڼه يې چې ناتوافق، بې نظمي، نيمگړتيا،مخالف او تخريب ده. د لطيف ميزان Fine Tuning اصطلاح چې د شلمې پېړۍ په پاى كې رامنځ ته شوې، د دغه حقيقت څرگندوى ده. په دې وروستيو كې يو شمېر پوهانو، فضلاوو او ليكوالو څرگنده كړې، چې نړۍ د ټكرونو ( تصادفاتو ) ټولگه نه ده؛ بلكې هر څه په فوق العاده نظم او طرحه سره داسې يو له بل سره اوډل شوي، چې د انسان لپاره يې د ژوندانه شرايط برابر كړي دي . ډاكتر كارل گيبرسن فزيك پوه وايي (( په ۱۹۶۰ كلونو كې فزيك پوهانو دا وموندله، چې نړۍ د انسانانو د ژوندانه د پايښت لپاره په لطيف ميزان سره جوړه شوې ده .)) انگليسي منجم او فزيك پوه پروفيسور جورج اليس وايي : په قوانينو كې حيرانوونكى بالطافته توازن د دغې نړۍ وقوع ممكنوي، د هغه څه چې تر سره شوي د مغلقيت د درجې په پوهېدلو سره ډېره سخته ده، چې دنړۍ هستي يوه معجزه ونه بولو . وَلِلّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَإِلَى اللّهِ تُرْجَعُ الأُمُورُ ژباړه : او الله( ج ) لره دي، هغه څه چې په ځمكه او اسمانونو كې دي .( آل عمران ۱۰۹ ) د لويې چاودنې سرعت : هغه توانايي چې له لويې چاودنې څخه رامنځ ته شوې او د نړۍ يوپه يو ( آني ) جوړښت ثابتوي، ښيي چې د عالم پيدايښت تصادفي نه دى. د نوماند فزيك پوه پال ديوس له نظريې سره سم، كه اتساعي سرعت، چې له يوې چاودنې وروسته يې صورت ونيو يو يې پر لس پر توان د اتلس 18(10/1) په اندازه توپير كړى واى، نړۍ منځ ته نه راتله. ستيفين هاكبن د نړۍ په اتساع كې دغه د سرعت دقت د وخت لنډه كي تاريخ گوټي په كتاب كې داسې ليكي: (( كه د اتساع سرعت حتا يو يې پر سل زره مېليونه لږ واى، نړۍ گډه وډه كېدله او اوسني جسامت ته نه رسېدله . )) څلور گونې قوې : په نړۍ كې ټول حركتونه د كړنو او څلورگونو قوو له بركته دي، چې د معاصر فزيك په واسطه تثبيت شوي دي: د ثقل قوه، د الكترو مقناطيس قوه، ځواكمنه هستوي قوه او كمزورې هستوي قوه. دغه قوې له يو بل څخه فوق العاده متفاوت ارزښتونه لري. بيولوژي ماليكولي نوموتي پوه د دغو څلورگونو قوو تر منځ فوق العاده توازن داسې څېړي: (( كه چېرې د ثقل قوه زر مليارده ځله ځواكمنه واى، په هغه صورت كې به نړۍ ډېره وړوكې او د ژوندانه اوږدوالى به ډېر لنډ واى . د سماوي جسمونو تر منځ واټن : په فضا كې د سماوي جسمونو توضيع او د هغوى تر منځ ډېر لوى واټنونه، د ځمكې د شتون لپاره اړين دي . د سماوي جسمونو تر منځ واټن داسې محاسبه شوى، چې څو نړۍ والو ځواكمنو قوو د ځمكې پر مخ ژوند تامين كړى دى . مايكل دنتن د ستوريو او ثواقبو تر منځ د واټن په اړه وايي: (( د ټول ستوريو او ثواقبو تر منځ واټن بې نهايت ډېر ارزښتمن دى. په كهكشان كې د ستوريو تر منځ واټن دېرش مېليونه دى، كه دغه واټن لږ څه كم واى، د ستوريو مدارونه يو له بل سره گډېدل، كه واټن لږ څه زيات واى، ثواقب داسې تيتېدل، چې احتمالاً سيارې، لكه ځمكه هېڅكله نه شواى جوړېدلى؛ نو د ثواقبو په خشش كې په يوه ټاكلي واټن او دقيق نظم سره صورت ومومي، څو ژوند ادامه ومومي . )) د ثقل قوه : كه د ثقل قوه لږ څه ځواكمنه واى، د ځمكې په هوا كې ډېره اندازه مېتان او امونيا راټولېدله او ژوند يې ناممكناوه . له لمر څخه د ځمكې واټن : دغه واټن كه لږ څه زيات واى، ځمكه ډېره سړېدله، د اوبو دوران له منځه تله او ټولې يخ كېدلې. كه ځمكه لږ څه نژدې واى، هر څه سوځېدل. د ځمكې د قشر پېرړوالى : كه د ځمكې قشر لږ څه پېرړ واى، له هوا څخه يې ډېره اندازه اوكسيجن جذباوه او كه لږ څه نازك واى، اور غورځوونكيو ( آتشفشانونو ) د ځمكې پر مخ ژوند ناممكناوه . د ځمكې د څرخون ( تدور ) چټكتيا : كه د ځمكې چټكتيا پر خپل مدار باندې لږ څه كمه واى؛ د شپې او ورځې د تودوخې ترمنځ توپير ډېرېده، كه چټكتيا يې لږ څه زياته واى، بادونه بېخي ډېرېدل، توپانونو او بړبوكيو ژوند بېخي ناشونى كاوه . د ځمكې مقناطسي ساحه : كه چېرې د ځمكې مقناطسي ساحه لږ څه قوي واى؛ قوي الكترومقناطسي توپانونه رامنځ ته كېدل او كه چېرې لږ څه كمزورې واى، ځمكې خپل محافظت د هغو مفردو ذراتو پر وړاندې له لاسه، چې له لمر څخه راځي ( لمريز بادونه ) له لاسه وركاوه؛ نو په دواړو صورتونو كې ژوند ناشونى كېده . اثر البلدوAlbedo Effect : اثر البدو له هغه مقدار رڼا څخه، چې ځمكه يې جذبوي او هغې رڼا چې منعكسوي يې، تر منځ تناسب څخه عبارت دى؛ كه دغه تناسب لږ څه زيات واى، هر څه كنگل او يخ كېدل او كه لږ څه كم واى، د تودوخې درجه لوړېدله. لومړى ځمكه د يخ د زېرمو د ويلې كېدو له امله له اوبو ډكېدله او وروسته ټوله سوځېدله . د ځمكې په هوا كې د اوكسيجن او نايتروجن انډول ( تناسب ) : كه چېرې دغه انډول زيات واى؛ د ژوندانه فعاليتونه د هغه پر خلاف چټك كېدل او كه دغه تناسب لږ واى، د ژوندانه فعاليتونه ورو كېدل . د ځمكې په هوا كې د اوبو او كاربون ډاى اوكسايد انډول : كه دغه تناسب ډېر واى، هوا ډېره تودېدله او كه لږ واى، هوا ډېره سړېدله . د اوزون د طبقې پېرړوالى : كه د اوزون د طبقې پېرړوالى زيات واى؛ د ځمكې د تودوخې درجه ډېره كښته تله؛ كه پېرړوالى يې لږ واى، د ځمكې د تودوخې درجه ډېره لوړه تله او همدارنگه د ماوراء البنفش مضرې شعاع څخه مخنيوى نه شواى كېدى . ځمكرېږد( زلزله ) : كه ځمكرېږد ډېر واى، ځمكه به تل ناآرامه وه او كه لږ واى، د سيندونو غذايي توكي د سيندونو په اوبو كې نه خورېدل او دغه د غذايي توكيو نشتوالى د بحري موجوداتو او بلاخره د وچې د حيواناتو، چې له هغو تغذيه كوي، د له منځه تگ لامل كېده . |
|
+
یکشنبه 1387/09/24بجې 9 سيدنظيم سيدي |
|
|
استاد غضنفر يو كتاب او اووه مقالې تېركال ( ۱۳۸۶) مې د هند براعظمګي د تاريخ د يو نامتو ماهر ډاكتر مبارك علي د يو كتاب پښتو ژباړه ولوسته. د ليكوال په فكر كې اعتدال، په بيان كې وضوح، په سبك كې ايجاز او په ميتود كې د هغه څۀ رعايت چې علمي بې طرفي يې بولو، زما په طبعه ډېر ښه ولګېدل. وروسته مې د ډاكتر مبارك علي څو نورې ليكنې هم په پاكستاني مطبوعاتو كې ولوستې او د هغه يو شمېر مقالې مې وژباړلې، چې ځينې يې لاندې لوستلى شئ. البته دلته د مبارك علي تر مقالو دمخه د هغۀ د ذكر شوي كتاب په اړه يو مطلب لولئ، چې تېر كال مې د ازادۍ راډيو لپاره ليكلى و. د مبارك علي دغه مقالې د كراچۍ چاپ د ډان ورځپاڼې ميګزين د تېرو شپږو اوو كلونو په ګڼو كې خپرې كړې او له هماغه ځايه ژباړل شوې دي. غضنفر . د مبارك علي يو كتاب
د ډېرو كسانو په نظر د تاريخ كار دا دى چې د تېرو خلكو كارنامې او تېرې پېښې بيان كړي خو د تاريخ نامتو عالم ډاكتر مبارك علي بيا بل څه وايي. دى ليكي چې: دغه كارنامې اوپېښې پاشلې او بې ترتيبه دي. مورخ يې په تسلسل سره له يو بل سره نښلوي او مفهوم پكې رامنځ ته كوي.) ډاكتر مبارك علي اووۀ شپېتۀ كاله پخوا( په ۱۹۴۱) د هندو _ ستان په ټونك كې دنيا ته راغى. نهۀ كلن وو چې كورنۍ يې پاكستان ته راكډه شوه. دۀ په تاريخ كې لوړې زده كړې وكړې. په همدې علم پسې انګلستان ته لاړ او په همدې مضمون كې يې په جرمني كې دوكتورا واخيسته. ډاكتر مبارك علي ډېر كاله د تاريخ معلمي كړې ده او په دې څانګه كې يې تر اوسه پورې څلوېښت كتابونه ليكلي دي. ( تاريخ او د تاريخ فلسفه ) د دۀ اثر دى چې ځوان ژباړونكي محمد نويد پښتو كړى او تېر كال په درې سووه درې مخونو كې په كوټه كې د صحاف نشراتي موسسې لخوا چاپ شوى دى. دغه كتاب د ليكوال د څوڅلوېښت مقالو مجموعه ده چې لومړى په درې بېلو كتابګوټو كې چاپ وې او بيا يې په ( تاريخ او د تاريخ فلسفه) كې راغونډې كړې. دى د كتاب په سريزه كې ليكي، چې يو وخت ( ما فكر كاوۀ چې انسان د تاريخ څخه هېڅ زده كړه نه كوي او هغه تاريخي تېروتنې د دې خبرې روښانه ثبوتونه دي، چې انسان په بېلابېلو زمانو كې تكرار كړې دي. وروسته چې ما نوره مطالعه وكړه؛ نو دې نتېجې ته ورسېدم چې انسان د تاريخ څخه خامخا زده كړه كوي. په دۀ كې د تاريخ له لارې شعور او پراخه پوهه رامنځ ته كېږي او د ژوند په بېلا بېلو ډګرونو كې دغه شعور په كار اچوي. دا خبره بېخي پر ځاى ده هر څوك چې له تاريخه خبر نه وي، هغه هرو مرو تېروتنې په وار وار تكراروي.) خو ډاكتر مبارك علي په خپله يوه مقاله كې دا هم راته وايي چې:( ... تاريخ تل د بريالۍ ډلې دحقونو خوندي كوونكى او ساتونكى دى. كوم خلك چې قدرت ته ورسېدل تاريخ د هغو د بېلا بېلو افعالو اخلاقي جواز ته تاويلات ولټول. كوم دينونه او مذهبونه چې قايم او پرپايه شول د هغو د خپراوي كار يې پر غاړه واخيست.) په دې كتاب كې تاريخ ته له مختلفو اړخونو كتل شوي دي. مثلاً : په دې بحث شوى دى چې تاريخ ګټه لري كه تاوان؟ په ظاهره خو مونږ د تاريخ په لوستلو كې تاوان نه وينو؛ خو ډاكتر مبارك علي وايي چې د تاريخ مطالعه ممكن د كركې او دښمنۍ سبب شي؛ ځكه تېرې بدۍ او دښمنۍ رايادوي او زمونږ په زړونو او ذهنونو كې كينې او بدبينۍ زېږوي. د ليكوال په نظر د تاريخ ډير روښانه اړخ دا دى، چې مونږ د بشر د پرمختګ او ترقۍ ننداره پكې كوو. دى د پرمختګ په ننداره كې دوه ډېرې مهمې برياوې ويني. يوه دا چې پخوانى انسان د طبيعت په مقابل كې ډېر بې وسه وو؛ خو ورو ورو د عقل او ساينس په بركت په طبيعت غالب شو. بله لويه بريا دا ده چې پخوا به علم و پوهه د ډېرو محدودو كسانو په ولكه كې وه. اكثره خلك په ناخبرۍ او جهالت كې ساتل كېدل او مجبور به وو چې د هغو لږو كسانو ذهني غلامي ومني؛ خو تاريخ راته وايي، چې د عام ولس د غلامۍ زنځيرونه كرار كرار مات شوي دي او اوس د نړۍ په هره ټولنه كې په عام ولس كې شعور او پوهه رامنځ ته كېږي او وګړي په خپلو حقونو خبرېږي. ډاكتر مبارك علي د تاريخ د پرمخ تلونكي ماهيت د شرحې په وخت د امريكا د نامتو مفكر بنجامين فرانكلين دا خبره هم را اخيستې ده، چې مړي پر ژونديو د حكومت كولو حق نلري؛ مګر انسان ډېر دود پاله دى. تېروختونه يې په زړۀ اوري او ګومان كوي، چې تېرې زمانې به بهتره وې . د كتاب مولف ليكي: د هري زمانې انسان د تېر مهال سره لېوالتيا ښيي. د دۀ ذهن د تېر مهال په طلايي او ښايسته يادونو كې وركېږي. ذهن يې د تېر مهال انځور د حال په مقابل كې ډېر ښايسته، رنګين ، زړۀ راښكونكى احساسوي. ښايي وجه يې دا وي، چې انسان د حال د لانجو څخه وارخطا كېږي او غواړي په تېر مهال كې پناه واخلي. بې خبرۍ او نيمګړو معلوماتو د تېر مهال پر وجود پرده غوړولې ده. د هغۀ بد او منفي اړخونه يې زمونږ څخه پټ كړي دي. همدغه ناخبرتيا هره پلا انسان دې ته پاروي، چې تېر مهال ته پناه يوسي. د حال څخه تښتېدلى او وارخطا انسان تېر مهال ته په پناه وروړلو سره هڅې كوي، چې پخوانۍ نظريۍ او روايتونه له نوي سره راژوندي كړي.) ډاكتر مبارك علي د تېرو زمانو په اړه د ناسم او غير واقعي تصور په پيدا كولو كې مورخان هم بې برخې نه ګڼي؛ ځكه مورخان معمولا نه غواړي، چې خپل كتاب د غمجنو حالاتو په بيان سره تريخ كړي؛ بلكې ډېر پام يې د ښو او خوږو اړخونو بيان ته وي. دى په پخوانو مورخانو نيوكه كوي، چې يوازې د زورورو او مشهورو كسانو حال يې بيان كړى، ولس يې له پامه غورځولى دى. دى دا شكايت هم كوي، چې زمونږ تاريخ يوازې د نارينه وو تاريخ دى. البته د دغه شي پړه په پخوانو وروسته پاته ټولنو اچوي، چې د ښځې مقام يې له نارينه سره برابر نه ګاڼۀ. د ډاكتر مبارك علي دغه كتاب په تيوريكي بحثونو سربېره ډېر داسې ټكي لري، چې لوستونكى ورنه د خپلې ټولنې د پېژندلو لپاره عملي استفاده كولاى شي. مثلا دى د تاريخي تجربو په رڼا كې ليكي، چې ځپل شوي او بېوزلي قامونه ممكن د حقارت د احساس د غلي كولو او د خپلې بېوسۍ د جبران لپاره په خيال كې خپل تېرتاريخ ډېر شانداره وويني او ځانونه په دې خوشحاله كړي زمونږ؛ خو هر څه بهتره دي ، چې دغه تصور ورته ډېر تاوان كوي. ليكوال مثال وركوي، چې كله اروپايانو ترقي وكړه او پياوړي شول او د اسيا او افريقا د لاندې كولو تكل يې وكاوۀ نو: ( د اسيا او افريقا د ټولنو دا بد بختي وه، چې دوى د خپل تهذيب د بشپړ منلو پر بنسټ د بدلېدونكې نړۍ سره ملتيا ونكړه. خپل روايتونه يي لوړ اونه فنا كېدونكي وګڼل. په نتيجه كې يې دا سزا وليده، چې د اروپايي قومونو څخه يې ماته وخوړه او د هغو مستعمرې وګرځېدې.) مولف وروسته ليكي چې : ( د بدلون څخه انكار د ټولنې څخه يوه داسې لويه او درنه ډبره جوړوي چې په هر ډول حوادثو او توپانونو كې له خپله ځايه نۀ خوځېږي او ساكنه پاته وي. داسې ټولنه د وېنه خوړلي لرګي په ډول شي، چې په لږ ضربه ټوټې ټوټې كېږي.) د پيل تر پښو لاندې
د براعظمګي په تېر تاريخ كې د اعدام جزاګانې له لويه سره په دوه ډوله وې: يو د قتل، غلا، زبرزنا اويا اختطاف په څېر اجتماعي جرمونو لپاره او بل د بغاوت لپاره د اعدام جزا وه. هر هغه چا چې د واكمن پرخلاف به يې اقدام كاوۀ، د واكمن د وژلو هڅه به يې كوله او يا به يې د حكومت د نسكورولو دسيسه جوړوله، سخته جزا وركول كېده. د اجتماعي جرم د جزا ټاكل د قاضي كار و. قاضي به په محكمه كې په دوسيه باندې له غوره وروسته يوه فيصله وكړ؛ خو د واكمن پر خلاف د جرم دوسيه به واكمن پخپله څارله؛ ځكه دغسې كس د واكمن شخصي دښمن ګڼل كېدۀ. د بغاوت جزا معمولا اعدام وه. البته كله كله به د درباريانو يا لويو اشرافو شفاعت د باغي د بخښلو سبب شو. د سلطنت د زمانې (د ۱۲۰۶ او ۱۵۲۶ تر منځ) او د هند د مغولو د زمانې( له ۱۵۲۶ څخه تر ۱۸۵۷ پورې) تاريخي شواهد راښيي، چې باغيانو او مجرمانو ته جزا څنګه وركول كېده. د اعدام حكم به د سر غوڅولو، په دار كولو، حلالولو، سا تربتولو، ژوندي ښخولو، د كلا له بامه د راخطا كولو او يا د هاتي تر پښو لاندې اچولو په بڼه اجرا كېدۀ. دا دود هم و، چې د محكوم د بدن غړي دې په ژوندوني غوڅ او تر هغه وروسته دې ووژل شي. كه به محكوم د سلطنتي كورنۍ غړى و؛ نو ممكنه وه چې په زهرجنو خوړو باندې په اسانه ختم شي. د حكومت يا پاچا پرضد باغيانو يا دسيسه جوړونكو ته خورا سختې جزاوې وركول كېدلې. د داسې كسانو خپلوانو به د اعدام شوي د ښخولو ا جازه نه لرله. د محكوم مړى به په ورځو ورځو د ښار په چوك يا داسې بل معلوم ځاى كې تر هغو ځړېدلى و، چې غوښې به يې وشړېدې اويا به ځناورو او مرغانو وخوړې. په ځينو مواردو كې د محكوم مړى په ښار كې ګرځول شوى دى. سياسي بنديان د واكمن مخې ته اعدامېدل. په پاچهي ماڼۍ كې به هاتيانو ته روزنه وركول كېده چې د واكمن په يوه اشاره باندې محكوم چخڼي كړي. محكوم به ميدان ته لاس و پښې تړلى راوستل شو. هالۀ به روزل شوى پيل محكوم ته مخامخ ودرېد او د واكمن په اشاره به يې پر محكوم باندې پښه كېښوده. دا دردوونكې جزا وه خو د هند براعظمګي په تېر تاريخ كې ډېره تكرار شوې ده. همدا جزا د جلال الدين خلجي په دوركې( له ۱۲۹۰ تر ۱۲۹۶ پورې) سيدي مولا ته وركړاى شوه، چې د واكمن پرخلاف يوه دسيسه كې د لاس لرلو شك ورباندې و. علاوالدينٰٰٰ چې په جلال الدين پسې له ۱۲۶۹ تر ۱۳۱۶پورې پاچهي وكړه، د چنګېزي مغولو د يرغل له تمبولو وروسته ټول جنګي اسيران د پيلانو تر پښو لاندې چخڼې كړل. د دې پېښې په اړه د دغه سلطان د زمانې مورخ ضياالدين برني ليكلي دي، چې سلطنتي تخت د وينو په درياب كې ډوب شو. چنګېزي لـښكرې، چې له دا رنګه جزا وېرېدلې وې، پر هند باندې له حملې منصرفې شوې. جلال الدين محمد اكبر(۱۶۰۶-۱۵۵۸) د خپل رضاعي ورور ادهم خان په اړه، چې په قتل تورن و، حكم وكړ، چې د ماڼۍ د ديوال له سره دې لاندې راګوزار شي او دا عمل دې تر هغو تكرار شي، چې سا يې په تن كې وي. كله، چې د جهانګير پاچا زوى،خسرو، ناكام بغاوت وكړ؛ نو جهانګير خپل زوى اوټولو هغوكسانو ته جزا وركړه، چې ملګرتوب يې ورسره كړى و. د لاهورد ټكسلي دروازې د باندې د دارونو يو قطار جوړ شو او ټول باغيان د خلكو مخې ته په دار شول. د شهزاده خسرو دوه ملاتړي، حسين بېګ او عبدالرحيم د خرۀ او غويي په پوستكو كې وګنډل شول او د لاهورښار په بازارونو كې په خرو سپاره وګرځول شول. د خرۀ د پوستكي د ژر وچېدو په وجه د حسين بېګ سا تربت شوه، ومړ؛ خو هغه بل چې د غوايي په پوستكي كې و، د خپلو ملګرو په مرسته وژغورل شو. د حيوان په پوستكې كې د محكوم ګنډل، د چنګېزي مغولو دود و. د بابر اولادې( هندي مغول) دا جزا له هغوى زده كړې وه. البته له همدې خاص مورده وروسته مونږ بل داسې سند نه لرو، چې د بابر د اولادې بل پاچا دې د دا رنګه جزا حكم كړى وي. اورنګزېب پاچا د خپل ورور داراشكوه او د داراشكوه د زوى د حلالولو حكم وكړ. د حكم له اجرا وروسته د داراشكوه مړى د پيل په شا د ډيلي په بازارونو كې وګرځول شو. د هغۀ وخت د مورخ خافي خان په قول د ډيلي خلكو د داراشكوه د مړي په ليدو ژړل او د هغۀ پر قاتلانو يې لعنت وايۀ. د بابر د كورنۍ د وروستيو پاچاهانو په زمانه كې واكمنو د اعدام عصري طريقې خپلې كړې. مثلاً په ځينو مواردو كې به محكومان د توپ خولې ته تړلي ودرول شول او توپ به ډز وكړ. دا طريقه انګرېزانو هم خوښه كړه او په هند كې يې د خپل حاكميت په دوران كې ډېرځله ورنه كار واخيست. د هند په تاريخ كې دا هم وينو، چې مجرمانو ته د اعدام نه؛ بلكې د يوې قلعې په زېرزمينۍ كې د بندي كېدو او تدريجي مرګ سزا وركول شوې ده. بنديان به په دغو زېرزمينيو كې د ناوړې تغذيې، د تازه هوا د نشتوالي او د بدو صحي شرايطو په علت ورو ورو په زجر مړۀ كېدل. يو ايټاليايي سيلاني، منوچي، چې د ۱۶۵۸ او ۱۷۰۳كلونو تر منځ هند ته تللى و، ليكي چې د هند د مغولو پاچايانو دا عادت دى سياسي بندي ته داسې زهر وركوي، چې صحت يې ورو ورو خراب شي او په اخر كې ومري. جرم او جزا د قانون غوښته دا ده، چې كه څوك له قانوني مقرراتو يا د ټولنې له اصولو غاړه غړوي، جزا يې پكار ده. جرم په هره ټولنه كې له جزا سره غوټه وي. جزا له وهلو ټكولو، جريمې، جلا وطنۍ او د محكوم له مريي كولو رانيولې تراعدام او عمري قيده پورې بېلابېلې بڼې لري. په لرغونې زمانه او منځنيو پېړيو كې منظمې بنديخانې نه وې. مجرمان به يا په كورونو كې حبس و، يا به په داسې ودانيو كې ساتل كېدل، چې د سركار پېرې به پې ولاړې وې او دا امكان به ډېر كم وو چې بنديا ن وتښتي يا د باندې ووځي. په پخواني يونان كې مونږ د دا رنګه قيدوبند يو مثال د سقراط په قضيه كې وينو، چې د اعدام د فيصلې له اعلانېدو وروسته بندي شو. كه څۀ هم د سقراط ملګرو د هغۀ د تېښتې پلان جوړ كړ؛ خو دۀ تېښته ونه منله، دا يې غوره وبلله، چې قانون ته د وفادار تبعه په توګه ومري. مورخانو په لرغوني مصر كې هم د بنديخانې د يوډول سيستم نخښې ليدلې دي. په دې هيواد كې د بنديانو د چارو د بندوبست لپاره مديران، كاتبان او پيره داران مقرر وو. بنديانو به كار كاوۀ. د بندي تېښته لوى جرم و او تښتېدلي ته سخته سزا وركول كېده. په لرغوني روم كې پوروركوونكي حق درلود، چې پوروړى بندي كړي، ويې وژني يا يې د مريي غوندې په بل چا وپلوري. د روم د وطن مالكانو كورنۍ بنديخانې لرلې. دوى به خپل نوكران اوغلامان بنديانول چې سم وچلېږي. په انګلستان كې پاچا ويليم( ۱۰۶۰ – ۱۰۸۶) د لندن برج د سلطنتي كورنۍ د قيدي غړيو لپاره جوړ كړ. دغه برج څو پېړۍ د سلطنتي كورنۍ د غړيو، د لويو باغيانو او مشهورو شخصيتونو د قيدېدو ځاى و. دلته مثلاً والټر رالي او ملكه ان بولين د بند ورځې شپې تېرې كړې دي. له دې برج سره متعلقه يوه جالبه كيسه د دورهام د بيشپ ده. دغه سړى د مالي فساد په تور دلته بندي و. د دۀ وخت په برج كې ښۀ تېرېدۀ؛ ځكه د پېرې كسانو ته يې رشوت وركاوۀ او هغوى په مقابل كې ورته هر ډول اسا نتياوې برابرولې. يوه ورځ بيشپ( اسقف، عالي رتبه روحاني) پيره داران مېلمانۀ كړل، ښۀ خوندوره ډوډۍ يې وركړه او بېتوله مشروب يې ورباندې وڅښل. چې دوى سم نشه شول، بيشپ د رسۍ په ذريعه له برجه راكښته شو، وتښتېد. دويم هانري د خپل قلمرو په ګوټ ګوټ كې بنديخانې جوړې كړې. له مقرراتو سره سم، بندي مكلف و، چې د ځاى، ډوډۍ او سونګ پيسې وركړي . كه به بندي بېوزلى و، خيريه ادارې يې د محبس لګښت وركاوۀ. ويل كېږي، چې اتلسمه پېړۍ په اروپا كې د عصري محبسونو د نظام د زېږېدو زمانه ده. د منځنيو پېړيو په هند كې د بنديخانې نظام نه و. مجرمان به وهل كېدل، جريمه به يې وركوله، اعدامېدل به او يا به په كوټوالۍ كې د لنډ وخت لپاره توقيف كېدل. د هند د مغولو په دور كې د شاهي كورنۍ غړي او امرا په ګواليار قلعه كې حبس كېدل. جهانګير په تزك كې ليكلي دي، چې دۀ، مذهبي عالم او صوفي احمد سرهندي ګواليار قلعې ته واستاوۀ، چې په خپلو نظرياتو كې تغير راولي. اورنګزېب هم شهزاده مراد په ګواليار كې بندي كړ. په هند كې څو نورې قلعې هم د اشرافو د حبس اوقيد لپاره پكارېدلې. داسې ښكاري، چې د بغاوت په قضيه يا د لويو اشرافو په مورد كې، له كورونو څخه د محبس كار اخيستل كېدۀ. شهزاده دارا شكوه په يوۀ كور كې قيد و او په همدې كور كې د اورنګزېب په حكم ووژل شو. شيواجي له اورنګزېب سره له ملاقاته وروسته په كور كې نظربند و، چې وروسته بيا په يوۀ لوى زنبيل كې پټ شو او ځان يې وايست يو بل دود دا و، چې بنديان به ځينو اعتباري اشرافو ته وسپارل شول، چې ويې ساتي. د سپارل شوي كس د تېښتې مسووليت د نوموړي اشرافي په غاړه و. پاچا ته به ځواب دۀ وركاوۀ. شهزاده خسرو د خپل پلار جهانګير پر خلاف د بغاوت په جرم په قصر كې بندي شو. چې جهانګير به چيرته سفر كاوۀ، دى به هم ورسره و. وروسته بيا شهزاده خسرو شهزاده خرم ته وسپارل شو. هغه ته، چې خسرو د تخت په نيولو كې خپل سيال ښكارېدۀ؛ نو دكن ته د لښكر لېږد په وخت يې په پټه زهر وركړل. په هند كې د بنديخانو او محبسونو نوى نظام انګرېزانو رواج كړ. د ټولنې دوه كولتورونه بكهتي او دليت غورځنګونه كه څۀ هم په بلكل بېلو وختونو كې وو ؛ خو په دواړو كې له مسلط او لاسبري كولتور سره د سيال او حريف كولتور د مبارزې او مقابلې زور او شور وينو. د ولسونو په عام پسنده كلچر كې د مسلطو طبقو د بې رحميو، استثمار او بې انصافيو د افشا كولو لپاره د كيسو د مجلسونو غوندې جالبې وسيلې پيدا كولاى شو. د دې كيسو اصلي اتلان پاچاهان، جنرالان او يا نور لوى مقامات نه وو؛ بلكې هغه كسان وو، چې له حاكم نظام سره يې مخالفت او د هغۀ په مقابل كې بغاوت كاوۀ. د د غو كيسو اتلان به د عوامو زامن وو او د عوامو په ګټه به له ظالمانو سره جنګېدل ، چې عدالت راولي. دغه راز په ولسي كلچر كې ټوكيان، ټګماران او خندوونكي ممثلان وينو، چې د خپلو چلونو او هنرونو په مرسته به يې د عادي خلكو د ژوند په تيارو كې د څو شېبو خوشحالي او رڼايي راوسته. ډاكوان او مسلح غلۀ، چې د حكومت د قدرت پروا يې نه لرله، د عوامو په كلچر كې سمدستي په اتلانو بدل شول. دغه كسان د خلكو د ځواك او د دوى د ارزوګانو سمبولونه وو. له سيا سي اقتدار سره د دغو كسانو مقابله او مبارزه نه يوازې په كيسو كې بيان شوې؛ بلكې په سندرو كې راغلې او په خورا شوق و جذبه ويل شوې ده. د هند په شمال كې سلطانه ډاكو عادي خلكو ته د روحيې وركولو الهه شوه. په پنجاب كې نظام لوهار تر اوسه پورې په فولكوريك ادب كې د هيرو غوندې ستايل كېږي.په سند كې، چې قطاع الطريق پرو چانديو ووژل شو، ګڼ خلك يې جنازې ته ورغلل او ډېر وستايل شو؛ ځكه دۀ د مظبوط مركز او دولتي ادارو پر خلاف بغاوت كړى و. دغه ادارې او موسسې د سند عوامو ته ظالمې ښكارېدې. مونږ دا رنګه مثالونه، لږ يا ډېر، د هند براعظمګي په بل هر ځاى كې موندلى شو. په يو بل مثال كې وينو، چې خلكو د اوازو په وسيله د حاكمې طبقې د شرمولو هڅه كړې ده. د اوازو او ګونګوسو كلچر يوه ډېره زوروره وسله ده، چې اوس هم د پخوا په څېر په پراخه پيمانه استعماليږي. په سركاري رسنۍ او رسمي تبليغاتو كې واكمن، جنرالان او مقامات شريف، سخي او دينداره معرفي كېدل خو د خلكو په اوازو كې به دا معرفي سرچپه شوه. د عوامو اوازو، ګونګسو او پسپسي به دوى مستبد، زنا كار، بد اخلاق او بې رحمه انځورول. ايټاليايي سيلاني منوسي، چې د شاه جهان پاچا په زمانه كې هند ته تللى و، په خپل كتاب سټوريا ډو مګور كې داسې ګڼې اوازې ثبت كړي دي، چې په هغو كې شاه جهان ډېر عياش او بد لمنى راپېژندل كېږي او سلطنتي حرم د فساد ځاله انځورېږي. دغو اوازو او ګنګوسو د سلطنت حيثيت له خاورو سره خاورې كاوۀ. په ولسي نكلونو لكه هير رانجها،سسي پنو، سوهني ماهيوال او ميرزا صاحبان كې اصلي خبره د ټولنې له منل شويو دودونو او رسمونو سرغړاوى دى، چې نكلچيانوبه دغه نكلونه په مجلسونوكې ويل او يا به د سندرو په بڼه اورول كېدل خلكو به ورنه الهامونه اخيستل او د هغو نارينه وو او مېرمنو مېړانه او زړۀ ورتيا به يې ستايله، چې د سر په بيه يې د ټولنې له مسلطو ارزښتونو سره مبارزه كړې وه. شاعري هم د عوامو د كلچر يوه اثرناكه وسله وه، چې مذهبي تعصبات يې كمول او په خلكو كې يې زغم پيدا كاوۀ. د شاعرۍ په كاٰبو ټولو ډولونو كې په ملايانو، برهمنانو، شېخانو او زاهدانو ټكونه شوي او ريا كار او دنيا پرسته معرفي شوي دي. د ولس د كلچر ټولو دغو عناصرو د ټولنې ورځني ژوند ته لاره كوله او په پټه خولۀ يې د ټولنې نړۍ ليد بدلاوۀ. مونږ مېلې، لمانځنې او قسم قسم مذهبي و كولتوري غونډې او اجتما _ عات هم د عوامو د كلچر برخه بللاى شو. د دغو غونډو او اجتماعاتو يو مهم اړخ دا و ، جې طبقاتي توپيرونه يې نه پېژندل. برخه والو به يې له ا جتماعي خنډونو پرته په جوش او جذبه سندرې ويلې او نڅاوې كولې. د لته دخان وغريب يا زورور و كمزورى فرق نه و. ټول به سره يو ځاى وو اود جشن خوشحالۍ به يې له يو بل سره شريكولې. سيال او حريف كلچر د بې وسو او بې واكو پرګنو كلچر و. د خلكو پرګنې د موزيك، ادب، تياتر، داستانونو او فستيوالونو د عام پسنده ډولونو د خپلولو له لارې په ټولنه كې د خپل ځاى د پيدا كولو او د زورورو د زور د اوبۀ كولو لپاره له حريف كولتوره استفاده كوي. دغه كولتور دوى ته شعور وركوي او د ژوند د ربړو د زغملو حوصله وربخښي. كولتوري ارزښتونه او دودونه ټولنه كنټرولوي او داجتماع د چلند، آدابو، لرليد او رويې په جوړېدو او دغه راز د سياسي و اقتصادي غورځنګونو په زېږېدو او جوړېدو كې برخه اخلي. ټولنه، مادي كلچر ، چې له ټكنالوژي سره كلك تړلى دى، د معنوي كلچر په نسبت، چې له سلوك او آدابو سره تړاو لري، په آسانۍ مني؛ ځكه معنوي كلچر د ټولنې له اخلاقي يا ملي پېژندګلوۍ سره غوټه دى. د تاريخ په بهير كې سياسي، اقتصادي او اجتماعي ځواكونه د ټولنې جوړښت بدلوي ، چې ورپسې نوي كولتوري ارزښتونه او دودونه زېږي. د ټولنې لوړې طبقې د خپلې برلاسۍ د ادامې لپاره د كولتور په دغه نوي حالت كې هغه څۀ خپلوي ، چې دوى له عادي خلكو بر او بېل كړي. د ټولنې نتلي او ځپلي خلك عوامي كولتور ته مخه كوي ، چې په ټولنه كې بهتري راولي، البته دوى د لاډېرو خلكو خير په نظر كې ساتي.
د هند د پخوانو اشرافو د ډوډۍ خوړلو آداب
په اتلسمه پېړۍ كې ، چې د هند د مغولو له ګوتو سياسي قدرت ووت او پخوانۍ دبدبه يې ختمه شوه، سردارخېلو يې هڅه وكړه ، چې د خپل حيثيت د ساتلو لپاره اجتماعي او كولتوري آداب وپالي او په دې ډول ځان تر نورو بر وښيي. دوى د ډوډۍ د خوړلو په برخه كې هم خپل تشريفات لرل ، چې پوره پام يې ورته كاوۀ. د ډوډۍ دغه كولتور د مغولو د څو پېړيو اوږدۀ سلطنت په زمانه كې د شاهانه ژوند د تجربو پيداوار و، چې دوى يې ان دسياسي قدرت له زواله وروسته هم دې ته ادامه وركړه. له ډوډۍ او دسترخوان او مېلمستيا سره اړوند تشريفات او دودونه يوازې د مسلمانو اشرافو په كورنيو كې نه وو؛ بلكې هندو اشرافو هم د ډوډۍ خوړلو خاصې نخرې اوسامانې لرلې ، چې دوى يې له عادي خلكو بېلول. د ( بزم هاى اخير) ليكوال منشي فضل الدين په دې باره كې ، چې د مغولو وروستي پاچا بهادر شاه ظفر به د خپلې كورنۍ له غړيو سره ډوډۍ څنګه خوړه، جالب معلومات راكړي دي. دى وايي، د شاهي كورنۍ غړيو به تر ډوډۍ وړاندې او وروسته لاسونه د چندڼو په عطرو وينځل. دسترخوان به په غالۍ باندې اوارېدۀ. د كورنۍ غړي به د دسترخوان چارچاپېره پټه خولۀ ناست وو. سترګې غړول او د يو بل د قابونو څارل پكې نه وو. اشرافو زرين( د سپينو اوسرو)، ډبرين او كلالي لوښي استعمالول. وروسته به يې بيا له مسي لوښو هم ډېره استفاده كوله. ډوډۍ په دېګونو كې پخېده. دوى غټې، اوږدې چمچې لرلې ، چې په ديګ كې يې د ډوډۍ د مزې د څكلو لپاره كار ورنه اخيست. د هغه وخت په هندوستان كې د ډوډۍ د مېزونو، چوكيو، كاچوغو او پنجو رواج نه وو. كه به پاچا چا ته وويل ، چې پلانى خوراك وخوره، هغه به د مننې لپاره سمدستي پاڅېد، ملا به يې كوپه اوسربه يې كوز كړ. د برټش ميوزيم په كتابتون كې د ميرزا نامې يوه قلمي نسخه موجوده ده. دغه كتاب ، چې د ليكوال نوم يې نه شته، د هندوستان د اشرافي كورنيو لارښود و. په ميرزا نامه كې د اشرافو له شان سره د مناسب چال چلند او لوړ كولتور اصول بيان شوي دي. دلته لولو ، چې د ډوډۍ لپاره بايد په باغ كې د فوارې څنګ ته پاك، ستره، ښكلى، ګلداره دسترخوان اوار شي. نوكرانو ته پاكې جامې او روغ صورت پكار دى. په دې كتاب كې د ټولو مېلمنو لپاره د يوۀ سايز د قابونو او د هر موسم د ډول ډول خوړو لپاره د رنګه كلالي لوښو ذكر راغلى دى. ميرزانامه له باكولتوركسه غوښتنه كوي ، چې اېشېدلې وريجې تر غوړو هغو بهتره وبولي؛ ځكه غوړې وريجې ګوتې چټلوي. دغه راز له باكولتوره شخصه غوښتنه شوې ده ، چې پياز يا سره مولۍ ونه خوري ، چې د ټېغونو سبب ګرځي او دغه شى ذهن او روح ناكراره كوي. ښۀ خو دا ده ، چې ډوډۍ د ګوتو په سرونو وخوړل شي. كه اشرافي د چا مېلمه شي؛ نو ورته پكار ده ، چې تر مړېدو دمخه لاس ونيسي ، چې كوربه ورباندې د وږ سترګې ګومان ونۀ كړي. د ميرزانامې په قول، د اصيل او با سليقه كس لپاره ضروري ده ، چې له اروا وږو او معمولي وګړيو سره ، چې بدعادتونه لري، او يا له هغو سره ، چې په غاښونو كې خلال وهي، او د پان له خوړلو وروسته خبرې كوي او د نورو حساسيت ته نه ګوري، يوځاى ډوډۍ ونه خوري. يوې انګرېزي، مېرمن مير حسن علي، چې له يوۀ هندي مسلمان سره يې وادۀ كړى و، ( د هند د مسلمانانو په اړه مشاهدات) په نوم په زړۀ پورې كتاب ليكلى دى. دې د لكنهو د اشرافي كورنيو د ښځو د ډوډۍ خوړلو عادتونو ته په دقت كتلي دي. دا ليكي ، چې د ښځو حويلۍ ته به تياره پخه شوې ډوډۍ په كلالي لوښو كې ، چې په پتنوسونو به ايښي وو، وروړل كېده. دوى ، چې له كاچوغو او پنجو استفاده نه كوله، د ډوډۍ په پېلولو كې يې چندان ځنډ نه راتۀ. خورا خوندورو خوړو او عالي اشپزي نورو كيسو ته ضرورت نه را منځ ته كاوه. د ډوډۍ تر شروع دمخه به هرې مېرمن ته اوبۀ نيول كېدې ، چې لاسونه ووينځي او خولۀ كنګال كړي. كه به چا داسې ونۀ كړل هغه په چټل خورو شمار وه. د مېرمن مير حسن علي دې ته هم ورپام شوي و ، چې دغو مېرمنو به چپ لاس لكه شل ، چې وي، هيڅ شي ته نه ورټيټاوۀ. دوى به ډوډۍ ته د ګوتو سرونه وروړل ، چې لاسونه يې غوړ او ناولي نۀ شي. ترډوډۍ وروسته هرې مېرمنې لاسونه د چنو په پوډرو وينځل. دغه خلك له صابون سره بلد و؛ خو استفاده يې ورنه نۀ كوله. دا دودونه تر هغو پورې ژوندي وو ، چې د ډوډۍ خوړلو اروپايي طرز او كولتور ورو ورو غلبه وكړه. اوس موږ د ډوډۍ كوټه، مېز، كاچوغې، پنجې او چاړې لرو؛ خو له بده مرغه آداب يې نه لرو. د ټولنې بېل شوي او شړل شوي غړي بنيادم له ډېر پخوا وخته په ټولنه كې د سولې او نظم د ساتلو لپاره اصول لرلي دي ، چې چا به دغه اصول او دودونه تر پښو لاندې كول، ټولنې به له ځانه شاړۀ ، چې جزا وويني. سرغړوونكى به يوازې په دې شرط معاف كېدۀ ، چې ژمنه به يې وكړه بيا داسې نه كوي. كه به يې ژمنه ونه كړه او يا به يې سرغړاوى له بخښولو څخه و؛ نو مجبور به وو ، چې د يوازې ژوند سختې وګالي؛ خو له ټولنې بېل په تنهايي كې اوسېدل او پاييدل ممكن نه و، همدا وجه وه، چې ډېرو لږو كسانو د سرغړاوي جرات كاوۀ. تاريخ راته وايي ، چې ټولنې ځينې ډلې يا كسان په دې وجه له ځانه بېل كړي او شړلي دي ، چې سياسي، كولتوري يا اجتماعي نظريات يې د ټولنې له منل شويو اصولو سره په ټكر كې وو. په شړل شويو كې سياسي ډلې، ناراضيان، مجرمان، روڼاندان، لېوني او كله كله؛ خو ان لاعلاجه ناروغان شامل وو.د واكمنوسلوك له هغو كسانو سره د دښمنۍ سلوك و ، چې د دوى سياسي اقتدار ته يې خطره پېښوله او د حكومت د نسكورېدو هڅه يې كوله. دغه سياسي سركښان نه يوازې د پاچا خپل غليمان حسابېدل بلكې د سلطنت د ثبات لپاره خورا خطرناك عناصر بلل كېدل ؛ نو سمدستي به جزا وركول كېدله. يا به د ټاكلي وخت په مخه بنديخانې ته لاړل ، چې په خپلو كړو د پښيمانۍ او پاچا ته د وفادارۍ د څرګندولو وخت ومومي اويا به د خيانت په تور اعدام شول. يو بل ډول سركـښان هغه كسان وو ، چې د ټولنې له اخلاقي اصولو، كولتوري ارزښتونو او دودونو يې انكار كاوۀ. د غسې وګړي هم غليمان ګڼل كېدل او يوه جزا يې دا وه ، چې خلكو به ورسره رابطه نه ساتله. د اكثرو په نظر دوى سم كسان نه وو، دوى ورته بې لارې ښكارېدل. يونانى فيلسوف سقراط د دارنګه خلكو يو مثال و، چې د زلمو د ذهنونو په خرابولو تورن اواعدام شو. يوه بله ډله د مفرورانو وه، چې غلۀ او قطاع الطريق وو، داسې هم شوي دي ، چې د واكمنې طبقې د بې انصافۍ له لاسه يې د حكومت پر خلاف بغاوت كړى ، ځنګلونو ته تښتېدلي، هلته يې پناه اخيستې، له هغه ځايه يې د شتمنو شتۀ لوټ كړي او د لوټ مالونه يې احياناً په خوارانو ، چې د دوى ملاتړې او ساتندوى وو، وېشلي دي. په لرغونې زمانه او منځنيو پېړيو كې د جذام ناروغان له اجتماعي ژونده بلكل محرومېدل. له جذاميانو سره به تبعيض كېدۀ او كليسا به ناولي بلل. د عيسوي دين عالمانو ته جذام د روح ناروغي ښكارېدله. له همدې كبله جذاميانو اجازه نه لرله ، چې بازار ته لاړ شي، سودا واخلي، كليسا ته تګ راتګ وكړي اويا داسې بل ځاى ته ، چې خلك ورځي، ورشي. د قانون حكم وو ، چې جذامي د ميراث حق نه لري. د دې لپاره ، چې خلك جذامي وپېژني،هغه مجبور و ، چې خاصې جامې واغوندي. وروسته بيا د جذاميانو بېلې كالونۍ جوړې شوې. له نورو خلكو سره به د دې كالونيو د اوسېدونكو رابطه غوڅه وه. د خپلو كورنيو غړيو به هم لكه هغوى ، چې بلكل ژوندي نه وي، هيڅ تعلق ورسره نه ساتۀ. يو بل هغه ګروپ ، چې له ټولنې بېل و، د لېونيانو و. البته ټولنې ليوني زغمل؛ ځكه ضرر يې نه رسېدۀ. ليوني ، چې د راتلونكي وخت په باره كې په غيرواضحه ژبه غږېږي ، په هند براغظمګي كې ورته د بزرګانو او غيبګويانو په سترګه كتل شوي دي. عام خلك به تر ليوني راتاو وو ، ډول ډول پوښتنې به يې ورڅخه كولې ، چې د خپل تقدير په اړه څۀ ورنه واوري. په اوسنۍ زمانه كې ليوني په ليونتونونو، روغتونونو او دارالمساكينونو كې ساتل كېږي. د مجرمانو په باره كې بايد ووايو ، چې دوى ته د جرم د نوعيت مطابق ډول ډول سزاګانې وركول كېدې. لكه اعدام، مريتوب، جلا وطني او شكنجه. اروپايانو د استعمار په زمانه كې مجرمان مستعمرو ته استول او هلته يې په جزايي ډول په كانونو او كروندو كې بې معاشه كارونه ورباندې كول. په دې سلسله كې استراليا ډېره مشهوره وه. د انګلستان حكومت به د وړو جرمونو مرتكبان په بېړيو كې استرااليا ته استول، هورې به يې د ارزانه مزدورانو كار ورنه اخيست. په اوسنۍ زمانه كې په هغو ځايونو كې ، چې د صنعت او ديموكراسي رېښې ښې غځېدلې دي، خلكو له خپلو سركښو غړيو سره سلوك بدل كړى دى. په دغو ټولنو كې د سركښو كسانو دود- مخالف نظرونه زغمل كېږي او د دوى د فكرونو په بيان باندې بنديزونه نه لګېږي؛ خو په هغو ټولنو كې ، چې لا د منځنيو پېړيو سياسي نظام حاكم دى، له سياسي او اجتماعي مخالفانو سره د پخوا زمانو غوندې وحشيانه رويه كېږي. د جنايت كارو په اړه بايد ووايو، چې په اروپا كې په ۱۸۳۰كې د جرمونو د كمولو او د ټولنې په سم غړي د جنايت كار د بدلولو لپاره د بنديخانو عصري نظام تشكيل شو. د بند يخانو د نوي سيستم لومړى مقصد دا دى ، چې مجرم د زندان د پنجرو شاته واچوي او په دې ډول د بل جنايت له كولو صلاحيت ورنه واخلي. د مجرم د بندي كولو يو مقصد دا هم د ى ، چې هغۀ ته جزا بايد حكومت وركړي، نه د هغۀ مدعي. له بده مرغه په درېيمه نړۍ كې د محبسونو حال دومره ناوړه دى او له بنديانو سره دومره نا انساني چلند كېږي ، چې مجرم په سم وګړي نه؛ بلكې په لا بې لارې او بې رحمه وګړي بدلېږي. له بلې خوا په درېيمه نړۍ كې ټولنه هم دې ته تياره نه ده، چې بندي شوى كس د توبه كړي او سم شوي غړي په حيث ومني. دلته كه يو څوك يو ځل مجرم وپېژندل شو، بيا بل هر وخت د مجرم او بې لارې كس په سترګه ورته كتل كېږي. دا د ټولنې په تاوان ده، چې ګڼ كسان او ګڼ ګروپونه له ځانه وشړي او له ټولنيز حيثيته يې محروم كړي. دغسې ټولنه ځان ژوبلوي، ټوك ټوك كېږي، په اجتماعي و سياسي لحاظ شړېږي او كولتوري، اجتماعي نظم يې له منځه ځي. د سركښو، ناراضو، او مخالفو ډلو د شړلو په ځاى پكار ده، چې هغوى ته د ټولنې په غېږكې ځاى وركړ شي. دا كار به د ټولنې اجتماعي جوړښت او سټركچر مظبوط كړي. ( منبع: ډان ميګزين، د ۲۰۰۸كال د جون دوه ويشتمه) د پاچايانو مېلمستياوې خلكوته ډوډۍ وركولو همېشه سياسي او اجتماعي مقصدونه لرلي دي. واكمنو او اشرافو له مېلمستياوو څخه د وسيلې كار اخيستى او په دې ډول يې نورو ته خپل سخاوت ورښكاره كړى دى. د دې لپاره هم مېلمستياوې شوې دي، چې نور د دربار له بې مثاله آشپزۍ خبر شي. په مېلمستياوو كې به په ډوډۍ سربېره ساتېري اوتفريح هم وه. نه يوازې نڅا او موسيقي ؛ بلكې شعرويل، د مداريانو لوبې او علمي بحثونه په دغو محفلونو كې دود وو. اشرافي به خپل مېلمه ته پوره بندوبست كاوۀ، د ډول ډول خوړو په برابرولو به يې ډېرې پيسې لګولې. كه به مېلمه پاچا و؛ نو كوربه به قيمتي سوغاتونه وركول، ، چې د دۀ بلنه يې منلې او د دۀ سر يې لوړ كړى دى. كله كله نورو مېلمنو ته هم سوغاتو وركول كېدل. د پاچايانو لپاره پرله پسې مېلمستياوې د هغوى لپاره ضروري وې. نظام الملك په خپل كلاسيك اثر( سياست نامه ) كې ليكي ، چې اشرافو ته ضيافت د پاچايانو دستور و. په تېره بيا د سلطان طغرل ( ۱۰۶۳-۱۰۳۶) عادت و، چې هر سهار به يې په درباريانو او ملازمانو خوندوره ډوډۍ خوروله. دۀ به د سفر په وخت او يا كه به په ښكار وتى و، هم، دغه مېلمستياوې وركولې. د دې ډوډۍ به دومره ښه انتظام شوى وو او دومره به پريمانه وه ، چې په درباريانو سربېره، له پاچا سره د لارې ملو عادي خلكو ته هم رسېده. د نظام الملك په قول د تركستان واكمن په دې پوهېده، چې خلكو ته د ښې مېلمستيا د وركولو په ذريعه څنګه پر هغوى حكومت وكړي. په هندوستان كې د سلطنت په زمانه اود مغولو په دور كې،واكمنو خپلو درباريانو اوپردو مېلمنو ته تل مېلمستياوې وركولې. د تاريخ فيروز شاهي ليكوال ضيا الدين برني ليكي ، چې دا د ډيلي د سلاطينو رواج و، چې له علماوو سره به يې ډوډۍ خوړه. اشراف هم په دغو مېلمستياوو سرلوړي كېدل. برني د اشرافو ترمنځ د ډوډۍ كولو په سر سيالي ياده كړې او كښلي يې دي ، چې دا د دوى لپاره د حيثيت او پرستيژ خبره وه. دغه مورخ ليكلي دي، چې كه به يوۀ اشرافي واورېدل ، چې سيال يې پنځۀ سووه كسه مېلمانۀ كړي نو دۀ به زرو كسانو ته مېلمستيا وكړه، چې تر هغۀ يې واړوي. د اشرافو ډېرې پيسې په مېلمستياوو لګېدې او د مصارفو د پوره كولو لپاره يې له سودخورو او ملتاني سوداګرو په ډېره ګټه پيسې پورولې. د بدخرڅيو نتيجه به د دوى بېوسه كېدل او هغه د چا خبره د پولۍ ټك ته كېناستل وو. تاريخ دهغې مېلمستياجزييات ثبت كړي،چې كيقباد( ۱۲۹۰-۱۲۸۷) خپل پلار بغرا خان ته كړې وه. په دې مېلمستيا كې زر ډوله خواړۀ پاخۀ شوي وو. په دې سربېره قسم قسم و، چې ډوډۍ، كلچې او ميټايانې هم د مېلمنو مخې ته ايښې وې. ابن بطوطه ، چې د محمد تغلق ( ۱۳۲۵-۱۳۵۱) په وخت كې هند ته راغلى و؛ ليكي ، چې په دربار كې دوه ډوله ډوډۍ وه. يوه د اشرافو او بل د عامو خلكو لپاره. سلطان به له خپلو نژدې امراوو، اشرافو او لوړرتبه مقاماتو سره ډوډۍ خوړه. كله كله به دۀ د خپلې خوښې اشرافي ته د خاص قسم ډوډۍ ست وكړ، چې دا هغۀ ته لوى وياړ او عزت و. له يوۀ اټكل سره سم، د محمد تغلق د پخلنځي ډوډۍ كابو شل زره كسانو ته رسېده.. هره ورځ لږ تر لږ دوه زره غوايي او دوه نيم زره اوزې او پسونه حلالېدل، چې خلكو ته ډوډۍ ورسېږي. غواګانې نه حلالېدلې. نورو سلاطينو هم د مېلمستياوو دود پاللى دى. سكندر لودي( ۱۵۱۷-۱۴۸۹) ديني علما او پوهان مېلمانۀ كول؛ خو دغو مېلمنو د سلطان مخې ته د ډوډۍ خوړلو اجازه نه لرله. دوى به خپله برخه كورونو ته ورسره وړه. سلطان به د دوى مخې ته يوازې ډوډۍ ته ناست و. د مغولو په زمانه كې ، چې سلطنت په امپراطورۍ بدل شو، سلاطين او اشراف لا شتمن شول او مهمانۍ يې لا شانداره شوې. د ډوډۍ د ډولونو په لست كې هغه خواړۀ هم راغلل ، چې مغول ورسره په منځنۍ اسيا كې بلد و. وروسته بيا له ايراني خوړو سره بلدتيا دسترخوان لا رنګين كړ. د ډوډۍ د پخولو او برابرولو نظافت ته به خاصه توجه كېدله. د چاپېريال د جذابيت لپاره به عطرونه پاشل كېدل. لا ډېرو خوندورو خوړو اشتهاوې لا زياتې وپارولې او ځينې اشراف د ډېرې اشتها په لرلو مشهور شول. ويل شوي دي ، چې د اكبر پاچا نژدې ملګرى او مورخ ابوالفضل، د متنوع خوراك په كولو عادت و. ابوالفضل ، چې به ډوډۍ خوړه، زوى به يې ، چې د دۀ د پخلنځي د چارو مسوول و، د پلار څنګ ته ناست و، څار به يۍ كاوۀ ، چې پلار يې كوم ډول خواړۀ خوښ نه كړل. هغه خواړۀ به بيا نه پخېدل. له ابوالفضله پاتې شوې ډوډۍ به د رتبې په لحاظ راټيټو اشرافو خوړه. عادي خلكو ته په حضر او سفر دواړو كې كېچړى وركول كېدۀ. د نورجهان ورور اصف خان هم د ډېرې اشتها په لرلو مشهور و. د مغولو د امپراطورۍ له زواله وروسته د لكنهو او دكن حكومتونو د مېلمستياوو دغه دود وپالۀ او د ډوډۍ د كلچر د غوړولو لپاره يې پوره پوره هڅه وكړه.عبدالكريم شرر په خپل اثر( ګذشته لكنهو)او نصيرالدين هاشمي په خپل اثر ( دكني كلچر) كې د دكن او لكنهو د دربارونو د ډوډۍ د خاصو او بې نظېرو ډولونو ذكر كړى دى. مېلمستياوې يوازې د مېلمنو د خوشحالولو لپاره نه وې؛ بلكې له مېلمنو څخه د ځان د خلاصولولو لپاره هم وې. واكمنو به كله كله خپل مخالفان مېلمانۀ كړل او په ډوډۍ كې به يې زهر وركړل. نظام الملك په سياست نامه كې ليكلي دي ، چې انوشېروان د مزدك لارويانو ته مېلمستيا وكړه. كله ، چې دوى د ډوډۍ او شرابو له څښلو وروسته پوره بې حاله شول، ټول يې تر تېغ تېر كړل. اورنګزېب (۱۶۵۸-۱۷۰۷) هم د خپل ورور شهزاده مراد د وژلو لپاره همدا كار وكړ. مراد يې د ماښام ډوډۍ ته مېلمه كړ. كله ، چې مراد په مېلمستيا كې د ډېرو شرابو له څښلو وروسته پوره نشه شو، اورنګ زېب يې د نيولو حكم وكړ او ګواليار قلعې ته يې واستاوۀ. مراد هتله د قتل په تور محاكمه او اعدام شو. د بنګال واكمن علي وردي خان، مرهټه ليډر بهاشكر او د هغۀ ملګري مېلمانۀ كړل او ويې وژل . په پخوانۍ اروپا كې اعدامونه جنايت كارو، باغيانو، ناراضيانو او مرتدانو ته د دې لپاره سخته سزا وركول كېدله ، چې نورو ته عبرت شي، په منځنيو پېړيو كې عام و. ډېره بوږنده جزا د اعدام وه. په هغه زمانه كې حتى د اعدام په سزا كې هم طبقاتي توپير ته پام كېدۀ. د منځنيو پېړيو اروپايانو په سرغوڅېدا كې عزت او په دار كېدا كې بې عزتي ليده؛ ځكه خو اشراف د سرغوڅولو او عادي خلك د په دار كولو لايق بلل كېدل. ښځې نۀ په دار كېدلې. د هغوى به يې ساه ورتربتوله. په اعدام كې دغه تبعيض د فرانسې انقلاب په زمانه كې، چې ډاكتر جوزوف ګيلتين د اعدام نوې وسيله اختراع كړه، ختم شو. دا وسيله، چې د خپل مخترع په نوم ده، د هرې طبقې د محكوم لپاره وكارېدله. په فرانسه كې انقلابي حكومت د انقلاب د برابرۍ د اصل په اساس په ۱۷۹۱كې اعلان وكړ ، چې د هر چا د اعدام جزا به د سر غوڅولو په بڼه عملي كېږي. د اروپا په منځنيو پېړيو كې د اعدام لپاره داسې بندوبست كېدۀ لكه تماشه ، چې وي او خلك يې بايد سمه ننداره وكړي. پتر پيرنبرګ په خپله ليكنه كې، چې ( د معاصرې اروپا په اوايلو كې وګړى او دولت) نومېږي او په ۱۹۹۸ كې چاپ شوې ده، په پخوانۍ اروپا كې د اعدام د مراسمو او د دغو مراسمو په مقابل كې د خلكو د غبرګون په اړه په تفصيل غږېدلى دى. دۀ په دې باره كې، چې په اعدام محكوم به څنګه د خلكو په جلوس كې د اعدام ځاى ته بيول كېدۀ ، بشبړ جزييات بيان كړي دي. د اعدام په ورځ به په ټول ښار كې د كليسا زنګونه ووهل شول. د سړك دواړو غاړو ته به خلك ولاړ وو ، چې د اعدام ځاى ته د مجرم د وړلو ننداره وكړي. كله كله به خلكو د مجرم په خلاف خپل قهر څرګنداوۀ، كنځلې به يې ورته كولې او په تېږو به يې ويشتۀ؛ خو يو نيم ځل به د غم چوپتيا خپره وه. د اعدام په ځاى كې به دار ولاړ و، قاضيانو او څارنوالانو به رسمي چپنې اغوستي، په خپلو چوكيو ناست وو. خلكو معمولاً د اعدام د حكم له اعلانېدو سره سم د خوشحالۍ چيغې سورې او چكچې شروع كولې. له مجرمه توقع كېده ، چې حكم ومني او ندامت څرګند كړي. خو كله كله به مجرم د اعدام حكم غير عادلانه بالۀ، قاضيانواو دا نورو خلكو ته به يې سپكې سپورې ويلې او د ځان د بې ګناهي دلايل به يې راوړل. دغسې كس سركښ او نافرمانه بلل كېدۀ. د اعدام د مراسمو په وخت روحانيونو مذهبي مراسم تر سره كول ، چې محكوم د خپل روح ژغورنې ته چمتو كړي او قاضيان له چوكيودم په دم راولاړېدل ، چې خلك د اعدام دايرې ته له ننوتو منع كړي. د اعدام ځاى په هر ملك كې فرق كاوۀ. په فرانسه كې مجرم معمولا ټيك په هماغه ځاى كې په دار ځوړندېدۀ ، چې جنايت يې كړى و. په نورو ملكونو كې بيا د اعدام خاص ځايونه وو. مثلاً په انګلستان كې د لندن ټايبورن غونډۍ د اعدامونو ځاى و. ميشل فوكو په خپل كتاب ( انظباط او مجازات) كې ليكي ، چې: د خلكو مخې ته اعدامونه يوازې قضايي نه بلكې سياسي معنا هم لري. دغسې اعدامونه، حتى په وړو قضيو كې، له داسې مراسمو سره غوټه وي ، چې د حاكميت مخ روڼى ورباندې كېږي. البته، په ځينو مواردوكې د خلكو مخې ته اعدامونو جنجالونه جوړ كړي دي. خلكو ته كه محكوم بې ګناه ښكاره شوى او د هغۀ د اعدام فيصله يې ناسمه بللې؛ نو توند غبرګون يې ښودلى دى.دوى هڅه كړې ، چې محكوم د اعدام كوونكو له لاسه راوباسي. فوكو د دغسې پېښو يوڅو مثالونه وركړي ، چې د خلكو بهير د اعدام په مامورينو ورمات شوى او محكوم يې ورنه ژغورلى دى.په دغسې پېښو كې خلكو نه يوازې له قانونه سرغړونه كړې؛ بلكې په عدالت او حاكميت پورې يې هم ملنډې وهلې دي. ځينې وختونه داسې شوي، چې د اعدام شوي مړى د دې لپاره ، چې خلك ترې ووېرېږي او په اينده كې قانون مات نه كړي او د حكومت له اطاعته غاړه ونه غړوي، د څو شپو لپاره د دار په سر ځوړند پاتې شوى دى. په انګلستان كې جراحانو د انسان د بدن د سپړلو او د خپلو معلوماتو د زياتولو په نيت د اعدام شوي د مړي غوښتنه كوله؛ خو د اعدام شوي خپلوانو او دوستانو د مړي په عزت سره خښول غوښتل او د جراحانو تقاضا يې غندله. د ښكاره اعدامونو په مقابل كې د خلكو رويه وار په وار بدله شوه. ښكاره اعدام كه په منځنيو پېړيو كې خلكو ته تفريح او ننداره وه؛ نو د قانون د قوت د څرګندولو وسيله او ذريعه هم وه. خو، په اتلسمه پېړۍ كې خلكو په اعدام محكوم شوي ته رسېدل، هغۀ ته د احترام د څرګندولو لپاره ملا ليندۍ كول او د مرګ د منلو په خاطر د هغۀ د زړۀ ورتيا ستايل، پيل كړل. په همدې پېړۍ كې د خلكو مخې ته په دورو وهل او اعدامول پاى ته ورسېدل. اوس اعدامونه د بنديخانې د ديوالونو په منځ كې د محبس د مامورينو مخې ته د خلكو له نظره چپ تر سره كېږي. ځينو ملكونو خو ان د اعدام سزا منعه كړې ده. په ځينو نورو كې لا د اعدام جزا موجوده ده. د منځنيو پېړيو خلكو ښكاره اعدامونو ته ولې د تفريح په سترګه كتل؟ دا ځكه ، چې د هغې زمانې د هر وګړي په روح كې د خشونت ښامار پروت و. دوى له دا رنګه هرې پېښې خوند اخيستلاى شوى. لكه روميانو ، چې د ګلادياتورانو د خونړۍ مقابلې ننداره په خوند خوند كوله. او شايد هم دا به د جنايت او جنايت كارو په مقابل كې د دوى د كركې د څرګندولو او قانون ته د دوى د اطاعت د اظهار لاره وه.
|
|
+
پنجشنبه 1387/09/14بجې 13 سيدنظيم سيدي |
|
|
عبدالقويم ذاهد مشواڼى د وياړمن تاريخ يوه پاڼه د میر ویس خان او ګرګین اړیکې: د ګرګین اصلي نوم "ختنګ" و. ګرګین له آره د ګرجستان اوسېد _ ونکی و، کېدای شي افغانانو د ګرجي (د ګرجستان اوسېدونکی) کلمه په ګر ګي اړولې او د (ین ) د نسبتي روستاړي په ور نښلولو سره یې ترې "ګرګین" جوړ کړی وي. ډېر روایتونه پر دې دي، چې ګرګین عېسوي و؛ خو ځینو د زردښتي دین پیرو او ځینو نورو بیا رافضي بللی دی . ګرګین د صفوي شاه حسین په حکومت کې دنده درلوده. په ګرجستان کې یې د پاچا له فرمانه سر وغړاوه او د صفوي واکمنۍ پر ضد وجنګېد ، ماتې یې وخوړه ؛ خو د صفوي دربار د دېوان بېګي(د پاچا د دربار دعدلي دېوان رییس او د ګرګین وراره) خسروخان په منځګړتوب پاچا ته ننواتې ورغی، پاچا وباښه او د "شاهنوازخان لقب" یې ورکړ. وایي، چې مسلمان شو؛خو د مسلمانۍ او نه مسلمانۍ په اړه یې خبره لا سمه سپینه نه ده. په هرحال په ظاهره مسلمان شو. په (۱۵۰۰ ز)کې په ما وراءالنهر کې شیباني دولت ، په (۱۵۰۲ ز) کې په ایران کې صفوي دولت او په (۱۵۲۵ ز)کال کې په هندوستان کې بابري دولتونه را منځ ته شوي وو. دغه درېواړه نوي راټوکېدلي دولتونه او نوې پېښې د افغانستان په زیان وې؛ ځکه ټولو په افغانستان کې د یو مرکزي ځواکمن دولت د تشې په محسوسولو سره افغانستان ته د تېري لاسونه را اوږده کړل . که څه هم افغانستان له دیارلسمې زېږدي پېړۍ یا دچنګېزخان ترتاړاک وروسته مخ پرځوړ و؛ خو د شپاړسمې زېـږدي پېړۍ په پیل کې د درېو بهرنیو حکومتونو تر منځ عملاً ووېشل شو. له اباسینده تر کلاته دمغولوحکم چلېده، کندهار او هرات د صفویانو تر اغېز لاندې وو؛ له هندوکش نه تر امو پورې سیمې یا د ځایي واکمنو او یا هم د ماوراءالنهر د شیباني خانانو تر حکم لاندې وې . ( افغان هوتکي پاڅون ۱۵مخ) همدا لاملونه وو، چې افغانستان ته د ټولویرغلګرو ګاونډیانو سترګې ټیغې راوتې وې . کله چې ګرګین په ګرجستان کې د صفوي دولت پر ضد پاڅون وکړ، نو ددغه اړو دوړ له امله د کندهار د بیا تر لاسه کولو لپاره د مغولي واکمن هیلې تاندې شوې، په همدې هیله یې یو استازی د صفوي شاه حسین دربار ته ولېږه. دمغولي ځواکمنې امپراتورۍ له منګولوڅخه د کندهار د ژغورلو لپاره صفوي پاچا په اندېښنه کې شو. صفوي پاچا ته یو تکړه او تجربه کار جنرال په کار و، نو تر غور وفکر وروسته دا خسڼی د ګرګین په نامه راوخوت. ګرګین په درېو دلیلونو ددې دندې لپاره غوره شو: ۱- د ګرجستان پوځیان به له ګرګین سره کندهار ته ولاړ شي، نو ګرجستان به له فتنې او فساد څخه خلاص شي. ۲- دا چې ګرګین نوی مسلمان او دپاچا له خوا تازه بخښل شوی، ښایي تل پاچا ته دخپل خدمت په ډاګه کولو او دپاچا دخوشالولو هڅه وکړي. ۳- څرنګه چې ګرګین یو جګړه مار ،توند خویه، ظالم، سخت زړی؛ خو همتناک جنرال دی، نوهم به افغانان ارام وساتي اوهم به کندهار دمغولو له خطره وژغوري. د پورتنیو دلایلو او سیاستونو له امله د صفوي شاه حسین له خوا ګرګین د کندهار د بېګلربېګي په توګه وټاکل شو اود (۱۷۰۴ ز) کال په می کې له کرمانه راوخوځېد، تر اوو اونیو مزل وروسته د (۱۷۰۴ ز) کال په جون کې له شل زره کسیز پوځ سره کندهار ته راورسېد . (د کندهار پاڅون۳۹ مخ) دغه مهال په کندهار کې دولت خان سدوزی د ابدالي قبیلې رییس او میرویس خان تر ټولو نفوذ لرونکی شخصیتونه وو، ميرويس خان پسې دغلجیانوپنځوس زره کورنۍ ولاړې وې . د ګرګین په راتګ سره پرافغانانو له سیاسي او اقتصادي پلوه نور هم تېري زیات شول؛ نو دیو قومي مشر په توګه میرویس خان هم اړ و، چې د قوم خواره واره ځواکونه سره یو موټی او بهرنۍ واکمني ختمه کړي . د ښار خلکو دهغه شریفانه او خیر غوښتونکې هلې ځلې او ملي نظریې محسوسې کړې وې او د خپل ښه شهرت او ملي شخصیت له امله یې په ابدالي قبیلې کې هم ډېر خواخوږي پیداکړي وو. دغه مهال په کندهارکې اکثریت پښتانه ابدالیان وو؛ خو غلجیان هم ورسره پراته وو. غلجيان زیاتره دګرماب ختیزې خواته او ابدالیان یې سوېلي خوا ته پراته وو. دصفوي واکمنۍ رسمي او مذهبي سیاست په ټوله مانا یو مذهبي فاشیستي سیاست و، چې د رسمي مذهب تر څنګ یې د نورو مذهبي ډلو د موجودیت زغم نه درلود؛ ګرګین چې کندهار ته د بېګلربېګي په توګه راغی، سمدواره په دې لټه کې شو، چې د ابدالیانو او غلجیانو عنعنوي خپلواکي ختمه اود صفوي دربار په خوښه خپل حکومت پرې جاري کړي؛ ځکه نو ګرګین دوه عمده کارونه په مخکې درلودل: یو د دولتخان کمزوري کول او بل دمیرویس خان برمته کول؛ ځکه چې په کندهار کې تر ټولو نفوذلرونکی قومي شخصیتونه وو. د لومړۍ موخې د ترسره كولو کولو لپاره یې میرویس خان ته د دوستۍ لاس وروغځاوه. بیا یې لږ وروسته د دولت خان سدوزي پر ضد د هغه د دوو ناپوهو سیالانو (عزت خان او اتل خان سدوزي) په مرسته په صفا ښار کې د دولت خان پر کلا برید وکړ، دولت خان او دهغه زوی نظرمحمد خان یې ووژل؛ خو د دولتخان دوه زامن رستم خان او محمدزمان له تورتمه په ګټې اخیستنې سره وتښتېدل او ارغسان ته یې ځانونه ورسول . د ارغسان ابدالیان وسله وال او غچ اخیستنې ته چمتو شول . ګرګین وویرېد؛ نو روغه یې ورسره وکړه. رستم یې د ابدالي قبیلې د رییس په توګه ومانه، محمدزمان یې له خطره دځان ژغورنې په نیت له ځان سره بوت خوبیا یې کرمان ته جلاوطن کړ. څلور کاله وروسته ګرګین رستم خان دربارته راوغوښت، لومړی یې بندي او بیا یې وواژه. همدارنګه یې پر نورو ابدالیانو هم ظلمونه او تېري پیل کړل، ځینې یې لیرې پرتو دښتو ته وشړل او ځینې یې کرمان ته جلاوطن کړل . د هغو حاصل واله ځمکې یې د غلجیانو په مشرانو ووېشلې او په دې توګه یې په قصدي ډول د افغاني قبیلو تر منځ د نفاق او دښمنۍ اور بل کړ. د ابدالیانو تر ځپل کېدو وروسته غلجیان دیو لوی ټبر په توګه په کندهار کې پاتې شول. په دوی کې تر ټولومهم شخصیت دښالم خان مشر زوی میرخان و، چې د سلطان ملخي توخي لورنی لمسی او د پوپلزیو زوم و. ګرګین د ابدالیانو تر ځپلو وروسته له میرویس خان سره دوستي پیل کړه . میرویس خان یې د ښار کلانتر او خپل مشاور وټاكه . ښایي په دې پلمه چې ګوندې دا پښتني ځواک هم په چل ول وځپي؛ خو میرویس خان هر څه په ځیر څارل او له ټولو پېښو یې ښه عبرت اخیسته . د یو مدبر قومي مشر او سیاستپوه په توګه یې د پوځي اوسیاسي اوضاع له څارنې دا پايله ترلاسه کړه، چې اوسمهال دپوځي ځواک له لارې له ګرګین او صفوي دولت څخه خپلواکي ترلاسه کول ناشونی کار دی ؛ نوپه ښکاره یې له دښمن سره د دوستۍ لاره خپله کړه؛ خو له ګرګین سره یې اوبه په پوکي څښلې. ګرګین هم اوضاع په ځیر څارله؛ ځکه نو د میرویس خان له ورځ په ورځ زیاتېدونکي قوت څخه په وېره كې و؛ نودچارې په لټه کې شو. د خدای کړه وو، په همدې وخت کې د کندهار ولسونه چې د ګرګین د ظلمونو له لاسه تر پوزې راغلي وو، د ګرګین د بې فکرۍ،بې تمیزۍ، بې رحمۍ او غلط سیاست له امله نهیلي او له صفوي درباره یې مخ واوښت . له دې کړاوه دځان خلاصي په لټه کې میرویس خان ته دمشورې لپاره ورغلل . تر مشورې وروسته میرویس خان صفوي شاه حسین ته یو لیک وکېښ، چې په هغه کې یې د ګرګین دظلمونو او تېریو یادونه کړې وه. پر دغه لیک د میرویس خان په ګډون د ښار نورو مشرانو لاسلیکونه کړي وو. تمه دا وه چې صفوي دربار به د کندهار د ولس له ګرېوانه د ګرګین لاسونه لنډ کړي؛ خو صفوي فاسدې ادارې دغه شکایتونه وانه ورېدل. کله چې له لیک څخه خسروخان خبر شو، میرویس خان یې له کلانترۍ لیرې کړ او صفوي دربار ته یې د دښمن په توګه وروپېژاند. (د مسیحي سیلاني تاریخ ۵۰ مخ) ګرګین صفوي دربار ته د بلنې په پلمه په غولوونکو او پستو خبرو میرویس خان په (۱۷۰۶ز ) کې اصفهان ته جلاوطن کړ. څو کسه یې له هغه سره وګومارل، چې په لار کې میرویس خان وڅاري . هغوی ته یې یو مکتوب هم ورکړی و او په مکتوب کې یې دا یادونه کړې وه : (( د کندهار ارامي ددې سړي په بندیتوب پورې اړه لري)) هوتکیها ۲۷مخ دې کار د صفوي حکومت پر ضد د غلجیانو د قهر اور هم په لمبو کړ، په داسې حال کې چې ابدالیان لا پخوا د دولت خان په وژنې او دابدالیانو په ځورونې د صفوي دولت او ګرګین پر ضد راپارېدلي وو. میرویس خان په اصفهان کې ډېر ژر د خپلې ځیرکۍ او وړتیا له امله دربار ته لاره ومونده. د ګرګین په اړه په دربار کې هم دوه ډلې وې: یوه د اعتمادالدوله ډله وه، چې د ګرګین مخالفه وه او بله د دېوان بېګي(خسرو خان) ډله ، چې د ګرګین ملاتړ یې کاوه. میرویس خان د خپلې ځیرکۍ او وړتیا په مرسته وکړای شول، چې پر دغو دواړو ډلو خپل اغېز وښندي . د چاپېریال د درک او دغونډې له غوښتنو سره سمې به یې خبرې کولې او نظر به یې ورکاوه. د صفوي دربار په هغې غونډې کې، چې د لومړي ځل لپاره میرویس خان ورغلی و او دېوان بېګي خسرو خان هم پکې ناست و، میرویس خان داسې حکیمانه خبرې وکړې: ((دا سمه ده څه وخت، چې هندي مغولو پرکندهار دګرګین د مقررۍ واورېدل، ما تر ټولو دمخه دهغه له قوت څخه کار واخیست او دګرګین له اشارې پرته مې د کندهار په ساتنې کې هلې ځلې وکړې )) ورپسې یې ګرګین ته د وفادارۍ په اړه داسې څرګنده کړه: ((ګرګین خان هوښیار، مدبر، د روښانه فکر څښتن، رعیت پال او زړور دی . د پاچا رښتينى، اصیل، بشپړ نوکر او چارواکی دی . نن ورځ چې د کندهار د مشر په توګه ټاکل شوی دی، د هند پاچا دده د پرتم او قهر و غضب له وېرې له کندهاره تمه پرې کړې ده. څومره چې د کندهار د ابادېدو هیله وه له هغې څخه یې زیات اباد کړی دی)) (د مسېحي سیلاني تاریخ ۵۲ مخ) په دې وخت کې دېوان بېګي د درباریانو د خولو بندولو لپاره ګرګین داسې وغانده: ((ګرګین ډېر بې كاره سړی دی . هغه تر اوسه پوه نه شو، چې میرویس د هغه ملګری او مرستیال دی، دده سره یې ډېر ظالمانه چلند کړی دی)) ورپسې د ګرګین د مخالفې ډلې مشر اعتمادالدوله هم پر ګرګین کلکې نیوکې وکړې او غونډه ختمه شوه. بله ورځ په هغې غونډې کې، چې اعتمادالدوله په خپل استوګنځي کې جوړه کړې وه او میرویس خان هم ورته بلل شوی و، اعتمادالدوله له میرویس خان څخه وپوښتل: ((ستا په اړه له کندهاره مکتوب رارسېدلی؛ نو تا ددې وړ ګڼم ، چې ته پخپله هغه څه ووایې چې هلته دې لیدلي دي. تاسې باید دهغه تعصب اوظلمونو له امله خبرې ونه کړﺉ، چې ګرګین درباندې کړي، بلکې د حقیقت له مخې خبرې وکړﺉ . زه یقین لرم تاسې داسې کس نه واست او نه یاست، چې ګرګین لیکلي دي)) میرویس خان په دې غونډه کې دا غوره وګڼله، چې له حقیقته پرده پورته کړي، دزړه راز ووایي او خپلې ملي موخې ته د رسېدو لاره اواره کړي ،نو ویې ویل: ((څرنګه چې تاسې له ما نه رښتیا پوښتلي او زه چې یو افغان يم هم باید رښتیا ووایم؛ نو دادی وایم یې:که چېرته ګرګین لږ نور هم په کندهار کې پاتې شي؛ نو د کندهار ټپونه به دومره ناسور او هډونه به یې دومره یو له بله جلا شي، چې رغېدا او راغونډېدا به یې ناشونې وي؛ ځکه تر اوسه هغه په دې نه دی بریالی شوی، چې خپل عسکر د حیا او پت تر ادارې او دسپلین لاندې راولي. هغه وګړي هم دګرګین له خوا سخت ځورول شوي، چې هیڅ مخالفت یې نه دی کړی، مالونه یې ورته لوټلي او دهغو اولادونه یې له خپلو عسکروسره ګرجستان ته لېږلي دي .ګرګین هڅه کوله چې د خپلو عسکرو د مزو چړچو اسباب چمتو کړي؛ خو ما پرېنښود. ښه! کله چې ډېر عسکر پر ځان راټول او ډېرې پیسې جمع کړي ایا ددې خطراو وېره به نه وي چې د هند له پاچا سره یو ځای شي؟! او که له لاسه یې کېږي؛ نوهغه به صرفه وکړي؟! څه شی به ګرګین له دې تړونه پرشا کړي؟ولې پاچا ونه غوښتل چې له خپله دینه کارپوه او وړ وزیران ددې پاچاهي کارونو د ترسره کولولپاره وټاکي، چې یو نوی مسلمان کس یې وټاکه! تر لمر روښانه ده که چېرته دا سړی لږه موقع ومومي؛ نو هرومرو به د پاچاهۍ د ویجاړۍ لاملونه رامنځته کړي)) هوتکیها ۳۴مخ. لنډه دا، چې میرویس خان د اصفهان په دربار کې په دې بریالی شو، چې عام ذهنیت دګرګین خلاف کړي. میرویس خان بیا له درباره د حج د فریضې د ادا کولو اجازه وغوښته او حج ته لاړ. هلته یې هم د خپل ولس او هېواد د خپلواکۍ هوډونه پالل . له الله (ج) یې خپلواکي او د مکې معظمې له علماو یې د خپل ملت د تسلۍلپاره دګرګین دله منځه وړلو فتوا غوښتله. کله چې ترحج ادا کولو او فتوا اخیستلو وروسته بېرته اصفهان ته راستون شو، د صفوي دربار له خوا یو ځل بیاپه ډېر درنښت د کندهار د کلانتر په توګه د یوسپارښتي مکتوب په ملتیاکندهارته روان شو. له همدې ځایه یې د خپلواکۍغوښتنې سمندر په څپو و. دلارې په اوږدو کې یې له ټولوافغاني قبیلوسره د لیدنو کتنو پر مهال په دې اړه دهغوی د ملاتړ ډاډ تر لاسه کاوه. میرویس خان په ډېر درنښت په (۱۷۰۹ ز) کې کندهار ته راورسېد. په کندهار کې د میرویس خان ډېر تود هرکلی وشو. که څه هم ګرګین په څرګنده دده په هرکلي کې ګډون وکړ؛ خو په زړه کې یې د کینې دېګ له ډېره تاوه خوټېده او تل د غچ اخیستنې موقع ته سترګې پر لار و، په ځانګړي ډول هغه وخت چې د اصفهان د دربار ګواښنې او سپارښتنې یې ولوستې . ګرګین هرڅه د سر په سترګو لیدل، د میرویس له لیدنو کتنو څخه بې خبره نه و. میرویس خان له ګرګین او دهغه له وراره دېوان بېګې سره اړیکې ټینګې کړې، په څرګنده یې له دوی سره ښه پالل؛ خو په پټه د ابدالیانو او غلجیانو له مشرانو سره د خپلواکۍ د پاڅون په طرحه بوخت و. لومړۍ جرګه یې د کندهار د لویدیځ په شپږ میلۍ (کوکران) کې وکړه ، ورځ په ورځ په ولس کې د میرویس خان نفوذ زیاتېده. ګرګین میرویس خان ته د ورنژدې کېدو او د هغه له ځواکه د ګتې اخیستنې په نیت د میرویس خان لور خپل زوی ته وغوښته. (میرویس نیکه ۹۱ مخ). میرویس خان دا خپلوي دځان او قوم لپاره سپکاوی ګاڼه؛ نو له قومي مشرانو سره یې داخبره شریکه کړه. د ملي موخو دتر لاسه کولو لپاره د یوې خدمتګارې د خپلې خوښې په تیارېدو یې هغه خدمتګاره او یا یې بله وینځه (دغه مهال به له نړیوالو مارکېټونو څخه ننني افغانستان او شا وخوا سیمې ته وینځې او مریان د پلورلو لپاره راوستل کېدل،چې لا تر اوسه هم د بلوچستان ځینې نوابان وینځې او مریان لري) دمشرانو په مشوره د خپلې لور په نامه د ګرګین حرم ته ورولېږله. له دې سره جوخت یې په خپلو هلو ځلو کې زیاتوالی راوست. بله جرګه یې د کندهار د شمال لویدیځ په(۲۰) میلۍ کې په( مانجه) نومې ځای کې وکړه. په دې جرګې کې یې د مکې معظمې د علماو فتوا هم مشرانو ته دپاڅون د جواز په نیت وروښودله. ددې جرګې ځینې مشران داوو: سیدالخان ناصر، بابوجان بابي، بهادرخان، پیر محمد میاجي هوتک، یوسف خان هوتک، عزیزخان نورزی، ګل خان بابړ، نورخان بړېڅ، نصروخان الکوزی،یحیی خان، محمد خان، یونس خان کاکړ او نور. د جرګې ګډونوالو پرېکړه او په قرآن لوړه وکړه، چې ګرګین او دهغه پوځیان به له منځه وړي او یو خپلواک حکومت به جوړوي . جرګې د ټولو قبایلي مشرانو لپاره دندې هم وټاکلې او په دې ډول دیو ملي پاڅون لپاره هر ډول چمتوالی بشپړ شو. په دې جرګې کې دافغان ملت د ټولو قبیلو استازیتوب څرګند و او د ډیموکراسۍ دیوې ممثلې جرګې په توګه یې په متحدانه ډول میرویس خان خپل مشر وټاکه. ددې لپاره، چې د ګرګین ځواکونه یې بې پامه او خپاره کړي وي ، داسې پرېکړه وشوه، چې د کندهار په څنډوکې به ځینې سیمې د مالیاتو له ورکړې انکار وکړي، په دې ډول به د کرګین پوځونه په انکار کوونکو پسې ورخپاره او مرکزي پوځ به یې کمزوری شي؛ نو په دې وخت کې به پرې یو ناڅاپه برید وشي او ګرګین به سره له پوځه له منځه یوسي. د ترین اباد بلوڅانو او د ارغسان اوسېدونکیو د مالیاتو له ورکړې انکار وکړ. هغه وو، چې ګرګین له درېو زرو عسکرو سره دهغوی په ټکولو پسې ورووت. میر ویس خان ته یې هم امر وکړ چې دخپلو قومي ځواکونو سره یې مرستې ته ورشي. میرویس خان پټ د بلوڅو مشرانو ته خبر ورکړ او هغه یې د غفلت له خوبه راویښ کړل .خبر یې ورته واستاوه : ((دا هم هغه ورځ ده، چې موږ او تاسې ټاکلې وه او تاسې قول راسره کړی و)) میرویس خان له قومي ځواکونو سره ځان ارغسان ته ورساوه؛ له پلان سره سم یې ګرګین د ارغسان په"ده شیخ"کې د شپې یوه باغ ته راوباله، په باغ کې یې ورته ترتیب نیولی و. ټولو پښتنو مشرانو د ګرګین ښه تود هرکلی وکړ؛ نیمه شپه یې تورې له تېکو را وکښلې او ګرګین یې له خپل ټول پوځ سره په خپله جزا ورساوه؛له سرجان ملکم، افغان سیدجمال الدین او میلیسون پرته نورو مؤرخینوبیادغه پېښه بل ډول ثبته کړې ده: کروسینسکي دمسېحي سیلاني تاریخ لیکوال لیکي : (( ګرګین د ګرجیانو سره سپور راووت؛ ترڅو بلوڅ تنبه کړي کله چې ګرګین له ښاره بېرون راووت بې پروا په میدان کې ولاړ و،چې سپاره افغانان دده سلام ته راغلل کله ، چې رانژدې شول د افغانانو د انتقام بحر په څپو راغی او..فرعوني کرګین خان دبلا په توپان کې غرق شو )) (د مسېحي سیلاني تاریخ ۶۱مخ) د افغانستان در مسیر تاریخ لیکوال غلام محمد غبارهم دا پېښه په مجهول ډول لیکي: (( در چنین وقتی اورا در منزل"ده شیخ ارغسان" در باغی پذیره کردند ودر نیم شب میرویس با مردان انتقامجوی شمشیر در نهادند، این کشتار چنین بودکه حتی یکنفر از دشمن هم زنده نجست)) (افغانستان در مسیر تاریخ ۳۲۰مخ) د میرویس خان مهال ته نږدې لیکوال افضل خان خټک په تاریخ مرصع کې لیکي: (( ........ نو میرویس"شهنوازخان" ته ځواب واستوه چې اوس ته هم راوځه . لښکر د شهنوازخان اکثر په مهم د بلوڅو لاړ و،د لږ جمیعت سره راووت . شهنوازخان یې مړ کړ هله یې په قندهار وکړه څه لږ ډېر غلجی په هومره هله کې پرېوت نور یې قندهار واخیست)) (تاریخ مرصع ۴۴۴مخ) په هر ډول يې، چې هر چېرته او په هر ډول وژلی وي ، پر خپله خاوره دیو یرغلګر ، غاصب او ظالم دوژنې او د خپلواکۍ تر لاسه کولو لپاره په افغاني دود کې کوم ځانګړی ځای او وخت نه ټاکل کېږي ؛ګرګین یې له ایرانه مېلمستیا ته نه و را غوښتی؛ بلکې د یو ښکېلاکګر په ډول یې د افغانانو په هېواد کې ډډه لګولې وه؛ نو دا دافغانانوطبیعي حق و او د خپل مټ په ځواک یې خپل حق ترلاسه کړ. ددې پېښې په نېټه کې هم د مؤرخینو تر منځ اختلاف شته؛لکه شېرمحمد په "تاریخ خورشید جهان" کې د ۱۱۲۰ سپوږمیز د صفرې میاشت، سلطان محمد په "تاریخ سلطاني" کې د ۱۱۲۱ سپوږمیز د صفرې میاشت، نواب صمصام الدوله په "مآثرالامرا" کې ۱۱۱۹ سپوږمیز، میلیسون د "افغانستان تاریخ" کې ۱۱۲۱، نورالله لاروي په "زندګانی نادرشاه" کې ۱۱۲۱سپوږمیزاوپه "ترکتازان هند" کې یې ۱۱۲۰سپوږمیز لیکلی دی ؛ خو "پټه خزانه " چې تر ټولو باوري سند دی،ځکه چې لیکوال یې د هماغه پېر دی، ددې پېښې نېټه د ۱۱۱۹سپوږمیز د ذيقعدې ۲۹مه ښودلې ده اود رېدي خان مومند د "محمودنامې" بیتونه هم دغه ګواهي کوي، هغه وایي : کال و یو سل نونس او زر په شمـــــار خلاص شو له ظلمه د ګرګین قندهار افغانستان در مسیر تاریخ هم د پټې خزانې د مؤلف او درېدي خان مومند د خبرې پخلی کوي؛ یانې ۱۷۰۹زېږدی کال ښییي،چې له ۱۱۱۹ سپږمیز سره سمون خوري .همدارنګه "لاکهارت" د هغه مهال له مخکنیو او وروستنیو پېښو سره د سمون ورکولو له مخې ددې پېښې نېټه د (۱۷۰۹ ز)کال اپریل ښودلی دی . خافي خان هم د هوتکي پاڅون نېټه (۱۱۱۹س)ښودلې ده، چې له (۱۷۰۹ ز) سره سمون خوري ؛ نو دا د هوتکي شاهنشاهۍ د تاسیس نېټه هم بللاى شو. د ګرګین تر وژلو وروسته د کندهار ښار نیول څه اسان کار نه و؛ ځکه دښار دننه د ګرجیانو ډېر عسکر پراته وو او د کلا پر برجونو او ورونو یې توپونه لګولي وو. که تدبیرنه وای هغوی کولای شول ، چې د میروس خان لښکر او د ښار خلکو ته دروند زیان ورواړوي . میرویس خان پخپله دګرګین جامې واغوستې او ملګرویې دګرګین د ملګرو او ساتندویانو. درې زره کسان تر ښارد باندې پرېښودل ، نورو ماښام مهال ښارته ځانونه ورسول. ګرجي پېره دارانو په دې ګومان، چې دګرګین سپرلي ده او ورپسې هم ګرجیان دي، د خپلواکۍ اتلان یې پرېښودل، چې ښارته ننوځي. ننګیالو له ننوتو سره سم د وره او کلا پر ساتندویانویرغل وکړ. شاوخوا پټ کسان هم پر ښار راوجوړېدل په ښار کې پاتې ګرجیان یې هم تار ومار کړل. په دې ډول دخپلواکۍ توغ هسک شو، میرویس خان د شکرانې سجده ادا کړه. سبا ته یې ولس ته یوه فصیحه او بلیغه وینا وکړه. خواره واره پښتانه یې خبر او راوبلل او ټول یې هر ډول سرښندنې ته د زړه له تله چمتو کړل. .(میرویس نیکه ۱۱۲مخ) د ګرګین تر وژلو څلور ورځې وروسته سهار مهال په شنه خړه کې افغاني څارندویانو یوه عسکري ډله ولیدله، چې د ښار په لور راروانه ده، دا هغه (۶۰۰) ګرجي عسکر وو، چې د بلوڅو او کاکړو د ټکولو او مالیې راغونډولو لپاره تللي وو. ډېرې ولجې یې د پښتنو له لوټلو تر لاسه کړې او دیو کال نغدي مالیه هم ورسره وه. دګرګین له مړینې نا خبره ښار ته راروان وو. کله چې د ټوپکو او توپونو تر خولې رالاندې وتل، نو د ګولیو اور پرې بل شو. دغې جنګیالۍ ډلې سخت مقاومت وکړ ؛خو ماتې یې وخوړه،ځینې یې مړه او ځینې یې دګرشک او هلمند په لور وتښتېدل او مخ په مخه یې دګرګین د مړینې خبر پارسیانو ته ورساوه. (میرویس نیکه ۱۱۳مخ) دپارس صفوي واکمنۍ د جاني خان په نامه یو کس استازی داوضاع دمعلومولو لپاره کندهار ته راولېږه. دې کس دا پیغام درلود، چې که د پا رس د عسکرو دېره کېدل په کندهار کې ومنل شي؛ نو صفوي پاچا به دګرګین د مړینې له غچه تېر شي. میرویس خان څه وخت نوموړی استازی په خبرو بوخت وساته خو کله، چې د استازي د بېرته تګ له نیته خبر شو؛ نو هغه یې بندي کړ. ورپسې صفوي دربارد هرات والي محمد خان ته دا دنده وسپارله. هغه هم یو استازی کندهارته را ولېږه. دغه استازي هم کټ مټ د تېر استازي نظریات تکرارول . میرویس خان د هرات د والي محمد خان په درناوي ، چې دهغه د حج د سفر ملګری و، ددغه استازي درناوی وکړ؛ خو له ملي ګټو نه شو ورتېرېدای؛ نو دهغه سړی یې هم له ځان سره وساته . دهرات والي چې په اوضاع پوه شو،د جنګ په نیت راروان شو. میرویس خان له (۵۰۰۰ ) زرو عسکرو سره مقابلې ته ورووت. د یوه جنګ په پایله کې صفوي ځواکونو ماتې وخوړه. په دې ترتیب د اتلسو میاشتو په اوږدو کې څلور لوی بریدونه پر کندهار وشول؛ خو هر ځل یې ماتې وخوړې. بیا صفوي دربار د خسروخان په مشرۍ او د عباس قلي بېګ په ملګرتیا (۳۰۲۰۰) کسیز پوځ پر کندهار د برید لپاره راواستاوه. خسروخان، چې کله له کرمانه راتېرېده؛ نو د دولت خان سدوزي زوی (محمدزمان) چې هلته یې د یرغمل په توګه ساتلی و، هغه یې د ابدالیو د رییس په توګه وټاکه او له ځان سره یې راروان کړ، چې ګوندې په دې ډول یوځل بیا دابدالیانو او غلجیانوتر منځ د نفاق اور بل کړي. په کندهار کې لا د مخه د دولت خان له خوا ملتان ته جلاوطن شوی د حیات سلطان زوی "عبدالله خان" راغلی اود ابدالي قبیلې د رییس په توګه په کندهارکې موجود و؛ نو محمد زمان اړ و چې له خپلو ملګرو سره د خسروخان او صفوي واکمنۍ ملاتړ وکړي؛ خو ملي اشخاص ملي ګټې پر ځانګړو ګټو لومړی ګڼي. محمدزمان خان هم له خپل قبیلوي رقیب عبدالله خان سره دملي ګټولپاره یو ځای شو. (افغانستان در مسیر تاریخ ۳۲۲مخ) خسروخان د نورو په پرتله لږ څه زیات مقاومت وکړ، ان کندهار یې هم کلابند کړ. میرویس خان ،چې د جنګي تاکتیک له مخې ځان له کندهاره دباندې ځای پر ځای کړی و، له خپلو شپاړسو زرو شازلمیو سره یې پر خسروخان یو چټک او مرګونی برید وکړ. خسروخان یې له دواړوخواوو ترکلک برید لاندې راوست او د ګرګین غوندې یې په سزا ورساوه. له دې جنګه هم ډېر لږ کسان په تېښته بریالي شول. په دې ډول په ( ۱۷۱۲ ز) کې په بشپړ ډول هوتکي واکمني په خپلو پښو ودرېده. که څه هم په (۱۷۱۳ ز) کې د محمدزمان په نامه د یوه کس په مشرۍ یو بل لښکر د کندهار په لور راوخوځېد؛ خو کندهار ته لا نه و رارسېدلی، چې په لاره کې له منځه یوړل شو. تر دې وروسته هوتکي واکمنۍ په خپلواکه توګه دهېواد دچارو په سمبالولوپېل وکړ او دومره بر لاسې شوله، چې تر پارسه یې خپلې د بریدپولې ورسولې او په دې ډول د میرویس خان او ګرګین اړیکې پای ته ورسېدې.. پایله د مشرۍ لپاره یو ملي مشر بایدله دې لنډې مقاله ګوټې څخه دا الهامونه واخلي: · د ملت له منځه او په صداقت د ملت او هېواد د خدمت لپاره راوتلی وي. · سیاستونه یې د ملت له ګټو اوکړنې یې د ملت له ګروهې سره په ټکر کې نه وي او ځانګړې ګټې تر ملي ګټو ځار کړي. · دنړۍ او لږ تر لږه دخپلې سیمې په سیاستونواو د خپل ولس په غوښتنو خبر وي. · وخت پېژندونکی، ځای پېژندونکی او کار پېژندونکی وي. · د هېواد ټولو اتباعو ته د هغوی د وړتیا او دیانت په پام کې نیولو سره په یوه سترګه وګوري. ماخذونه: ۱- بېنوا، عبدالروف ، میر ویس نیکه، سریزه او لمنلیکونه محمد معصوم هوتک ،د افغانستان د کولتوري ودې ټولنه- جرمني، دویم چاپ ۱۳۸۴. ۲- ت- ی کروسینسکي،د مسېحي سیلاني تاریخ، پښتو ژباړه وجیه الله شپون،د افغانستان د کولتوري ودې ټولنه- جرمني، چاپ ۱۳۸۴. ۳- سیستانی، محمداعظم، د کندهار پاڅون او دصفوي دولت ړنګېدل، ژباړن صالح محمد صالح،د افغانستان د کولتوري ودې ټولنه- جرمني، چاپ ۱۳۸۴. ۴- بېنوا، عبدالروف، هوتکی ها، موسسه انتشارات الازهرپېښور،۱۳۷۹. ۵- غبار، میرغلام محمد، افغانستان در مسیر تاریخ، انتشارات جمهوری، ۱۳۶۶. ۶- فرهنګ، میرمحمدصدیق، افغانستان در پنج قرن اخیر، جلد اول قسمت اول. ۷- رفیع، حبیب الله، دافغانستان لنډکی تاریخ، د اریک ګرځنده کتابتون،۱۳۷۸. ۸- و، منیب، جریانات تاریخی افغانستان، دانش کتابتون پېښور، لړم۱۳۷۹. ۹- خټک، افضل خان ، تاریخ مرصع ، مقابله تصحیح او ټولونه دوست محمد خان کامل مومند، یو نیورسټي بک ایجنسي ،پېښور، ۲۰۰۶می .
|
|
+
پنجشنبه 1387/09/14بجې 13 سيدنظيم سيدي |
|
|
مطيع الله اباسين د پروان دوپيا السندا دکاپيسا اوپروان سيمه د افغانستان په تاريخ کې؛ ځکه زيات شهرت لري، چې کوشانيانوپکې خپله دوبنۍ پلازمېنه ودانه کړې وه ، دنړۍ سترفاتح مقدوني سکندر هلته تر ټولومحکمه سکندريه جوړه کړه اوهلته ډېربودايي اوبرهمني راهبان استوګن وو. دورېښموپه سوداګريزه لاره تېريدونکي کاروانونه به په همدغه ځمکه دمه کېدل اوله خپلوسيالانوسره به يې دورېښموپه شان دنازکوتوکومعاملې کولې. په دې ليکنه کې يوازې په هغه څه خبرې کوو، چې داوسني پروان په حدودوکې رامنځ ته شوي په ځانګړې توګه دسکندر راتګ او دقفقاز سکندريې جوړښت دموضوع اساسي برخه ده. پيل په يوفلکلوريک داستان کوو،پېښې هلته رامنځ ته شوې، چې دسکندرتر راتګ او ان دهخامنشيانوتر بريو وړاندې زمانوكې داځمكه مشهوره وه: (په يوه کوچنۍ ځمکنۍ محدوده کې دوې وړې پاچاهۍ وې ،ديوې واکمن پروان نومېده اودبلې هغه يې مروان ، دواړو واکمنو دنګې کلاګانې جوړې کړې وې . پروان د اوسني جبل سراج په څنډه اوسېده او دمرو ان ماڼۍ په بګرام کې ودانه وه . ددښمن ديرغلونوپه وړاندې دټينګې دفاع اوله يوبل سره دښې خواخوږي په موخه دمروان دپاچاهۍ له يولوړڅلي نه د رودخانې په غاړه د پروان تردرباره اوږد ځنځير د بيړنۍ خبرتيا په پلمه غځېدلى و .پاچاهانو ژمنه کړې وه که په هريو ددښمن ديرغل څپه راځي دځنځيرپه خوځولو به خپل واکمن ملګري خبروي اوپرته له ځنډه به ديوبل ننګې ته وردانګي . يوه ورځ له ورځو دمروان دلوري ځنځيرپه ناپامۍ خوځي پروان له سرتېروسره بې له ځنډه مرستې ته وردانګي ، چې ګوري هرڅه سم دي .بل مهال دښمن په رښتيا دمروان په لښکروبريد کوي جګړه زوراخلي. دوى د پروان پر لوري غځيدلي ځنځيرته پرله پسې ټکانونه ورکوي ؛ خو پروان په دې باور، چې بيا به ګويا ملنډې وي دسيال ملګري مرستې ته نه درومي . دښمن چانس په لاس راوړي او دواړه واکمن په جلاجلاتوګه له لښکروسره ترتېغ تېروي . په همدې توګه دواړه کوچنۍ واکمنۍ پاي ته رسېږي .) دادهغه مهال کيسه ده، چې وايي نه هخامنشيان بري ته رسيدلي وو،نه سکندر دجګړو په هدف راوتلى و اونه خوکوشانيانو دبودايي دين تيږې لکولې . ترټولوستر يرغلګرڅوک و؟ مقدوني سکندرته دنړۍ فاتح وايي څه باندې درويشت پېړۍ وړاندې نوموړى ديرغلونوديوې زورورې اوګړندۍ څپې ترشا پخواني افغانستان ته دهرات له لارې راننوت، دمعمول په ډول چې هرچېرته به دعامووګړواوسيمه ييزو واکمنوله مقاومت سره مخامخ شو هلته به يې لويه ،دنګه او مستحکمه کلا ودانوله اوبيا؛ ځکه به يې سکندريه بلله، چې ټول وياړونه يې يوازې دهغه خپل نامه ته منسوب وي . چېرته چې اوس د اختيارالدين دنګه کلاودانه ده همدلته دسکندر دمهال دهريوا سکندريه ودانه وه . په مدار، مدارمقدوني سکندر راوخوځېد په فراه اوبيا زاړه کندهارکې هلته، چې قيتول ته څېرمه دنارنج ماڼۍ پاتې شوني ګورو، هلته يې د اراکوزيا سکندريه ودانه کړه، پر درېيم کال له کابل نه تېرشو دپخوانۍ کاپيسا په حدودوکې پروان ته ورسېد . سکندرغوښتل دهندوکش له دنګو غرونو هاخوا دبلخ اوباخترلوري ته واوړي، له امووړاندې تېرشي دمورخينوخبره دنړۍ بل مخ ته ځان ورسوي ، هغه طبيعي چاپيريال ته، چې زر، زيور اوپۍ مخې دانسانانوزړونه ورکاږي ؛ خو دتوقع خلاف په کاپيساکې سکندر دسيمه ييزو واکمنوله سخت مقاومت سره مخامخ کيږي ،سوړ ژمي دبګرام په ختيزه څنډه دعبدالله برج ته څېرمه تيروي اويوناني لښکروته امرکوي، چې دهندوکش دلړۍ په لمنه کې يوه دنګه کلا ودانه کړي .معمولا دا ودانۍ به دعسکرو د استوګنې اود وسلو دساتنې لپاره دمجبوريت او اړتيا له مخې جوړېدې . يوشمېر يونانيانوبه دې آبادۍ ته دقفقاز سکندريه ويله ،له آره خو دقفقاز دغرونولړۍ دترکيې شمال ختيځ ، دايران- آذربايجان اوشوروي- آذربايجان په سرحدونوکې غځېدلې؛ خومورخين وايي :کله چې دسکندرسترګې دهندوکش په واورينه لوړه څوکه ولګېدې؛ نو دشباهت په وجه يې قفقازوباله ، ده تصورکاوه، چې دغرونو دغه لړۍ، چې داسيا په زړه کې ماته ده دختيځ وروستني حدوددي په دې موخه، چې سکندر په خپلوسوبوکې خارق العاده پرمختګ وښيي فکريې کاوه چې ددنيا پای ته رسيدلی دی . چې پېړۍ اوړي دځمکې مخ چورلټ تغيرمومي ، زړې ودانۍ په مدار،مدار نړېږي اوپه ځاى يې عصري آبادۍ رامنځ ته کېږي ،دقفقاز سکندريې په نوم اوس په پروان کې کوچنۍ شانته نښې هم پاتې ندي ، دلسګونو پېړيو اوښتون اود زړونښو له منځه تګ دهمدې لاملونه شول چې دقفقاز سکندريې دټاکلي موقعيت په اړه څېړونکي اومورخين په نظرونوکې سره بېل شي . دپروان په حدودوکې دری ځايونه ،اوپيان " اوفيان " شريف ،جبل سراج ارګ اوعبدالله برج هغه سيمې دي، چې دسکندريې اطلاق ورباندې کيداى شي؛ خوددوو لومړنيو په نسبت يې ددرېيم يا وروستي نظر پلويان کم دي. د يو روايت له مخي ډيرمورخين په جبل سراج کې، چې مونږ ورته دهندوکش ور وايو دسکندريې دقيق موقعيت تايدوي. اوس دهغه سکندريې کومه نښه پاتې نه ده؛ خو هغه زيات شمېرمسکوکات، چې په نولسمه پيړۍ کې دکيندنوپه نتيجه کې له هغه ځايه لاس ته راغلل داخبره ثابتوي، چې يو وخت داځاى يوسترپوځي او اداري کانون و، ددې نظرپلويان ټينګارکوي ، چې دنهمې ميلادي پېړۍ په نيمايي کې همايون دلته يوه بله پوځي کلاودانه کړه اوهغه؛ ځکه داسيمه استراتيژيکه وبلله، چې دسکندر په سوبو اوبريوکې اغيزمنه وه ، ددوى په اند څه باندې درويشت پېړۍ وروسته اميرحبيب الله خان، چې له دغسې تفريحي اوتورستي ځايونوسره يې ځانګړې مينه وه هلته ديوې مجللې ماڼۍ بنسټ کېښود،دابه يې ارګ باله اوښکلايې وروستي کلونه په ټوله سيمه کې بې ساري وه؛ خو دجګړوپه کلونوکې داسې ورانه شوه، چې بيارغول به يې يوازې يوارمان پاتې شي . ددويم نظرپلوي څيړونکي ،لرغونپوهان اومورخين خپل نظرونه کره ګڼي دوى باورلري، چې دپروان ولايت داوسني مرکزچاريکارو شمالي پلوته يوازې لنډواټن وړاندې په هغه ځاى دقفقازسکندريې بنسټ ايښودل شوى چېرته، چې داوپيان شريف زيارت دى. مرستيال څېړونکى نظرمحمد عزيزي يوله هغوکسانودى، چې دهمدې نظرپلوي کوي. ده د اوپيان په چاپېريال کې دعلمي پلټنو ديوپلاوي ملتيا کړې. دنامه په لحاظ هم دهغه يو نظر دتايدوړدى ، چې ګويا دا اوپيان نه دى؛ بلکې دې ته په علمي لحاظ دوپيا السندا ويل کېږي اوهمدا دقفقاز سکندريې دتړاو رېښې جوړوي . يوه پوښتنه داده، چې پخپله اوفيان شريف؛ نوڅوک دى اوڅنګه په داسې يوزيارت بدلېږي ، چې له اسلام نه پېړۍ پېړۍ وړاندې په حق رسېدلی وي او دنن مسلمانان يې دځان په ګټه ننګوي ؟: داکترصاحبنظرمرادي وايي اوپيان اصلاً دسکندر سلاكار و، چې بياتر شپږمياشتنۍ ناروغۍ وروسته په دې سيمه کې ومړ؛ خوکله چې عرب افغانستان ته راغلل دپښتو (پ) توري يې په عربي (ف) بدل کړ او دا زيارت له هماغه وخت نه مذهبي ټولنځاى اوزيارت پاتې شوى دى. اوسنى پروان هم له هره پلوه دپام وړدى هم يې دنګې ماڼۍ پخوا ته ورته رنګينۍ لري اوهم يې بهرني سيلانيان نندارې ته رامات دي ، دګرځندويانو لپاره په غوربند،جبل سراج اوتوپ دره کې ډېرڅه لري . دطالبانودواک پرمهال دشمالي ډنډ ټوله ښيرازي زيانمنه شوه، ونې وسوځيدې اوکورونه ونړېدل؛ خو د جګړو له پای ته رسېدوسره يواربيا هلته دژوند رنګ ښکلى کېږي او د دوبي په موسم کې شمالي ډنډ دمېلو، نندارو ترټولوښه سيمه ګڼلاى شو. اصلاح شوى۲ سمون۴
|
|
+
پنجشنبه 1387/09/14بجې 13 سيدنظيم سيدي |
|
|
لومړۍ برخه ليكوال : شاه محمود محمود ژباړن : سيدوفيع الله كوټوال
لومړى څپركى د تاريخ ګړنې او جاج ته يوه لنډه كتنه ۱- د تاريخ جاج : په ټوليزه او عمومي توګه تاريخ د تېر مهال منځپانګه ده، چې په نورو ژبو كې له دغې ويي (لغت) څخه بېلابېل جاجونه اخيستل كېږي . پوهان، ويي پوهان او مورخين د دغې جاج په اړه خورا بېلابېل تعبيرونه لري، چې د هغې له ډلې څخه د فرهنګ عميد ليكوال داسې وايي : ( تاريخ د را په زور سره د كوم څه شي د مهال ټاكل، د وخت پېژند او يا د يو داسې مهال ثبتول دي، چې په هغې كې كومه مهمه پېښه شوې وي. د پېښو شرح او تېر شوي برخليكونه، د ټاكلي مهال او وخت ټاكل او بلاخره په دري كې ورته سالمه هم وايي ) [1] . ډاكټر محمدمعين د تاريخ د جاج په اړه په خپل فرهنګ كې په زړه پورې يادونه كړې ده، نوموړى وايي : ( تاريخ Tarix : يو مهال د يو شي پټول، د لومړني او وروستني امير د امر له مخې د يو شي پټول او بېرته د هغه د ثاني امر په وسيله د هغې راښكاره كول، د يوې پېښې د پېښېدا مهال. د يادښت وړ مسايلو، پېښو او كړنو د برخليك ليكل، چې مخكې له مخكې تنظيم شوې وي ) [2] د پورته ټكو له مخې كولاى شو تاريخ د پېښې د پېښېدا مهال، لكه ( ورځ، مياشت، كال او حتا د پېښې د پېښېدا ساعت يا شېبه وي) او يا په خپله پېښه، لكه : د اسلامي نړۍ د سردار حضرت محمد صل الله عليه وسلم له مكې څخه مدينې ته د مهاجرت مهال او يا هم د افغانستان اسلامي دولت د خپلواكۍ او پاڅون له پېښې سره تعبير كړو . د دهخداپه ويي زېرمه ( لغت نامه ) كې يې تاريخ د ( ارخ ) له كلمې څخه د وخت په مانا را اخيستى او د توقيت په مانا يې هم كارولاى دى . [3] په دې ځاى كې كولاى شو تاريخ د لغت له پلوه داسې وڅېړو: تاريخ په لغت كې وخت ټاكلو، د وخت پيل او د كال بنسټ ته وايي، چې كرونولوژي Chronology يا د وخت پوهه هم ورته وايي او د همدغې پېژند له مخې ډېرو هېوادونو د خپل تاريخ پيل او بنسټ د هغو پېښو له پېښېدلو څخه پيل كړى، چې ورته ډېر ارزښت يې لرلاى دى، لكه : ? مسلمانانو د خپل تاريخ پيل د حضرت محمدمصطفٰې صل الله عليه وسلم له مكې څخه مدينې ته د هجرت له مهال څخه راپيل كړاى دى، چې هغه له 621 سپوږميز كال سره سمون خوري . ? يونانيانو د خپل تاريخ پيل د المپيك د لومړنيو لوبو ۷۷۶ مخزيږد څخه پيل كړاى دى او روميانو بيا د روم ښار د تاسيسېدو له كال ۷۵۳ سپوږميز څخه پيل كړاى دى، چې تر اوسه لا دوام لري . [4] ددې ټولو خبرو په ترڅ كې د تاريخ جاج د ورځې، مياشتې او كال د حساب ساتل هم دي، لكه څنګه چې ويل كېږي: نن جمعه د ۱۳۷۵ كال د لړم 15 مه . د تاريخ د جاج تر ټولو خورا لوى پېژند په يو فرانسوي فرهنګ كې، (چې د ټولو لپاره د دايرة المعارف فرهنګ ) نومېږي په داسې ډول راغلى دى : ? تاريخ د انسان د ژوند كږلېچونو او كړاونو ته وايي، د تاريخ د درسونو زده كړې د يوې ټولنې او خلكو د تېر مهال پېژندنه، د تېر مهال د وګړو د ځانګړو بدلونونو د رپوټ مطالعه، تاريخي چلند، د طبيعت، حيواناتو او نباتاتو مطالعه، ورځنۍ رسمي او غير رسمي يادښتونه . [5] ۲- د تاريخ د كلمې ګړنه ( اصطلاح ) او جوړښت : تاريخ په اصطلاح كې د مهال او ځاى د قيد په پام كې نيولو سره د تېرو پېښو سپړنه او مطالعه ده، چې په لاتيني ژبه كې ورته Hstoia په انګريزي ژبه كې ورته History او په فرانسوي ژبه كې ورته Histoire وايي . [6]، لكه د لويديځ تمدن، د افغانستان سياسي تاريخ او دې ته ورته نور ... په ختيزو ژبو كې د تاريخ كلمې د جوړښت په هكله وايي: تاريخ د عربي ژبې د ( ارخ ) له فعل څخه اخيستل شوى دى، چې د ورځې، مياشتې او كال د حساب جوړولو او وخت ټاكلو په مانا دى، فاعل يې مورخ او مصدر يې تاريخ بلل كېږي ؛ خو ځينې دري ژبي ژبپوهان استدلال كوي او وايي، چې د تاريخ ويى دري دى او د مياشت او ورځې ( روز) ، ( مهروز) له كلمې څخه منځته راغلى، چې همدغه( مهروز) ويى د تعريب يا معرب كېدلو پر مهال د مُوَرَّخٌ په كلمې اوښتى دى او وروسته له دې د ( تاريخ) مصدر رامنځته شوى [7] ؛ نو په دې اساس ويلاى شو، چې تاريخ په لغت كې وخت ته وايي، دغه ويى له دري پلوه: يانې له مياشتې او ورځې څخه مشتق شوى او د تعريب پر مهال په مورخ اوښتى دى او په دې توګه ترې تاريخ او نور تړښتونه زېږيدلي دي . په دې اړه ځينې لاسوندونه شته، چې وايي : د هجرت پر اولسم كال، كله چې حضرت عمر فاروق ( رض) د مسلمانانو دويم استازى و، يو شمېر قوانين، ديوانونه او خراجونه يې وضع كړل ؛ نو د تاريخ ليكلو ته يې اړتيا پيدا كړه، په دې هكله يې د زړو نسخو پاڼې واړولې را واړولې او ويې ويل: موږ يو حساب لرو، چې هغې ته ( مهروز) وايي ؛ يانې د ورځو او مياشتو حساب ؛ خو وروسته عربانو دغه حساب معرب كړ او هغې ته يې مورخ ووايه او له هغې څخه يې د عربي قاعدې له مخې د تفعيل په وزن يو مصدر د ( تاريخ ) په نامه جوړ كړ. ابوريحان البيروني او اصفهاني حمزه په دې ګروهه دي، چې د تاريخ ويى، لكه څنګه، چې مخكې يادونه وشوه، له آره د دري د كلمې له ورځې او مياشتې ( مهروز) څخه اخيستل شوى دى [8] اصفهاني حمزه په الامم تاريخ ( د شاهانو او پيغمبرانو تاريخ ) كې په دې هكله داسې ليكي : خو د ( تاريخ ) لفظ يوه نوې كلمه ده، چې عربي ژبې ته ورننوتې ده او هغه د مياشتې او ورځې معرب ده، لكه څنګه، چې د فرات بن سلېمان څخه روايت دى، چې د مېمون بن مهران څخه يې روايت كړاى دى: نوموړي يو سند، چې څښتن يې شعبان و، حضرت عمر بن خطاب ته ويې وړ، حضرت عمر ( رض) ورته وفرمايل: كوم شعبان ؟ روان شعبان او كه راتلونكى شعبان ؟ وروسته تر دې يې لويان او مشران سره راټول كړل او ورته يې وويل: مال زيات شوى دى او هرڅومره مو، چې سره ووېشه بيا هم بې څښتنه او حسابه پاتې كېږي. دغه كلمه يې تعريب كړې ده، مورخ يې ورته وويل او د هغې له مصدر څخه يې ( تاريخ) جوړ كړ او همدا يې وكاراوه ؛ نو پر دې اساس څنګه كولاى شو، چې هغه ترلاسه كړو . ويې ويل: هرګوره حساب بويه له فارسيانو څخه زده كړو، نوموړي هرمزان Hormazd راوغوښتل او ترې ويې پوښتل، هرمزانو ځواب وركړ: موږ ځينې وخت خپل حساب ( مياشت) او ورځ بولو، چې د مياشت او ورځ مانا شمېرل كېږي، چې دغه كلمه يې تعريب كړې ده او مورخ يې ورته ويلي دي، وروسته تر دې ورسره د اسلامي دولت د تاريخ په اړه اندېښنه پيدا شوه او په دې اړه يې سره خبرې وكړې او بلاخره په پاى كې د حضرت محمد مصطفٰى صل الله عليه وسلم د هجرت پيل يا نېټه يې د تاريخ په توګه وټاكله . [9] يو بل روايت هم شته او هغه دا: تاريخ هغه مهال پيل شو، چې ابوموسىٰ اشعري حضرت عمر ( رض) ته وليكل: د امير المومنين له خوا يو شمېر ليكونه موږ ته را رسيدلي، چې موږ نه پوهېږو د كوم يو له مخې موږ چلند وكړو، موږ سره يو سند شته، چې د هغې د بدهي وركړې موعد د شعبان مياشت ده ؛ خو په دې نپوهېږو، چې موخه يې د كوم كال د شعبان له مياشتې څخه ده، آيا تېر كال شعبان؟ همدا اوس شعبان ؟ او كنه د راتلونكي كال شعبان ؟ [10] نو وروسته تر دې دويم خليفه حضرت عمر ( رض) د تاريخ ليكنې ته پاملرنه وكړه، لكه څنګه چې مخكې يې په اړه نغوته وشوه. په انګريزي كې د تاريخ د كلمې ويى په History په فرانسوي كې د Histoire په بڼه او په يوناني كې د ستوريا Storia په بڼه راغلى دى، چې يوه مانا يې كيسه، داستان او افسانه ده او بله مانا يې همدا د تاريخ مانا ده. د يوناني له دغې Storia له كلمې څخه د انګريزي دوه جلا كلمې جوړې شوې دي، چې يوه يې Story چې داستان يا افسانې مانا ښندي او بله د History كلمه، چې د تاريخ جاج رسوي . [11] يو شمېر بيا په دې اند دي، چې د هستوري History كلمه، چې جمع يې هستوريز Histories دى د لومړي ځل لپاره يوناني هردوت استعمال كړه ؛ خو يو شمېر نورې سرچينې دغه نظر داسې بيانوي، د هستوري History كلمه، چې د Histories مفرده بڼه ده د پوهېدلو او پېژندلو مانا وركوي، چې تر هردوت دمخه هم په يونان كې كارول كېدله. [12] په عربي ژبه كې اسطوره، چې جمع يې اساطير ده هم په همدغه مانا او مفهوم سره راغلې ده، چې تر اوسه پورې كارول كېږي [13] ۳- د تېر تاريخ پېژند : تر هرڅه دمخه هغه سم او لوى پېژند، چې د اسلامي نړۍ ستر عالم ابن خلدون د تاريخ په هكله كړى دى لومړى به هغه دلته راواخلو : " هغه پېښې او مبادۍ، چې په اړه يې څېړنې او ګروېږنې روانې وي او د هغې دقيق لاملونه په ګوته كړي، هغې ته تاريخ وايي او هغه پوهه ده، چې د پېښو او پېښېدا د څرنګوالي په اړه يې حقيقي لاملونه رابربنډ شي ؛ نو په همدې اساس تاريخ له حكمت څخه خړوبېږي او اړينه ده، چې د پوهې يوه برخه يې وشمېرل شي . " . [14] د ابن خلدون د همغږۍ نظريه : " د تاريخ محرك د جغرافيايي چاپېرچل دى " [15] دغه راز ابن خلدون به ويل : " تاريخ د ټولنې د بدلېدا او را بدلېدا يوه ټولګه ده، چې عيني او ذهني لاملونه يې له يول بل سره داسې سره پېيل شوي، چې كولاى شو هغې ته د يو وجود دوه څېرې ووايو " . [16] مطهري يو بل عالم دى، چې تاريخ داسې راپېژني: تاريخ هغه پوهه ده، چې د تېرو زمانو انسانانو د حالاتو، پېښو او اوضاعو حال بيانوي . تاريخ هغه پوهه ده، چې د تېرو زمانو د واكمنانو يو شمېر دودونه، قواعد او آرونه موږ ته بيانوي . تاريخ هغه پوهه ده، چې د ټولنې تطورات او بدلونونه څېړي " د تاريخ فلسفه " [17] د دري پارسي ژبې د ويي زېرمې ستر پوه علي اكبر دهخدا تاريخ داسې راپېژني : د تېرو شويو پېښو لړۍ يا برخليك دى، چې د اټكل له مخې نه وي ليكل شوى . په مطلقه توګه تاريخ برخليك يا هغه پېښې، چې د ځمكې پر مخ پېښې شوې وي او انسان په هغې كې اساسي رول ولري، هغې ته تاريخ ويل كېږي اويا په بله وينا تاريخ هغه پوهه ده، چې د احوال، ډاليو، بلا، دودونو او د وګړو له صنايعو، انسان، متوفيان او دې ته ورته شيانو په هكله بحث او څېړنې كوي . [18] اچ كار، چې د عربي نړۍ ستر عالم دى تاريخ داسې راپېژني : تاريخ يو متداوم عمل، د پېښو او مورخ له يو بل څخه اغېزمن كېدل او بلاخره نه ختمېدونكي خبرې اترې له تېرې او اوس زمانې سره دي . [19] په داسې حال كې، چې يو شمېر تاريخ پوهان تاريخ په دوو برخو وېشي، يو د عام له نظره د تاريخ پېژند او بل د خاصو له نظره د تاريخ پېژند . د عامو له نظره د تاريخ پېژند په ټوليزه توګه داسې دى : د تېرې زمانې شرح كول او مطالعه ده، چې ټولې تېرې شوې پېښې، چې پېښې شوې وي او يا هم د پېښېدو په حالت كې وي بيانوي . د خاصو له نظره د تاريخ پېژند : د مهال او مكان په قيد كې د بشر د تېرې شوې زمانې پېښو او بدلونونو ته تاريخ وايي، چې پرته له دغو دوو اكرونو " حالتونو " مكان او مهال څخه تاريخ ړوند دى او د يوې كيسې بڼه لري ؛ نو په همدې اساس تاريخ د خاصو له نظره : د بشريت د خاطرې په توګه يې تعريف كړى دى . [20] روزنتال په خپل مشهور او پېژندل شوي اثر " په اسلام كې د تاريخ ليكنې تاريخ " كې خورا بېلابېل تعريفونه كړي دي : " تاريخ د وخت هنداره ده، چې ښكاره پېښه بيانوي. د يو دين د ظهورېدو هنداره ده او يا هم يو لړ حكومتونه او پېښې بيانوي او بلاخره ټولو ښكاره او پټو پېښو ته، چې په يو مهال كې پېښې شوې وي هغه ته تاريخ وايي . دغه راز د يو بل پېژند له مخې تاريخ د يوې داسې ورځې زبادول دي، چې په هغې كې د ټولو د عنايت وړ پېښه او شايع امر پېښ شوى وي او په دې توګه د تېرمهال د پېښې، اوس مهال او راتلوونكې دخبرتيا لپاره سره يو تړاوو ولري . نو پر همدې بنسټ تاريخ يو محدود، ټاكلى او معلوم وخت دى، چې كه چېرې ووېشل شي؛ نو بنسټ يې له ساعت، ورځ او مياشت څخه اخيستل كېږي . [21] او بلاخره تاريخ هغه پوهه ده، چې يوه معينه او مشخصه ټولنه په تېر مهال كې په محدوده او ټاكلې مودې كې په ټوليزه او هر اړخيزه توګه مطالعه كوي او البته د يوې ټولنې د تېر مهال له مطالعه كولو څخه موخه داده، چې مورخ وكولاى شي د تېر مهال د مطالعې په پام كې نيولو سره د ټولنې د اوس مهال وضع مطالعه كړي او په دې توګه يې په سمه توګه وپېژني . ۴- تاريخ ليكنه څنګه پيل شوه ؟ [1] - حسن عميد، فرهنګ فارسي عميد، د اميركبير خپرونو موسسه، تهران، 1362 كال، 293 مخ. [2] - محمدمعين: فرهنګ فارسي معين، د امير كبير د خپرونو موسسه، تهران، 1371 كال، 1001 مخ . [3] - علي اكبر دهخدا، لغت نامه دهخدا، د تهران پوهنتون ، 1345 كال ، 138 مخ . [4] - علي اكبر دهخدا، لغت نامه دهخدا، 139 مخ . [5] - Etienne,Gillon,Jacques Hiolier.Larousse…Cpetit Larousse en cou(eure)pares,1980,p,447 . [6]- غلام فاروق اعتمادي، مبادي تاريخ، د كابل پوهنتون، كابل 1346 كال، 1 مخ . [7] - غلام فاروق اعتمادي، د تاريخ اساسات او مبادي، د كابل پوهنتون، كابل، 1362 كال، 2 مخ . [8] - د آريانا دايرة المعارف، د دايرة المعارف ټولنه، كابل، دويم ټوك، 1344 كال، 3863 مخ . [9] - حمزه بن حسن اصفهاني، د پيغمبرانو او شاهانو تاريخ( الامم تاريخ )، د شعبان جعفر ژباړه، تهران د ايران فرهنګ ټولنه، 1346 كال، 4 مخ . [10] - فرانتس روزنتال، په اسلام كې د تاريخ ليكنې تاريخ، دويمه برخه، د اسدالله آزاد ژباړه، تهران د رضوي قدس آستان خپرونه ، 1368 كال ، 61 مخ . [11] - غلام فاروق اعتمادي، د تاريخ اساسات او مبادي، 2 مخ . [12] - حسن ضمير صافي، نظرى بر مبادى تاريخ، 2 مخ . [13] - غلام فاروق اعتمادي، مبادى تاريخ، 1 مخ . [14] - ابن خلدون، مقدمه ابن خلدون، د محمد پروين ګنابادي ژباړه ، تهران، بنګاه ترجمه ونشر، 1336 كال ، 2 مخ . [15] - محمود افتخار زاده، فلسفه تاريخ، تهران، د آزادۍ خپرونې، 1360 كال، 65 مخ . [16] - امير حسين آريانپور، ابن خلدون، د ټولنپوهنې ترېنر، د تبريز د هنر او ادبياتو درې مياشتنۍ، لومړى چاپ، عمليه تبريز، 1349 كال، لومړى باب، 54 مخ . [17] - محمود افتخار زاده، د تاريخ فلسفه . 56 مخ . [18] - علي اكبر دهخدا، ويي زېرمه 151 مخ . [19] - اى، اچ كار، تاريخ څه شى دى ؟ د حسن كامشار ژباړه، تهران، خوارزمي ، 1969 كال ، 45 مخ . [20] - غلام غاروق اعتمادي، اساسات و مبادي تاريخ ، 3 مخ . [21] - فرانتس روزنتال، په اسلام كې د تاريخ ليكنې تاريخ . 2 مخ . |
|
+
پنجشنبه 1387/09/14بجې 13 سيدنظيم سيدي |
|
|
عبدالوكيل سوله مل شينوارى
زموږ ملي تياتر او لوړې ژورې يې هسې خو د ډرامې ريښه لكه دنورو هيوادونو په شان په افغانستان كې هم لرغونو زمانو ته رسي؛ خو دعصري او ننني تياتر درواجولو لپاره دلارې جوړول د امير شير علي خان په واكمنۍ كې پيليږي ،دى هغه لومړنى ټولواك دى،چې خپل دربارته دټوكيانو او مسخره چيانو له لارې ډرامه ننباسي ، له دې وروسته ورو ، ورو له درباره بهر دعصري ډرامې او تياتر لپاره هم ځينې تياتر ته ورته هڅې په كار اچول كيږي . له درباره وتلي ځينې مبتدي ټوكيان او مسخره چيان دخپلو كاليو په بدلولو او دځينو ځناورو دڅيرو په اغوستلو تر ډيره زموږ دولس بنډارونه تاوده ساتي . ددې ټوكيانو لومړنۍ هڅې په ( ۱۲۸۵ ) هـ ل كې څه زور اخلي د دوى له ټولو مشهوره ډله د (( سايبين ))ټوكيان، چې مشري يې د( برات قناد ) په غاړه وه ، په ډيره لنډه موده كې په كابل كې خورا مشهوريږي . په برات قناد پسي دويم سړى، چې اولسي تياتر ته دغوره چوپړه برخمن دى ( جبار رنګمال ) نوميږي . جبار رنګمال دهغه زمان ټوكي او لوبغاړى دى، چې دوخت دمسخره چيانو او ټوكيانو فعاليت د ادارې او نظم لاندې راولي ، دهمده تدبر او نوښت دى ،چې دننني تياتر دوجود زړى شيندل كيږي . طالع همګان هغه لومړنۍ ډرامه ده، چې دده په لارښوونه په كابل كې ښوول كيږي ، دغه لوبغاړى ، چې كله دخپلو نندارو ښه هر كلى ويني ، دستي په لاهورۍ دروازه كې يو سراى اجاره كوي او په ګڼو نندارو د كابليانو پاملرنه ځانته رااړوي . پيريان ، ديوان او دپخوانيو شاهانو ځيني روايات اونكلونه يې دډرامو مضمون جوړوي ، دمرحوم بريښنا له قوله : ((سلطان محمود او څلورغله ))، دده ترټولومشهوره ننداره ده. له دې سره سره، چې برات قناد او له ده لږ وروسته جبار رنګمال دعصري ډرامې په لور لومړني ګامونه پورته كوي؛ خو دافغاني معاصر تياتر اصل بنسټ له استقلال وروسته دافغانستان دمدبر او مترقي ټولواك امان الله خان په لارښوونه كيښودل كيږي . دهمدغه مدبر پاچا په لارښوونه په ( ۱۳۰۱) هـ ل كې دلومړي ځل لپاره په پغمان كې دتياتر د يوې عصري ودانۍ كار پيل او په ۱۳۰۲ هـ ل كې پاي ته رسيږي. دامان افغان داخبار له مخې (( خوب او ويښتيا )) يې لومړنۍ ننداره ده؛ خو دځينو نورو پوهانو له نظره د (( داندلس فتح او سقوط )) يې لومړنۍ ډرامه گڼله كيږي . له دې ډرامې وروسته په وار سره د (( دتل محاربه )) ، چې ښځينه رول يې ديوې انګريزې ميرمنې پر غاړه و.((اجباري واده )) ،(( اخلاقي خبرې ))،(( بې تربيه هلك )) ،(( هغه زلمي ، چې اروپا ته ځي )) او ځينې نورې .... په دغې ودانۍ كې نندارې ته وړاندې كيږي . ددغو ډرامو ځينې لكه : داندلس فتحه او سقوط او استقلال په هرات كې هم ډرامې كيږي . هرات دافغانستان هغه يواځينى ولايت دى، چې له پغمان تياتر سره سم يې په كار پيل كړى دى او ددغه تياتر په څير ګڼې لنډې او اوږدې ډرامې : (( پخوانۍ او اوسنۍ زده كړه )) ، ((دپخوانۍ او اوسنۍ زده كړې پايله )) او نورې يې دهرات دميرزاجان په باغ كې نندارې ته وړاندې كړي دي؛ خو دامان الله خان دواكمنۍ په ړنګيدو دكابل اوهرات ټول ډرامه ييز بنسټ، لكه دافغانستان نور بنسټونه ړنګيږي او بيا ښه پوره ډيره موده دتياتر او ډرامې نوم څوك په خولې نه اخلي . ايله څه كم دوه لسيزې وروسته ، چې مرحوم استاد سلجوقي دوخت د مطبوعاتو مستقل رئيس شي بيا دهنر دغې برخې ته پام را اړوي او په كال ۱۳۲۲ كې په كابل كې رسماً دپوهنې ننداره پرا نستل كيږي . ددغه ستر او كولتوري ګام په اوچتولو كې هريو عبدالرشيد لطيفي او استاد عبدالغفور بريښنا لويه برخه اخلي . سره له دې، چې په پوهنې ننداره كې ډرامې په څه ناڅه عصرې بڼه پيل كيږي؛ خو دانندارې دمعاصر تياتر د ډيرو ځانګړنو او مناسب مكانه بې برخې وې : تياتري نندارې تر ډيره وخته داستقلال ليسې د كنفرانسونو په تالار كې نندارې ته وړاندې كيـږي . دپوهنې نندارې لومړنۍ ننداره (( ميراث)) نوميده، چې مرحوم عبدالرشيد لطيفي يې ليكوال او غوث الدين رسام يې لارښود ډايركټر و. هغه نندارې، چې د ( ۱۳۲۲) په موده كې په پوهنه ننداره كې ښوول شوې ليكوالان يې دا دي :د محمد عثمان صديقي ، ((عاطفه)) ،دمحمد ناصر غرغښت ((زوم)) دعبدالرحمن پژواك ((دكبابى شاګرد)) دعبدالرشيد لطيفي (( اوه رنګونه ))، دعبدا لغفور بريښنا ((اشتباه)) دعبدالروؤف بينوا ((كار داهليت له مخي )). عبدالرشيد جليا ، عبدالرحمن بينا، عبدالطيف نشاط ، ملك خېل ، غلام محمد شاكر ، محمد اكرم نقاش ، محمد يعقوب مسعود ، احمدضياء او استاد بيسد هغه لوبغاړي دي، چې ددغو ډرامو اونندارو په ښوولو كې دښه چوپړ وياړ ورپه برخه دى. همغسي ، چې دكابل دپغمان تياتر سره سمدستي په هرات كې ډرامه ييزې هڅې پيل مومي ،همداشان دكابل دپوهنې نندارې له جوړيدو دوه كلونه وروسته په هرات كې هم بيرته د ډرامې عنعنه ژوندۍ او په غورځنګ راځې دهرات نندارې دفعاليتونو هڅې نه يواځې په هرات كې راايساريږي ؛ بلكې ډير ژر كابل ته هم راغزول كيږي . په ۱۳۲۸ هـ ل كې له هراته دښاغلي محمد علي ذره په مشرۍ دلوبغاړو يوه ډله كابل ته راځي او په كابل كې ځينې ډرامې : (( پښيماني )) ،((خپلواكې )، د(( دناموس قرباني )) نندارې ته وړاندې كوي . په كابل كې ډرامه ييز فعاليتونه ورو، ورو پراخيږي او له پوهنې نندارې څوكلونه وورسته نورې نندارې لكه : مرستون نندارې ۱۳۲۶ هـ ل ، ښارې نندارې ۱۳۲۷ هـ ل ، علم وجهل ۱۳۲۸، هـ ل ،يوه په بله پسي زموږدملي ډرامې په غنا كې برخه اخلي . له هغې ورځې، چې غلام محمد ((فرهاد )) دښاري نندارې امتياز د مطبوعاتو له مستقل رياست اخلي ، په كابل كې ټولې نندارې ((پوهنه ننداره )) ،(( مرستون ننداره )) ، (( ښارې ننداره )) په خپل وار سره ښې حماسي او تاريخي نندارې دتياتر مينه والو ته وړاندې كوي. (( ميرويس خان )) ،(( ابوعلي سينا )) او ځينې نړيوالې ډرامې (( ملنګ دپړانګ په څيره كې )) او يا د مولير تارتوف يې غوره بيلګې دي. په ۱۳۳۴ هـ ل كې، چې د ښځو دآواز پر وړاندي لا ډير خنډونه نه وي ليري ، دښځو تيا تر بنسټ د (( بهار ))تياتر په جوړولو كيښوول كيږي . ددې تياتر لومړنۍ لوبغاړى ، دسارا ، ژيلا او عذرا په نومونو درې خويندې دي ، چې څه موده وروسته يې مرستې ته نسرين ، نجيبه نوروتن او دينا هم وردانګي او له دغو خويندو سره يو ځاى په ګڼو نندارو كې برخه اخلي . په ۱۳۳۴ هـ ل كې زموږ دملي ډرامې په بډاينه كې دوه لوى ګامونه پورته كيږي . لومړى ګام دښاغلي محمدعلي رونق په وړانديز او نوښت دتياتر لپاره ديوې ودانۍ جوړول دي او بل په همدغه كال دتياتر د دوه كلن روزنيز كورس پيل دى، چې دواړه په خپل وار زموږ دملي ډرامې په بشپړتيا يې بهير ښې اغيزې پريباسي . دتياتر دلومړني كورس استاذانواو زموږ دملي فرهنګ دغو وتليو استازو محمد علي رونق ،استاد بريښنا ،عبدالغفور روان فرهادي ، ضيا قاريزاده ، فرخ آفندي او نورو زموږ دملي تياتر د ډيرو نامتو لوبغاړو : مشعل هنريار(( اختر پيكر )) . درحيم سير ،ظاهرصديقي ، سرور خنجى)) په روزنه كې خورا پوره زيار ګالي . دافغانستان دملي تياتر په بشپړتيايې بهير كې ۱۳۳۶كال هم ځانګړى ځاى لري . په همدغه كال كې انجينر علي رونق دنړيوالې ډرامې خورا غوره نمونې ژباړي اوبيايې د ډاير كت چارې هم په خپله غاړه اخلي ، هغه ډرامې ، چې دى يې په دې كال په ژباړلواو ډايركت توانيږي : دفرانسې د نامتو ليكوال مولير : مظلوم ميړه ، اجباري طبيب ، موسيو دو پروسوناك ډرامې دي. په همدې كال زموږدملي ډرامې په تاريخ كې يو بل ښه ګام پورته كيږي او هغه د((زينب ننداره ))رامنځته كيدل دي، چې دوخت دميرمنوټولني مشره ميرمن زينب سراج يې داجازې اوفعاليت امتياز اخلي ، سره له دې ، چې ددې نندارې ټول لوبغاړي ميرمنې وي؛ خو نندارې له يوې مخې سيد مقدس نګاه كښلي اوډايركت كړي دي . په ۱۳۳۷هـ ل كې دپوهنې ، ښاري ، ميرمن اومرستون نندارې ترڅنګ بله ننداره ((لښكر ننداره )) هم په كابل كې سر راټوكوي . ددې نندارې مسوول دهيواد ښه لوبغاړى او ډايركتر وزير محمد نګهت ، چې دنورو گڼو وتلو لوبغاړو ترخوا ګڼې نندارې دهيواد د وسله وال پوځ منسوبينو ته وړاندي كوي. په دغو كلونو كې له يوې خواكه خورا نامتو بهرنۍ ډرامې ژباړي او ډرامې ته چمتو كيږي ، له بلې خواله دې يو كال ۱۳۳۸ وروسته زموږ دملي تياتر دغنا او نورو هيوادوالو له ډرامه ييزو تجربو څخه دګټې اخيستنې په موخه زموږ هيواد ته دپخواني شوروي اتحاد دوه تنه دتياتر ماهرين : شمس قياموف او محمدياروف، چې لومړى يې دډرامو په ريژه كولو او دويم په موزيك ډايركترۍ كې زموږ د نندارو له كاركوونكوسره د دوى په چاروكې ښه پوره مرسته كوي راځې. د دوى دواړو په لارښوونه په همدې كال (۱۳۳۸) هـ ل كې سمدستي دتوفيق الحكيم نامتو ډرامه(( په زړه كې بنده ګولۍ )) ، چې ښاغلي لطيفي ژباړلې وې ،نندارې ته وړاندي كيږى. سره له دې، چې په ۱۳۳۶- ۱۳۴۰ كې د ډرامو دښوونې خوندهسي نه وي؛ خو بيا هم په ۱۳۴۰ كې زموږ دملي هنر د غوړيدو لپاره يوه نوې اداره (( دښكلو هنرونو موسسه )) ، چې په خپل وار دډرامې ، موسيقۍ ، مجسمې جوړونې دوه كلن كورسونه پلي كوي ، جوړيږي . په ۱۳۴۱- ۱۳۴۲ كلونو كې ددې موسسې دمشر فيض محمد خيرزاده په مشرۍ دوه نړيوال شهكارونه دتتس ويليامير (( ښيښه يې نانځكه )) او ديو جې اونيل د((نارون په پښو كې هوس )) نندارې ته وړاندي كيږي. په همدې كلونو كې زموږ دملي تياتر په تاريخ كې يوه بله نادره پيښه كيږي او هغه دلومړي ځل لپاره په كابل كې دپښتو تياتر پيلامه ده ، په ۱۳۴۲ كې دنورو ګڼو ډرامو ترڅنګ په كابل ننداره كې دقهرمان په نامه پښتو ډرامه نندارې ته وړاندي كوي . قهرمان، چې له دري ژباړل شوې ډرامه وي ، استاد نظروف يې دلارښوونې چارې په غاړه لري او سايمه مقصود، ف فضلي ، محبوب رشيدي يې غوره لوبغاړي دي. داهغه ډرامه ده، چې دوخت صدراعظم ډاكتر يوسف يې له نندارې وروسته جوړونكي ته سل زره افغانۍ جايزه ور كوي . په ۱۳۴۲هـ ل كال كې داستاد نظروف د روسيې دمشهور ليكوال استروفسكي اثر(( بې ګناه ګنهكاران )) ژباړي او د ډايركت چارې يې هم په خپله غاړه اخلي ترهغې، چې دا دوه تنه بهرني استادان په افغانستان كې وي، دتياتر چارې خورا ښې پرمخ روانې وي؛ خو كله، چې دغه استادان بيرته خپل هيواد ته ستنيږي ، دتياتر فعاليت او كار هم څه ناڅه په ټپه ودريږي . سره له دې، چې د استاد نظروف له تګ وروسته بيا هم زموږ دملي تياتر دتنظيم لپاره بل استاد رحمت الله ايف كابل ته راځې؛ خو زموږ ملي تياتر له هغه دمه غورځيدلى وى كوم ، چې داستاد نطروف په وخت كې و . رحمت الله ايف په خپل وار زيا ر باسي، چې ځينې ډرامې نندارې ته چمتو كړي؛ خو هلې ځلې يې هومره ښه ثمر نه وركوي . دده په موجوديت كې ځینې ډرامې لكه : ((هغه مې پلار نه دى )) نندارې ته تياريږي؛ خو يوه يې هم بريالۍ او دليدونكو زړونو ته لا ر نه مومي . دده په وخت كې تر ټولو ښه ډرامه دروسيې دكلاسيك ليكوال ګوګول مشهوره ډرامه (( مفتش )) وي، چې دنندارچيانو له ښه هر كلي سره مخ كيږي . ددې لپاره ، چې تياتر او ډرامې بيرته خپل پخواني شان او مقام ته ورسيږي او تياتر په ټپه نه وي دريدلاى پوهنه ننداره په ښكلو هنرونو كې ادغام شوه او دواړه ادارې په كابل هنرې موسسه ونومول شوه؛ خو دغې چارې هم زموږ دملي تياتر دښه كيدو لپاره كومه ګټه ونه كړه او پايله يې ښه نه وه؛ ځكه ددغو دواړو ادارو ترمنځ دگډ كار روحيه ورځ په ورځ خرابيده ، له دې بابته په ۱۳۴۵ هـ ل كال كې د كابل هنري موسسه لغوه او پر ځاى يې دكولتور رياست جوړ شو . دكولتور رياست خپل كار له لومړي سره دتياتر د دوه كلن كورس له جوړيدو پيلوي ، دغه كورس له خورا ډيرو مراجيعينويواځې شل تنه انتخابوي او په دووكلنوكې یې د ډرامې دهنر په ډيرو خبرو پوهوي، دكولتور درياست په موجوديت كې سره له دې، چې زموږ ملي تياتر له خپله زوره وليدلى وي؛ خو په خپل وار دغه اداره زموږ د ډرامې په وده كې ښه برخه اخلي؛ اما كله ، چې دغه اداره ړنگيږي زموږ په ملي ډرامې يې اغيزه خورا بده وي . په همدې كال ۱۳۴۸ هـ ل كې زموږ د ډرامې روان كاروان په ټپه دريږي، په ځاى يې څو خصوصي نندارې ( صحنې) ښه زور اخلي ددې كال په اوږدو كې په هيواد كې (۲۷) صحنې دفعاليت جواز ترلاسه كوي . صحنې نه يواځې دا، چې دكابل نندارې هرڅه په ټپه دروې؛ بلكې تاو يې هرات ، كندوزاو مزارنندارو ته هم رسي اوپه لنډه موده كې ددغو نندارو ورونه هم پوري كيږي. دكابل اوهرات نندارې دفعاليت په ټپه دريده دهيواد ډير لوبغاړي ډايركتران ، ډرامه ليكوونكي او د ډرامې دچارو نور تنظيموونكي اړباسي، چې نورو مشاغلو ته اوږې وركړي ، آن ځينې داسي كسان :(احمد شاه علي ، حميد جليا . رحمت الله انصاري ، محمدي شفا )، چې په بهر كې دډرامې په برخه كې له اكادميكو زده كړو نوي راګرځيدلي وو، نه توانيږي، چې زموږ دملي ډرامې دبډاينې په پروسه كې خپلې زده كړې وكاروي؛ نو له بده مرغه نورو چارو او مشاغلو ته اوږه وركوي؛ خو له يو نيم كلن ځنډ وروسته ، چې محمود حبيبي د اطلاعاتو او كولتور وزير ټاكل كيږي .، تياتر او موسيقۍ ته بيا څه ناڅه پام را اړول كيږي. په همدې موخه داطلاعاتواو كولتور وزارت په چوكاټ كې دښاغلي خيال په مشرۍ دثقافت اوهنر په نامه يو نوى تشكيل جوړيږي . ددې تشكيل په هڅونه اولارښوونه له تياتره ګوښه شوي لوبغاړي بيرته تياتر او ډرامې ته مخه كوي او په لنډه موده كې ګڼې بهرنۍ ډرامې په پښتو او دري ژباړي اوبيايې نندارې ته برابروي . دهنراوثقافت اداره خپل لومړنى فعاليت په هنري پروګرام، چې د (( دهنر شپه )) نوميږي ، پيلوي په دغه پروګرام كې له فرانسې ژباړل شوي دوه پيسه (( وخت پيسي دي )) درې او غاښ جوړونكى (( پښتو )) نندارې ته وړاندي كوي ، له دې وروسته دروسيې دوتلي ليكوال ګوګل دمفتش ډرامه بيا له سره ښوول كيږي .داډرامه دليدونكودشميراوګټې ( ۳۵۰۰۰۰) افغانۍ له مخي ريكارډ ټينګوي . دثقافت اوهنر بله لاسته راوړنه دخوا ښې ډرامه ده ،چې نه يواځې په كابل؛ بلكې زينب نندارې ، بلخ،ناشر او كندوز نندارې كې هم د ډرامې دمينه والو هنرې تنده خړوبوي او لږه موده وروسته يې سرتاجكستان ته رسي اوهلته يې هم تاجكان په ليدو نه مړيږي . دثقافت اوهنر د ادارې يو بل ښه خدمت داهم و، چې په خپل وار يې د آر ډراماتيك كورس جوړكړ، چې دخپل موجوديت په موده كې يې زموږ د ملي ډرامې ګڼ مجرب لوبغاړي وروزل؛ خو كله ،چې ښاغلى محمود حبيبي له وزارته لري شي تياتر او تياتري هڅې بيرته ورو ورو په ټپه ودرول شي . په ۱۳۵۰ كې دګلونوانسامبل په نامه يوه اداره جوړيږي، چې ټوله پاملرنه موسيقۍ او اداري چارو ته رااړوي او دچارو مسوولين تياتر ته ښه پوره شا وراړوي . په ۱۳۵۱كال كې دثقافت اوهنر اداره وويشله شي اوافغان ننداره په اطلاعاتو او كولتور وزارت كې په يو خپلواك ارګان اوړي . دافغان نندارې خپلواك تشكيل ددې ادارې په كار اوفعاليت ښه اثر پريباسي . افغان نندارې په لنډه موده كې ګڼې نندارې راوباسي . دغه اداره، چې مشر يې فيض محمدوي ،لومړى دسيد مقدس نګاه اثر ((كچري قروت )) ډرامه چمتو كوي، په دې پسي خپل دويم محصول ۱۳۵۲ (( څو ك قاتل دى ؟)) ، درېيم محصول (( هر څوك ، چې لومړى وار وګټې كورته يې وړي)) او څلورم (( پرجيره)) يو په بل پسي نندارې ته وړاندي كوي . د ۱۳۵۲هـ ل دچنګاښ په ۲۶مه كله، چې شاهي نظام ړنګ او ځاى يې جمهوري نظام ونيسي ، سره له دې، چې داطلاعاتواو كولتور نوى وزير پوهاند ډاكتر نوين ددې وزارت لپاره وړسړى نه و اوكومه روښانه پاليسي هم دخپل وزارت لپاره نه جوړوي ، بيا هم تياتر او تياتري هڅې نه درول كيږي. (( درې تابلو )) دجمهوريت لومړنۍ ننداره ده، چې له درې پيسونو: وار خطا خسر د چيخوف ليكنه او درشيد پايا ژباړه او ډايركت وي (( ۷۱۹) خونه او(( واده جادو كوي)) جوړه وي . لومړنۍ ډرامه دعبدالحق واله ژباړه او دويمه داستاد بيسد ليكنه او دايركت و . دپنځوسمې لسيزې ۱۳۵۴ هـ ل كال زموږ په ډرامه كې ترټولو ښه كال وي ، چې د ډرامو دڅومره والي ( كميت ) او څنګه والي ( كيفيت ) له كبله يې ښه كال بللاى شو . په ۱۳۵۴كې دمصردسترليكوال توفيق الحكيم د(( دسولې غږ )) او مرحوم منان ملګري دوه بنې نندارې ته وړاندي شوي دي د پنځوس كلونو تر ټولوډيره مشهوره ډرامه، چې دليدونكو شمير يې له(۵۱۰۰۰) خورا اوچت و ، د(( ټګ او ټګمار)) ډرامه ده ، چې مهدي دعاګوى اوحميد جليا په گډه كښلې او مرحوم جليا يې د ډايركت چارې سرته رسولي دي . د ۱۳۵۷ دثور اوومه نيټه، چې د افغانستان په معاصر تاريخ كې ديوې لويې غميزې لوى باب جوړوي ،هسي ، چې زموږ دوګړو په اقتصادي ،ټولنيز ،سياسي ..... ژوند خپلې ژورې اغيزې شيندي زموږ په كولتوري بنسټونو هم خپله ژوره اغيزه شيندي ،چې زموږ دملي ډرامې مضمون تر ډيره شعاري اوسياسي ګرځوي؛ خو له دې ټولو خبرو سره، سره چارواكي د ډرامې غوړيدو ته ښه پوره پاملرنه رااړوي . له دغه بدلونه لږ څه وروسته دفرانسې دنامتو ليكوال اوژن يونسكو اثر ((نن شپه پاچا مري )) ژباړه او ډرامه كيږي، په دې پسي داعظم سيستاني ((درېيمه ضربه )) ، چې ښاغلي بيسد يې د ډايركت چارې پر غاړه اخلي، همدارنګه په بل كال (۱۳۵۸) دغه ډرامې يوه په بله پسي ښوول كيږي . دمرحوم عبدالقادر لمر( ځنځيرونه مات شول ) دحميد جليا په ډايركت ، داعظم سيستاني دسولي او داسدالله حبيب (خشم خلق) ...... په ۱۳۵۸ كې يوبل ښه ګام له زياتو كلونو وروسته پورته كيږي اوهغه بيا دآرت ډراماتيك كورس جوړيدل وي . د ۱۳۵۸ هـ ل له نيمايې وروسته ځيني مشهورو ډرامو لكه : د((بريښت ،ارباب پونتيلا او نوكريې ماتي)) دجان محمد پلارسپيدې وچاوديدې، دمولير اجباري طبيب او دمرحوم منان ملګري سياسي مداري هم د ډرامو دمينه والو هنري تنده ماته كړه . په ۱۳۵۹ كې، چې مرحوم حميد جليا بيا دتياتررئيس شي لومړنۍ هڅه يې دكوچنيانو دتياتر جوړيدل،جوړوي . شپيتمه لسيزه زموږ د ډرامې اوهنر دپرمختګ په پروسه كې ځانګړى ځاى لري ، په همدې لسيزه كې زموږ تياتر ددې جوګه كيږي، چې لوبغاړي نه يواځې په خپل هيواد كې دهنر مينه وال په ځان رامات كړي؛ بلكې فعاليت يې په نورو هيوادونو كې هم د خلكو پا م ځانته را ګرځوي . په ۱۳۶۴كې بيا زموږ هنري ډله په تاشكند ،تركمنستان او مسكوكې دشب اوشلاق ، دمورحماسه ،قاعده او استثناه ډرامې نندارې ته وړاندې كوي . په شپيتمو كلونو كې همدا شان ځينې نور نړيوال شهكارونه لكه : دجان پال سارتر ،(( تور او سپين ))اودبرښت ((مور))) هم نندارې ته وړاندي شول ،چې خورا ښه هر كلى يې وشو. په همدې لسيزه كې وه، چې دلومړي ځل لپاره زموږ په ملي ټلويزيون كې دټلويزيوني تياتر لړۍ داستاد لطيفي په اثر : (هغه مي پلار نه دى) پيل شو ، دويم ټلويزيوني تياتر هم دښاغلي سيستاني اثر (( ځمكه ده )) . له دې وروسته نورې ګڼې نندارې لكه : دمرحوم منان ملګري (( كله، چې مديرموقوف شي )). او يا (( وطن اوكفن )) ....او نورې نندارې هم وړاندي شوي ؛ خودنجيب الله درژيم په نړېدو زموږ ملي تياتر نه يواځې پرله پسي څوكلونه هيڅ فعاليت ونه كړ؛ بلكې دتياتر موجوده ودانۍ يې هم د جګړو له امله له خاورو سره خاورې شي . پاى |
|
+
پنجشنبه 1387/09/14بجې 13 سيدنظيم سيدي |
|
|
خادم احمد حقيقي
د ستر تاريخ ليكونكي ابن خلدون ټولنيز او فلسفي ليد پېژندنه: پوره نوم يې ولي الدين أبو زيد عبد الرحمن بن محمد بن الحسن بن جابر بن محمد بن إبراهيم بن عبد الرحمن بن خالد (خلدون) الحضرمي دى، چې په ابن خلدون يې شهرت موندلى. نوموړى د 733 هجري سپوږميز كال د روژې په مياشت كې، چې د 1332مېلادي كال د مارچ له ۱۹ مې سره سمون خوري په تونس كې زېږېدلى. زده كړې او دندې: ابن خلدون په كوچينوالي كې قرآن كريم حفظ كړ او نورې لومړنۍ زده كړه يې په خپل كور كې له خپل پلار څخه وكړې. د ابن خلدون پلار عبدالرحمن او نور نيكونه يې له وړكوني د پوهې او علم خاوندان وو، چې په اندلس او تونس كې يې د خپل وخت په سياسي ادارو كې لوړې رتبې او مهمې دندې درلودلې او ترڅنګ يې د زيات نفوذ او واك خاوندان هم وو. ابن خلدون په خپل كور كې له لومړنۍ زده كړې څخه وروسته، نور علوم لكه فقه، حديث، د شعر بدايع او ظرايف او ادبيات د خپل عصر له نامتو پوهانو څخه زده كړل او وروسته يې د عرفان او ارسطويي فلسفې پر مطالعه ځان بوخت وساته. ابن خلدون په شل كلنۍ كې، په سياسي چارو لاس پورې كړ او د اندلس او افريقې په بېلابېلو دولتونو كې د سفارت د كاتبي او حاجبي دندې درلودې. هغه څو ځله د سفارت دندې هم ترسره كړي. د ابن خلدون آثار: ابن خلدون دخپلې دندې پر مهال، بېلابېل بدلونونه او د دولتونو رامنځ ته كېدل او له منځه تلل په خپلو سترګو وليدل، چې هغه د خپلې پوهې او وړتيا په مرسته وكولاى شول، چې له خپلو سياسي مشاهدو څخه په ښه توګه ګټه پورته كړي او د دغو اسنادو او شواهدو په پاملرنه، ډېر ستر تاريخي آثار يې رامنځ كړل او په دې برخه كې څو بېلابېل كتابونه يې وليكل، چې موږ يې په لاندې ډول درپېژنو: ۱- مقدمه: ابن خلدون د خپلو علمي او څېړنېزو هڅو په دوام وكولاى شول، د اسلامي نړۍ ترټولو ستر فلسفي او تاريخي اثر ((مقدمه)) بشريت ته وړاندې كړي. ده د (مقدمې) په ليكلو سره د ټولنيزو علومو په ډګر كې د يوې نوې فكري او تګلارې باب پرانيسته او تاريخ يې د پوهې پر بنسټونو برابر خلكو ته وړاندې كړ. د ابن خلدون مقدمه، د اسلامي نړۍ ترټولو ستر او نوموتى تاريخي اثر دى، چې د لومړي ځل لپاره پكې د تاريخ فلسفې، ټولنپوهنه او د سياسي اقتصاد علم له مباديو او ټولنيز عدالت څخه بحث شوى. ابن خلدون د دې كتاب په ليكلو كې د خپل دور د نورو علومو له كتابونو څخه هم ګټه اخيستى 'مقدمه 'په ټوليز ډول له شپږو اصلي بابو او څو فصلونو څخه تشكيل شوى. د دې كتاب لومړى ټوك درې اصلي بابونه په بر كې نيسي، چې د ده د ژوند، آثار، زده كړې او دولتي او سياسي تجربو په تړاو په يوه مقدمه پيلېږي، همدارنګه دغه ټوك د ده د دوران مهمو پېښو ته شاملېږي. د يادونې وړ ده، چې د ابن خلدون دويم او درېيم كتاب هم د تاريخ په برخه كې ليكل شوى؛ خو المقدمه تر ټولو يو نامي او نه هېرودنكى اثر دى، چې تاريخي پېښې په كې له فلسفي اړخه په ژوره توګه څېړل شوي دي. د ابن خلدون فكري ځانګړنې: اروپايانو ابن خلدون د تاريخي فلسفې بنسټگر او په يوه نوې بڼه د ټولنيزو ليدلورو مخكښ بولي؛ د تاريخ په فلسفه كې د ده ليدلورى په لاندې ډول دى: ۱– دورگرايي يا دور پالنې: د ابن خلدون په فكري نظام كې، ټولنې هم له دوري ودې او پرمختيا څخه برخمنې دي؛ يانې ټولنې هم د خپل شتون په اوږدو كې بېلابېل پړاوونه ترسره كوي. د ده په اند، ټولنې او دولتونه هم د انسانانو په څېر له خپل ځانګړى ژوند څخه برخمنې دي، چې په ترڅ كې يې وجود مومي، لويېږي، وده كوي او د خپل پوخوالي، وړتيا او پرمختګ لوړيو پوړو ته رسېږي او وروسته خپل نزولي پړاوونه وهي. ۲ -تقديرپالنې: ټولنيز بدلونونه يو مسلم او بديهي امر دى او تاريخ په خپل دوراني تګلورى كې له داسې پړاوونو څخه تېريږي، چې دغه دورپالنې يې ناشونى ګرځوي. ۳ – د واك تمركز: د ابن خلدون په باور، عصبيت د سياسي واك د ترلاسه كولو او مبارزې په مفهوم دى. د تاريخ په لړ كې د واك كوم خاوندان، چې د عصبيت ځواك په وسيله پر نورو برلاسه شوي، په ځان غوښتنې، ناز او تنعم كې په ډوبېدو سره او همدا راز د ښكلا خوښونې، تبذير او اسراف له امله، د بل پياوړي دولت له خوا نسكور شوى او له منځه تللى. د ابن خلدون په ټولنيزو تګلورو كې بنسټيزې ځانګړنې او آر محورونه: موږ كولاى شو، چې د ابن خلدون تګلورى په لاندي محورونو كې لنډ كړو. ۱ – انسانان په غريزي ډول ټولنيز او سياسي دي. ۲ – ټولنيزې پديدې د مشاهدې او ارزونې وړ دي. له دوى څخه هر يوه كولاى شي، څو اړخيزې وي او د موضوع هر اړخ د ټولنيزو علومو د څانګو د يوې څانګې د ارزونې وړ ګرځي. ۳ – ټولنيز چاپېريال د طبيعي او اقليمي چاپېريال تر اغېزو قرار لري. ۴ – ټولنيز سازمانونه او جوړښتونه له يو بل سره تړاو لري او همدا راز يو له بله اغېزمن كېږي. ۵ – طبيعي او ټولنيز چاپېريال د انسانانو او د ټولنې د وګړو د شخصيت په جوړښت كې خورا تر ټولو زياتې اغېزې لري. ۶ – ټولنه او ټولنيزې پدېدې له فرد څخه بېل او خپلواكې نه دي؛ بلكې له يو لړ ټولنيزو قوانينو څخه پيروي كوي. د ابن خلدون په تګلوريو كې د عصبيت نظريې ارزونه: د عصبيت مفهوم د ابن خلدون د مقدمې زياتره برخه ځانته ځانګړې كړې ده او د هغه په سياسي او ټولنيزو ګروهو كې تر ټولو بنسټيزه ونډه لري. دغه اصطلاح د تړاو او يو ځاى والي په مانا ده، چې له عصب څخه مشتق شوى او د پلار له اړخه د انسان د خپلوانو په مانا راغلى او موخه ترې د خپل دولت او قبيلې له حريم څخه ننګه ده. ابن خلدون له دې مفهوم څخه په ګټه اخيستنې سره خپل فكر بيانوي او وايي، هغه انسانان چې په يوه ټولنيز چاپېريال كې ژوند كوي، د يو كششي ځواك په وسيله سره تړلي دي او هر هغه ټولنيز نظام چې له دې اړخه بې برخه وي هغه به، له منځه لاړ شي. د ده له انده عصبيت په انساني ژوند كې د خوځښت لامل ګرځي او هغه احساس دى، چې فرد يې له ډلې ( عصبه) لري. په حقيقت كې د ابن خلدون د عصبيت مفكوره هماغه ده، چې د نن ورځ د ټولنپوهنې په اصطلاح ورته ((انسجام)) وايي. عصبیت په خپل ټولنپوهنې مانا كې د دولت خوځښت، د يو قوم حياتي قوه هېواد پالنې، ملي شعور، ملي حس، ټوليزه روحيه او په اشرافي فرهنګ كې د ډله ييزې همغږۍ او نجابت په مانا كې راغلې. (( توين بي)) عصبيت يوه روحاني اوبدنه بولي، چې ټول سياسي او ټولنيز غړي ترې جوړ شوي دي. ((گیدنز)) بيا همغږۍ او تجانس د ټولنيز ژوند لپاره اړين شرط بولي. پر دې بنسټ، هغه شي چې ((ګيدنز)) ترې د تجانسي په مفهوم سره يادونه كوي، د ابن خلدون د ((عصبيت)) له مفهوم سره هېڅ توپير نه لري. د ((ايولاکوست)) په اند، د عصبيت هغه مفهوم، چې د ابن خلدون د نظريو په زړه كې قرار لري، هم د طبيعت او ذات او هم د تحول له اړخه، په كامله توګه يوه لانجمنه (جدلي) پديده ده. ((عصبیت)) هم د هر جدلي پديدې په ډول، د دوو متضادو لاملونو له يووالي څخه رامنځ ته كېږي. په دې ځاى كې له يوې خوا، قبايلي برابروالى او له بلې خوا د قبيلې مشرتوب ( رياست) په يو بل كې اخښل شوي، چې له يووالي څخه يې عصبيت رامنځ شوى دى. د عصبيت د سرچينې ارزونه: د ابن خلدون په باور كولاى شو، چې د عصبيت سرچينې په لاندينيو بېلابېلو لاملونو كې وپلټو: ۱ – خپلولي تړاونه: د ابن خلدون په باور، خپلولي او قومي غرور د عصبيت يو ترټولو طبيعي ډول دى؛ ځكه چې كه ديوې كورنۍ غړى ووينې، چې د كورنۍ له كوم غړي او يا هم له كوم خپل سره يې زورزياتى شوى او يا يې هم ورسره دښمني او لانجه شوى ده، دى په خپل ځان كې د خوارئ او كمۍ احساس كوي او دا په بشر كې يو طبيعي امر دى. ۲ – هم همغږي: همغږو كسانو په وړاندې د قومي غرور ښودل په خاطر صورت مومي، چې پديده له ولاء څخه حاصلېږي، لكه كورني تړاوونه او يا دې ته ورته. ۳ هم قسمۍ: هغه قبيلې چې په خپلو منځو كې د خپلوۍ تړاو و نه لري، كولاى شي، چې د تحالف ( همقسمۍ) له لارې يو له بل سره نژدې شي. ۴ - نسب و حسب: د نيكه او نيكونو له نسب لرلو څخه موخه دا ده، چې د يوې كورنۍ، ډلې او يا قوم د نيكونو او پلرونو سلسله له دې پرته، چې وينې يې يو له بل سره ګډ شوي وي، يو واحد كس ته ورسېږي؛ خو حسب بيا يو كورنيز، قومي او ملي غرور؛ يا هم مادي او مانېز مېراثونو بللاى شو، چې د يو قوم ټولو وګړو ته شخصيت وربښي؛ چې په ترڅ كې يې قومي غرور او يو له بل سره مرستې او همكارۍ ترلاسه كيږي. ۵ - دین: ابنخلدون ديني عصبیت د نورو ډولونو په پرتله پياوړى او غښتلى بولي، كه څه هم مذهبي عصبيت هم كولى شي يو ډول تړاو رامنځ ته كړي؛ خو ديني عصبيت، تړاو او ځواك دوه برابره كوي او ديني تګلاره هغه كركې او بخل، چې له يو بل سره د عصبيت د خاوندانو تر منځ پيدا كېږي، له منځه وړي او يوازې حق، رښتينولۍ او سموالي ته پاملرنه كوي. ۶ - د معيشت شرايط او چاپېريال: ابنخلدون چاپېريال او د معيشت ډول د عصبيت بله سرچينه بولي او وايي: د سختو جغرافيايي شرايطو له كبله ده، چې سارايانو ته بې سارې وړتيا او تحمل ور په برخه كوي. هغه زياتوي، چې د انسانانو له نازو نخرو ډك ژوند؛ تجمل پرستۍ او هوسا ژوند ته د دوى لېوالتيا د دې لامل ګرځي، چې د د وى د ياغيتوب او بې پروايۍ د عادتونو او صفتونو ارزښت كم كړي او د دوى مېړانې ته زيان ورسوي. د ابن خلدون په ليد لورى كې د عصبيت د نابودۍ او د له منځه تګ لاملونه: ابنخلدون، د دولت جوړېدنه، ښاريتوب او ښاري ژوند، د دين او اخلاقو نشتوالى، د زورواكۍ رواج موندنه، له مالدارۍ نظام څخه كرنيز نظام ته لېږدېدنه، د باج او ماليې اخيستل او همدارنګه په توكم او نسب كې اختلاط د عصبيت د زوال او نابودۍ له لاملونو څخه بولي. ابنخلدون او ټولنپوهنه: ابنخلدون هم د نننۍ رښتينو ټولنپوهانو په شان د ټولنپوهنې په برخه كې خپلې څېړنې له دې ځايه پيلوي چې .... د انسان له نوع څخه د يوې ټولنې شتون اړين دى او حكيمان دا مانا په دې توګه تعبيروي، چې انسان د مدني فطرت درلودونكى دى، پر دې بنسټ، بله چاره نه لري له دې پرته، چې يوه ټولنه رامنځ كړي. پر دې اساس ويلاى شو چې: ۱ – انسان په يوازې توګه نه شي كولاى خپلې اړتياوې پوره كړي او ټولې هغه چاري، چې د ده د پاتې كېدو لپاره اړين دي، لاس ته راوړي. ۲ – انسان د يو شمېر ځناورو پر وړاندې له ځان څخه د دفاع توان او وړتيا نه لري او د دفاعي ابزارو د كارولو په برخه كې د يو فرد وړتيا پوره نه ده. ۳ – په پاى كې، هغه خطرونه، چې انسان ګواښي، هغه د نورو پناه ته اړ كوي. پر دې بنسټ، انسان بايد ديو انسان په توګه په ټولنه كې ژوند وكړي. د ا د ابن خلدون په ټولنپوهنه كې د لومړنى بنسټيز مفهوم په توګه شمېرل كېږي. په دې ترتيب، هغه خپل ابتكاري پوهه داسې راپېژني: (( هماغه بشري عمران، انساني ټولنه او د هغو عوارضو او كيفياتو بيان دى، چې يو د بل پسې د انساني عمران په ماهيت او ذات ورزياتېږي. پر دې بنسټ، د ابن خلدون له انده د عمران علم( ټولنپوهنه) له هغه علم څخه عبارت ده، چې ټولنيزې پدېدې سپړي او موضوع يې د علومو او پوهو يوه ټولګه ده، چې معيشتي او اقتصادي اوضاع، حكومتي او سياسي سمبالښت، بشري لومړني او ښاري ژوند، چې نن يې اجتماعي پديدې نوموي، ده. ابن خلدون د ټولنيزو پدېدو د لاملونو او علتونو پر څرنګوالي څېړنه، د دې علم موخه بولي او زياتوي، چې تاريخ ښكارنده پېښې بيانوي، حال دا چې د عمران علم (ټولنپوهنه) د هماغې پېښې علتونه او لاملونه په ګوته كوي. ابنخلدون او ټولنيزه ارواپوهنه: ابنخلدون د ټولنيزې، ډله ييزې او همدارنګه توكميزې اروا په نوم د يوې پدېدې پر شتون باوري دى او په خپلو اروايي ټولنيزو څرګندونو كې، له سارايي او ښاريزو ټولنو څخه په زړه پورې بحثونه وړاندې كړي او وايي: ۱ – د ښاريانو په پرتله، سارايان خير او ښېګڼې ته نژدې دي، هغه پر طبيعي او ټولنيز بنسټ دا حكم په لاندې ډول بيانوي: طبيعي بنسټ: د ښاريانو په پرتله سارايان لومړي فطرت ته نژدې دي او له هغو بدو او ناوړو كړنو او عاداتو څخه، چې په وګړو كې د بدو او ناښايسته عاداتو د زياتېدو په پايله كې رامنځ ته كېږي، لرې دي. ابن خلدون زياتوي، چې د ښاريانو په پرتله د دغه ډله خلكو اصلاح آسانه ده. هغه ښاري ژوند د ټولنې پاى او د هغه پېژندنه بولي او پر دې اند دى، چې پايله يې فساد، بدۍ او له ښېګڼې څخه لرې والى دى. ټولنيز بنسټ: سارايان د خپل ژوند او معيشت د څرنګوالي لامله د ستونزو او سختيو پر ګاللو او زغملو روږدي شوي، چې معيشت د هغوى د لومړنيو اړتياوو په كچه كې دى؛ پر دې بنسټ، هغوى پر هغو ناښايستو او ناوړو خويونو، چې له سينګارپالنې، هوساينې او زياتې غوښتنې څخه رازېږېدلي، ككړ شوي نه دي. ۲ – د ښاري خلكو په پرتله سارايان مېړني دي: ښاريان د هوساينې او ارامۍ پر كټ ويده او په ناز و نعمت او سينګارپالنې كې ډوب شوي. دغه ډله خلك له خپل ځان او مال څخه د دفاع او ساتنې مسئله، هغه واكمن ته پرېښې، چې د دوى د تدبير او سياست چارې پر غاړه لري؛ نو ځكه ډېر په غرور او آسوده ګۍ سره يې وسله لرې غورځولې، چې نور نسلونه يې هم پر همدې دود روزل شوي دي؛ خو سارايان له غټو ټولنو څخه د بېلوالي او ساتونكو او پوليسو؛ د لويو او برجورو كلاګانو او دروازو د نه درلودلو له امله، په خپله له خپل ځان او مال څخه حفاظت او ساتنه كوي او پر خپلې مېړانې، سرزورۍ او اعتماد پر نفس د باور له امله، په يوازې توګه سفر كوي. دوى په مېړانې او سرزورۍ په دومره اندازه پر مخ دي، ته به وايي، چې دغه شيان د دوى په خوي او فطرت كې اخښل شوي دي . ۳ ښاريان له سارايانو سره د اختلاط په صورت كې، ځانونه پر هغوى تحميلوي: كه چېرې ښاريان له سارايانو سره ناسته ولاړه او يا هم له هغوى سره يو ځاى سفر ولري، ځانونه پر هغوى تحميلوي او هغوى د مسند په توګه انګېري؛ ترڅو د هغوى له ملاتړو څخه برخمن شي. په دې وخت كې، سارايان خپل ټول برخليك هغوى ته سپاري او په خپله هېڅ واك نه لري. په دې ځاى كې بنسټيزه مسئله دا ده، چې انسان د خپلو عاداتو او مانوساتو تابع دي، نه د خپل طبيعت او مزاج لاروى. انسان په بېلابېلو دودونو او ادابو كې له هر څه سره چې انس او مينه لري؛ ترڅو يې خوى او عادت وګرځي، په پاى كې يې هماغه شى د طبيعت او فطرت ځاى ناستى كېږي. ۴ – د ښاريانو په پرتله د سارايانو سرلوړى او برم زيات دى: په ښار كې هر څوك د خپلو چارو واكمن نه دى؛ د خلكو د چارو عهده لرونكى او رييسان د نورو په پرتله يوه وړه ډله ده. پر دې بنسټ، په ښار كې زياتره خلك دې ته اړ دي، چې د نورو واكمني پر ځان ومني او د هغوى د امرونو مطيع وي. دغه له نورو څخه پيروۍ او فرمانبردارۍ د هغوى د سرزورۍ او مېړانې د له منځه تلو لامل ګرځي. ابن خلدون او د هغه ځانګړې كړنلاره پېژندنه: د هغو ټولو وسيلو او لارو ټولګه، چې د نظر او پوهې خاوندان ترې حقيقت ته د رسېدو په موخه ګټه اخلي، كړنلاره بولي او د كړنلارو ارزونې ته ((كړنلاره پېژندنه)) وايي. د ابن خلدون كړنلاره پېژندنه، د تاريخ علم فضيلت او د كړنلارو څېړنې ته يې او هغه اوهام، چې تاريخپوهانو ته رادمخه كېږي او همدارنګه د هغوى د ځېنو لاملونو يادونې ته ځانګړې شوې ده. ابن خلدون وايي، چې د تاريخ علم خپله ځانګړې كړنلارې لري، چې هرڅوك يې نه شي ترلاسه كولاى، هغه زياتوي، دغه علم ډېرې ګټې لري او يوه شريفه موخنه ده؛ ځكه چې دغه علم موږ د پخوانيو خلكو له عاداتو او ماضي او د پيغمبرانو او دولتونو له سيرت او پاچاهانو له سياستونو سره آشنا كوي. هغه په دې باور دى، چې كه كوم څېړونكى او لټونكى غواړي، چې د دين او دنيا په چارو كې د تاريخ له تجربو څخه پراخه ګټه ورپه برخه شي ؛ نو اړ دى، چې لټونكي زياتو سرچينو او بېلابېلو علوموته لاسرسى ولري. د ده په عقيده نوموړى بايدد حسن نظر په لرلو له لوړ زغم او ټېنګا څخه برخمن وي؛ ترڅو وكولى شي، د حقيقت خوا ته په رښتينى ډول خپل يون پيل كړي او په دې لار كې له تېروتنو څخه ډډه وكړي. د ابن خلدون په باور، كه تاريخپوه يوازې د اخبارو په رانقلولو ډاډ ولري، بې شكه د تېروتنې كندې ته له لوېدو څخه په امان نه شي پاتې كېدلاى. ابن خلدون د تاريخ ليكونكو تېروتنې په لاندې توګه راپه ګوته كوي: ۱ – د روايت كوونكو ناخبري او غفلت او د واك او منزلت خاوندانو ته د نژدې كېدو لېوالتيا. ۲ – يوې عقېدې او مذهب ته د مورخ لېوالتيا او تعلق. ۳ – د اړتيا وړ علومو ته د تاريخ ليكونكو نه لاسرسى. ۴ – د تاريخ ليكونكو له يو بله تقليد. د ابن خلدون د كړنلارې پېژندنې مبنا او بنسټ بايد د تاريخي پېښو په عيني او منطقي كتنو كې وارزوو. له دې نه اخوا، دى له هغو لومړنيو كسانو څخه دى، چې په هوښيارۍ سره د تاريخي ځانګړنې اصل موندلى. كه څه هم د ده په باور تاريخي دورې يو له بل سره تړاو لري؛ خو هر تاريخي پړاو د ځانګړې څېړنې او ارزونې وړ دى. ابن خلدون او تاريخ: تاريخ پېژندنه د نوموړې كلمې په رښتينى مانا، له ((توسيديد)) له ۳۹۵ تر ۴۶۰ پورې رامنځ ته كېږي. البته له هغه څخه مخكې هرودت په ۴۲۵- ۴۸۰ كال كې له مېلاده مخكې، په دې برخه كې د يادونې وړ مرسته كړې ده؛ خو موخه يې دا وه، چې لرغوني داستانونه د هېرېدو له ګواښ څخه وساتي. په داسې حال كې، چې اور توسيديد د انسان د فكري تحول له پړاوونو څخه، يو پړاو شمېرل كېږي. د لومړي ځل لپاره انسان په شعوري ډول پر خپلو كړنو د پوهېدنې په لټه كې شو. ابن خلدون د تاريخ د تعريف په هكله وايي: (( تاريخ د نړيوالې ټولنې په توګه له انساني ټولنې څخه له خبر وركولو او هغو كيفياتو څخه عبارت دى، چې د دې ټولنې پر طبيعت عارض كېږي. لكه: توحش او يوځايي ژوند، عصبيتونه او د بشر د زبر ځواكۍ ډولونه، د يوې ډلې پر بلې برلاسه كېدل او هغه څه، چې د دغو عصبيتونو او برلاسه كېدو په پايله كې رامنځ كېږي؛ لكه: د پادشاهيو، دولتونو رامنځ كېدنې او په هغه كې دهغوى رتبې او درجې او هغه څه، چې بشر يې د خپلې هڅې او هاند له امله لاس ته راوړي. همدارنګه دندې، معاش، پوهې، هنرونه او نور عادتونه او حالونه څخه، چې د نوموړې ټولنې د طبيعت په پايله كې رادمخه كېږي.)) پر دې بنسټ د ابن خلدون په باور، تاريخ په حقيقت كې (( د پېښو او د پېښو د مبادي په اړه سوچ او څېړنې او د پېښو د لاملونو د موندنې په برخه كې له ژورې پلټنې څخه عبارت دى او همدارنګه هغه پوهه ده، چې د پېښو د كيفيتونو، لاملونو او حقيقي علتونو په هكله بحث كوي او له همدې لامله، تاريخ له حكمت څخه سرچينه اخلي او ښايي، چې د هغه له علومو څخه وګڼل شي. )) د سياسي واك سرچينه او د تاريخ دوراني حركت: د ابن خلدون په باور، د سياسي واك سرچينه، د انسان په حيواني ( غريزه ) سرشت او ډله ييز ژونديې په تجمعي ذات كې نغښتى دى. حيواني غريزه، د سركشيو، تاوتريخوالو، غوسې او تقلبي لېوالتياوو ښكارندوى دي؛ خو بالعكس د انسان تجمعي ذات، يو له بل سره مرستې او د ټولنيزو اړيكو او مناسبتونو همغږېتوب په بركې نيسي. له لانجو او شخړو څخه، چې له انساني ژوندانه سره څنګ نه لګوي، د مخنېوي په خاطر، انسانان اړ دي د يوه شخص امر او حكم منلو ته چې د نورو په پرتله ځواكمن وي، غاړه كېږدي؛ يانې د هغه چا فرمان ته، چې له جسمي او نفساني پلوه، د سمونونو د راوستو او د ټوليزو ګټو د ساتلو او لارښوونې وړتيا او توان ولري. د همداسې يو كس، شرطونه، د طبيعي اړتياوو پر بنسټ وي، چې د ټولنيز حالت په پيدا كېدو، رامنځ ته كېږي او په عين حال كې هم طبيعي او هم ټولنيز دى. په ټوليز ډول ابن خلدون باور لري، چې واك پنځه پړاوونه وهي: ۲ – د مطلق يا زوراكي حكومت پړاو او يا هم د قبيلې پر ټولو وګړو د يو كس واك او د مطلق حكومت پړاو. ۴ – د خوشالۍ او روغې جوړې پړاو. ۵ – د اسراف او تبذير پړاو، چې چارواكي خپل زيات وخت د عيش او خوښيو په محفلونو كې تېروي او هېوادنيو چارو ته رسېدنه نه شي كولاى، چې په ترڅ كې د هغه قوم په وسيله، چې ډېر عصبيت لري، مغلوبېږي. په لنډه توګه بايد يادونه وكړو، چې د ابن خلدون د تاريخ د دوراني خوځښت د نظريې پر بنياد، كله چې سارايان د زيات عصبيت د درلودلو له امله پر ښاريانو برلاسه كېږي او د نوي دولت د رامنځ كېدو لاملونه رامنځ ته كوي، قبايلي مشران له ښاري تجملاتو، اخلاق او عاداتو سره عادت كېږي او په تدريجي توګه خپلې مېړانې، ځان تېرېدنې، قناعت او سرزوري له لاسه وركوي او كمزوري كېږي او ورو ورو د خپل عصبيت قوه له لاسه وركوي. پر دې اساس، هغه قبيله، چې دمګړۍ د زيات قبيلوي عصبيت لرونكي وي، پر دوى غلبه مومي او هغه دولت يې چې مخكنى دولت يې رامنځ كړى و، له منځه وړي او د يو نوي دولت بنسټ ږدي، چې دغه د تسلسل او توالي لړۍ پاى مومي. په پاى كې بايد ووايو، چې د ابن خلدون نظريې د ده دور پورې ځانګړې وې، چې زياتره يې وروسته د پوهانو له خوا جرح او تعديل شوي هم دي. پاى
|
|
+
پنجشنبه 1387/09/14بجې 13 سيدنظيم سيدي |
|
|
دويمه برخه ليکوال:دکتورکامګار ژباړن:اسدالله وحيدي يادونه : په تېره ګڼه کې په يوه پرګراف کې تېروتنه شوې او ليکل شوي، چې دلومړي ځل لپاره رسمي عسکري او ملکي ښوونځي د امير دوست محمدخان په وخت كې جوړ شول په داسې حال کې، چې دغه ښوونځي د اميرشېرعلي خان په وخت کې جوړ شوي وو. له تاسې هيله کوم، چې په دې ګڼه کې دا تېروتنه ياده اوسمه کړئ. په درنښت اسد وحيدي
دويم څپرکى د امير شېرعلي خان په واكمنۍ كې د پوهنې حالت (1878-1868) داميرشېرعلي خان لومړى پلا پاچاهي په کورنيو ستونزو کې تېره شوه؛ خو ددويم ځل پاچاهۍ په په پنځو ورستيو کلونو کې يې د رسمي عسکري او ملکي ښوونځيو بنسټ کېښود او د پوهنې په برخه کې يې يو نوى خوځښت را منځته کړ. يو افغان تاريخ پوه وايي: ((اميرشېرعلي خان هغه پلان پلى کړ، چې سيد جمالدين افغان دافغانستان د پرېښوونې پر مهال ده ته ورکړاى و او د هغه په بنست يې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د رسمي ملکي او عسکري ښوونځيو بنسټ کېښود، چې له دې امله اميرشېرعلي خان په افغانستان کې د نوي مدنيت بنسټ اېښودونکى بلل کېږي)). داميرشېرعلي خان په واکمنۍ کې دوه حربي (عسکري) او ملکي (خوانين) ښوونځي پيل شول او همدارنګه ډبرينو چاپخونو (مطبعې) د کتابونو په چاپولو پيل وکړ او د هېواد لومړنۍ جريده (شمس النهار) په (1875) کال کې په همدې چاپخونې کې چاپ شوه. حربي ښوونځى دکابل په شېرپور کې پرانيستل شو، درې سوه زده کوونکي يې لرل اوټول ليليه و، چې لګښِت يې د دولت لخوا ورکول کېده. عملي او نظري تعليمات، لوستل او ليکل، ديني علوم او تاريخ په کې تدريسېدل او همدارنګه جنګي تعليمات، د ويشتنې قواعد، توپ، پلي او سواره تعليمات، نښه ويشتنه او داسې نور زده کوونکو ته ورښودل کېدل . ملکي ښوونځى د کابل په بالا حصارکې پرانستل شو، چې د هېواد د واکمنو او لويانو زامنو په کې زدکړې کولې، دغو ښوونځيو ليليه نه لرله، حقوقو، ادارې، سياست او ادبي علومو يې درسي نصاب جوړاوه. دغه دواړه ښوونځي د قاضي عبدالقادر له خوا اداره کېدل، هغه سربېره پردې، چې د دربارمنشي و دشمس النهارجريدې مسئول مدېر هم و، په واقعيت کې هغه د هېواد د پوهنې لومړنى افتخاري وزير ګڼل کيږي. ديادونې وړ ده، چې اميرشېرعلي خان دزده کوونکو چارې او د هغوى ازموينې خپله څارلې، له زده کوونکو به يې خپله پوښتنې کولې، لايق زده کوونکي به يې هڅول او په ډاليو به يې نازول. د رياضي، کيميا، جغرافيې او رسامۍ تدريس د لايقو بهرنيو استادانو پر غاړه و، د عسکري کسانو لپاره ښوونيزې رسالې وليکل شوې. په دې وخت کې د پوهنې جوړښتونه په دوه ډوله وو: يو دا چې ښوونې او روزنې په کورنيو او کليوالي مدرسو کې په همغه پخوانۍ بڼه دوام درلود او بل رسمي ښوونځي ، چې په کابل کې پيل شول او لګښت يې په ټوليزه توګه د دولت پر غاړه و. اميرشېرعلي خان په هېواد کې د رسمي ښوونې او روزنې د بنسټګر په توګه پېژندل کيږي ؛ ځکه د رسمي ښِوونځيو په جوړولو سربېره د هېواد لومړنۍ جريده (شمس النهار) هم د همدغه پاچا په وخت کې پر خپرونو پيل وکړ. که څه هم د اميرشېرعلي خان د وخت پوهنه محدوده وه؛ مګر په حقيقت کې دا په هېواد کې دعلم او فرهنګ په برخه کې يو لوى ګام شمېرل کيږي؛ ځکه د راتلونکو نسلونو لپاره يې د فکري او معنوي پرمختګ لاره پرانيستله. داميرعبدالرحمن خان په واکمنۍ کې د پوهنې حالت (1880-1901) داميرشېرعلي خان له مرګ وروسته افغانانو يوکال او نهه مياشتې د انګريز يرغلګرو پر وړاندې په جهاد کې تېرې کړې. په همدې وخت کې داميرشېرعلي خان زوى محمد يعقوب خان واک ته ورسېد او په پاى کې د دښمن لاس ته ولوېد، چې په همدې وخت کې د پوهنې په برخه کې هېڅ کار ترسره نه شو. له دې پېښو وروسته امير عبدالرحمن خان واک ته ورسېد او يو کال يې پاچاهي وکړه. په دې وخت کې د افغانستان نظم او اداره د انګرېزانو د لاسوهنې له امله ړنګه شوې وه. امير خپل ډېر وخت د هغو بې نظميواو ملک الطوايفيو په له منځه وړلو کې تېرکړ، چې په هېواد کې د انګرېزانو له وتلو وروسته رامنځته شوې وې او دښوونې او روزنې په برخه کې هېڅ کار ترسره نه شو. ددې وخت په فرهنګي تاريخ کې هېڅ رڼا نه ليدل کيږي . د اميرعبدالرحمٰن بې پروايي ترهغه ځايه وه، چې کولاى شو قصدي يې وبولو؛ ځکه چې هغه د نړۍ له فرهنګ او تمدن څخه خبر و؛ خو بيايې هم نه يو ښوونځى جوړ کړ او نه يوه جريده په داسې حال کې، چې په هېواد کې ددغو دواړو مخيينه هم موجوده وه. که څه هم څو رسالې چاپ شوې؛ خو هغه هم ټولې د پاچا د اطاعت، پر وخت د مالياتو دورکړې او دڅو اداري قوانينو په اړه وې. امير دکابل د لرګي خرڅولو (چوب فروشي) د بازار په جومات کې يوه کوچنۍ مدرسه جوړه کړه، چې کم فقهي مسائل به په کې تدريسېدل او د ده په وخت کې و، چې له بريتانوي هند څخه خرافاتي او اساطيري رسالې او مطبوعات افغانستان ته را روان وو او زموږ ځوان نسل يې د تيارو او فال اچونې لور ته کشاوه. د اميرعبدالرحمٰن کابو يوويشت کلنه دوره په يو ډول فکري ځوړتيا او تاريکيو کې تېره شوه. د انګريز او روسيې لاسوهنه، د هېواد د اقتصاد وروسته پاتېوالىاو د علم او فرهنګ په اړه دمينې نه شتون ټول د علم او فرهنګ په مخ کې پرتې ستونزې وې. امير په مسلکي او ځانګړو مسايلو کې يوه اندازه مينه لرله او وتوانېد، چې د وسلو او نساجۍ د کارخانو له لارې يوه ډله پوهان اوڅانګوال ټولنې ته وړاندې کړي. دده په وخت کې خلکو په پخوانۍ بڼه په جوماتونو کې زده کړې کولې او ځينو خلکو د سفر د ډېرو ستونزو په ګاللو سره په اسلامي هېوادونو کې زده کړې کولې، له دې سره سره د ځينو ديني مدرسو، لکه د کابل لرګي خرڅولو د بازار د جومات مدرسې ، لګښت د دولت له خواورکول کېده. دامير په يوويشت کلنه دوره د يوې مدرسې په جوړولو حساب نه کيږي؛ ځکه امېر له نړيوالو پرمختګونو خبر و او يو څه وخت يې په بهر کې تېرکړى و؛ نو له دې امله دا دوره هم دهېواد دښوونې او روزنې په برخه کې يوه توره دوره شمېرل کيږي. دامير حبيب الله خان په واکمنۍ کې د پوهنې حالت (1901-1919) داميرعبدالرحمن خان له مړينې وروسته دده زوى حبيب الله خان سلطنت ته ورسېد او اتلس کاله يې واکمني وکړه. دده دسلطنت په وخت کې د پوهنې دخپرولو، ښوونځيو جوړولو، رسنيو، د نويو عصري او ادبي کتابونو د تاليف او ژباړې په لار کې يو نوى خو _ځښت پيل شودده په وخت کې د هېواد د پوهنې په جسد کې نوى روح وځغلېد او د پوهنې د ټوليزو او پراختيا په لاره کې چټک ګامونه واخستل شول. داميرحبيب الله خان خورا غوره کار د حبيبيې ليسې جوړول و. امير د خپل سلطنت په درېيم کال (1903) كې د حبيبيې ليسه جوړه کړه او خپل ورور نصرالله خان يې دهغې آمر وټاکه، په لومړيو کې يې لس هندي او کورني ښوونکي او څلورسوه زده کوونکي لرل. درسي کتابونه يې په لاهور کې د حمايت الاسلام په ټولنه کې تاليف اوترجمه شوي وو. په يادشوي ښوونځي کې لومړنۍ دوره څلور کاله وه او په (1907) کال کې لومړنۍ دوره زده کوونکي له هغه څخه فارغ شول. د حبيبيې ښوونځي درې (ابتدائيه، رشديه او اعداديه) دورې لرلې. ابتدائيه (لومړنۍ) دوره څلور کاله وه او په هغه کې دينيات، دري، حساب، جغرافيه او مشق تدريسېدل. رشديه دوره درې کاله وه او دينيات، جغرافيه، تاريخ، پښـتو، دري، انګلسي اردو، ترکي، رسم، حفظ الصحه، متن او حساب په کې تدريسېدل. اعداديه هم درې کاله ويل کېدله، دينيات، دري،بښتو، تاريخ، جغرافيه، جبر او مقابله، مثلثات، تحليلي هندسه،طبعي حکمت، کيميا او انګلسي په کې تدريسېدل. حبيبيې ښوونځي د شاهي بانک شاته موقعيت درلود. د ښوونکو او زده کوونکو لپاره حاضرۍ او مهالويش جوړ او ټولګي طبقه بندي شوي وو، ښوونکي په څوکيو او زده کونکي په فرش کېناستل، پرته له ډېرو يخو او ډېرو ګرمو ورځو زده کړې په ژمي او اوړي کې روانې وې. د ښوونکو، مستخديمنو او نورو لوازمو کلنى لګښت يو لک پخې کابلۍ روپۍ تعين شوى وې. که څه هم د لېسې فارغين په لومړيو کلونو کې کم وو او وروسته له څوارلسو کالويې نولس فارغين ورکړل؛ خو له بله اړخه نوي خوځښتونه له همدې لېسې پيل شول. وروسته د يادې لېسې د زده کوونکو شمېر1534 تنو ته ورسېد او شپږ لومړنۍ څانګې يې د کابل ښار په مختلفو برخو کې جوړې شوې. په 1909کال کې حربي ښوونځى جوړ شو، چې درې اعدادي او درې حربي ټولګي يې لرل. قرانکريم، خط، حساب، هندسه، جغرافيه، جمناستيک، پياده تعليمات، د طبعيت معلومات، د اسلام تاريخ، صرف او نحوه، اثباتي هندسه، رياضيکي اصول، پياده مسلکونه، سپاره او توپچي، استحکام، مخابره، الجبر او عمومي تاريخ په کې تدريسېدل . ددې ښوونځي ښوونکي ترکان او افغانان وو، د زده کوونکو کالي او ډوډۍ د دولت له خوا ورکول کېدل او فارغين دافغانستان په ملي اردو کې نيول کېدل. حربي ښوونځي درې کوچنۍ بهرنۍ څانګې لرلې: ١- دخورد ضابطانوښوونځى. ٢- د جديدالاسلام (نورستانيانو)عسکري ښوونځى. ٣- د اردليانو حضور ښوونځى. دينياتو، دري، حساب، جغرافيې، نظامي نظري او عملي معلوماتو او سپورت يې درسي نصاب جوړاوه او ټول لګښت يې د دولت له خوا ورکول کېده. په١٩١٣کال کې دکابل دارالمعلمين جوړشو، چې درې کاله په کې تدريس کېده او له هرو درو کلو وروسته کابو دېرش تنه لومړني ښوونکي ترې فارغېدل. ډېرى ښوونځي دکابل په ښارکې وو او په ولاياتو کې ښوونې او روزنې په همغه پخوانۍ بڼه دوام لاره. يوازې په دري ژبه څو لومړني ښوونځي د اسلامي مسايلو د تدريس لپاره په نورستان کې جوړ شول، چې ديشمل، شکايي، وايګل، شاهي کلا او کاشمندي په کلو کې يې موقعيت لاره او په هغو کې دوولسو ښوونکو ٢٥٠زده کوونکو ته تدريس کاوه. استاد عبدالحى حبيبي د اميرحبيب الله خان د وخت د پوهنې په اړه داسې نظرلري : ((امير حبيب الله خان سره له دې، چې کومه کورنۍ ستونزه نه لرله او پوره وخت يې هم درلود په هېواد کې يې کوم مهم کار ونه کړ او له مدنيت څخه يې کم څه هېواد ته راوړل. دده له نېکو کارونو څخه د حبيبيې په نوم ديوه ملکي، حربي او د کابل په ښِار کې دڅو لومړنيو ښوونځيو پرانيستل وو او دده په وخت کې د سراج الاخبارافغانيه په نوم يو اخبار او څو چاپخونې هم جوړې شوې)). ياده دې وي، چې په هغه وخت کې لومړني ښوونځي په ډېرساده بڼه د يو يا دوو ښوونکو له خوا، چې په جوماتونو کې به يې ځانګړې زده کړې کړې وې اداره کېدل. په هغه وخت کې ښوونځيو ځانګړې ودانۍ نه لرلې او تدريس به په جوماتونو او کرايه شوو ودانيو کې ترسره کېده. د پوهنې جوړښتونه د سردار نصرالله خان او سردار عنايت الله خان په وخت کې، چې هر يو په خپل وخت کې د پوهنې ناظرين وو په لاندې ډول وو: دنصرالله خان په دوره کې: سرمدرس، هندي او کورني ښوونکي، دارالتاليف، د ادارې دفتر، کورني او محلي ښوونځي، د مامورينو دفتر او د پوهنې بوديجه، چې په کال کې يولک کابلۍ روپۍ تعين شوې وې. د سردارعنايت الله خان په دوره کې: د حبيبيې لېسې مديريت يا د هغې اداري تدريسي دفتر، د دارالتاليف مديريت، چې د حبيبيې مدرسې د دارالعلوم په نوم يادېده، د ښوونځيو عمومي مفتش، د پوهنې د ټولنې دفتر، د کورنيو او بهرنيو ښوونکو او مستخديمينو دفتر، د ښوونکو د معاش دفتر، د دارالمعلمين مديريت او د ښار د ښوونځيو مديريت. دعنايت الله خان د څارنې په وخت کې به په اونۍ کې دوه ځلې غونډې جوړېدې او د ښوونې او روزنې موضوعات او تعليمي مسايل به يې تر څېړنې لاندې نيول، دى د پوهنې د پراختيا او بهر ته د زده کوونکو دلېږلو په فکر کې هم شو. بويه له ياده ونه باسو، چې د همدې پاچا په وخت کې د لومړي ځل لپاره په ١٩١٨کال کې يو طبي ښوونځى پيل شو، چې نوي طبي مسايل په کې تدريسېدل. ددې کار لپاره يې دحبيبيې دلېسې يوه ډله هغه زده کوونکي، چې د اعداديې دورې ټولګيو ته يې لاره موندلې وه طبي ښوونځي ته انتخاب شول. عملي او نظري درسونو ددغه ښوونځي پروګرام جوړاوه او په ټوليزه توګه څلور کاله په کې زده کړې کېدې . وړاندوينه شوې وه چې ددغه ښوونځي زده کوونکي به ديو ځل لپاره لندن ته لېږل کيږي، دغه ښوونځي ډېر دوام ونه کړ؛ ځکه د اميرحبيب الله خان له وژل کېدو وروسته له منځه ولاړ. د مشروطيت دغورځنګ له منځته راتللو وروسته امير له پوهې او د پوهې له څښتنانو سره يو ډول ضد او بدبيني پيدا کړه او په دې فکر کې شو، چې د خپلو مخاليفينو د پاڅون لپاره زمينه برابره نه کړي. ددغه غورځنګ ډېرى غړي د يادو شوو ښوونځيو ښوونکي او زده کوونکي وو، همغه وو چې امير دپوهې د پرمختګ کار يو لور ته کړ او د خپلو مخالفينو په وژلو او بندي کولو يې لاس پورې کړاو يو ځل بيا دهېواد پوهنه په تيارو کې راګير شوه؛ ترڅو چې امير حبيب الله په 1919کال کې ووژل شو. ...نور بيا
|
|
+
پنجشنبه 1387/09/14بجې 12 سيدنظيم سيدي |
|
|
ليكوال : احمدعلي كهزاد ژباړنه :فرشته سادات
ليكدود او په افغانستان كې د هغه ځينې بېلګې د آرامي، خروشتي، شارادا، پهلوي پارتي، پهلوي ساساني، دين دپيري، يوناني او تانو كوشاني ليكدودونو منځ ته راتلل . د تاريخ له نظره ليكدود يوازينى عامل دى، چې له تاريخ څخه مخكې پېر له تاريخي پېر څخه بيلوي او له دې پلوه لرغون پېژندونكي او تاريخ پوهان هغه د تاريخي پېر بنسټ او عار ګڼي. په حقيقت كې ليكدو نه يوازې د تاريخي پېر بنسټ دى ؛ بلكې د نړۍ په اكثره توكمونو او ملتونو كې د ادبي تاريخ بنسټ هم بلل كېږي ؛ ځكه شفاهي ادبيات په ټولو خلكو كې يا په ټولو توكمونو كې عموميت نه لري او كه تر يوې كچې پورې يې ولري ؛ خو بيا هم هغه په سمه توګه نه دي ساتل شوي . ليكدود د سمڅ مېشتو انسانانو په مخيله كې د شيانو د دود په بڼه پيل شوى دى، د بشر لومړنيو ليكوالو په هره ژبه، چې به يې خبرې كولې خپل اندونه به يې د څيزونو په انځورولو سره هم د ځان او هم د نورو خلكو په ذهنونو كې مجسم كول او خپل ضميرونه به يې له زړه څخه ژبې ته را اړول . په انځورنو او نقشونو به يې نومونه ور پېژندل، تاريخ پوهان او ژبپوهان د ليكلو دغې لومړۍ طريقې ته نقشي ليكدود وايي، چې تر ټولو غوره بېلګه يې هيروغلف ده، چې يوه بشپړه او غوره بېلګه ګڼل كېږي او دغه بېلګه په مصر كې له 1926 ع كال راهيسې د افغانستان په سرحدي سند كې كشف شوې ده . په ليكدود كې تر دې وروسته يو څه بدلون راغى او پرمختګ يې وكړ، خلكو په دې لاره كې يو بل ګام اوچت كړ، ليك او اثر په بلې مرحلې كې ننوتل، چې هغه ته " علامتي ليك " وايي ژبيوهان هغه " يده" او " ګرام " بولي، چې دغه فرانسوي جوړښت له دوو كلمو څخه رغېدلى دى " يده " يانې مفكوره او " ګرام " يانې تورى او د هغه د جوړښتي اصطلاح مانا د مفكور ټاكل له نښو سره. د ليكدود په دغه ډول كې د ذات نوم موخه د هرې يوې مانا د يوې نښې لرونكې شوه او د دې پر ځاى، چې د څيزونو انځور وكاږي د هغوى له ځانګړو نښو څخه يې كار واخيست او په ځينو ځايونو كې غږونو هم د ليك په رامنځ ته كولو كې دخالت لرلو او په غږيز پړاو كې هر توري د غږيزې نښې سره د هغې د ويونكي استازي كوله . له دغه تدريجي پړاو له تېرېدو څخه وروسته ليك الفبايي بڼه غوره كړه د غږيزو تورو ممېزې د هغوى له مخارجو سره رامنځته شول او هر يو توري يو مخرج پيدا كړ كه هغه مصؤن و او كه غير مصؤن ؛ خو مخرج يې وموند. په دې طريقې كې د تورو د جوړښت وييونه او كلمات جوړېږي او پرته له دې ليكوال د څيزونو نقش او انځور ته او يا هم د څيزونو لپاره د نښو وضع كولو ته اړتيا ولري او په زرګونو نورې نښې او بڼې خپل ذهن ته وسپاري كولاى شي د لږو ډېرو دېرشو او يا څلوېښتو تورو په زده كولو د خپلې ژبې وييونه وليكي. د ليك د پيداېښت په هكله په نړۍ كې ډول_ ډول نظرې موجودې دي . ليك د سومريانو لاس ته راوړنه ګڼل كېږي په بين النهرين " سفل " كې اختراع شوى دى او فنيقيانو، كلدانيانو او آشوريانو په كې اصلاحات كړي دي. په نړۍ كې تر ټولو لرغونى او اسانه ليك فنيفي ليك دى او اكثره مهم ليكونه، لكه آرامي، عبري، سرياني، يوناني لاتيني، د سانسكريت " ديواناګاري " پهلوي او عربي له هغه څخه منځ ته راغلي، آريايي نژاده قوم په اصل كې له سامي څخه ليكدود رانقل كړى دى او په همدې نامه مشهور شوى هم دى. دغه آر ډېر ځله د هغوى د مدنيت د لرغونوالي پورې اړه لري، هغه آريايي، لكه " له آريانا ويجه " او هندوكش او دواړو غاړو ته او بيا له دې ځايه افغانستان ته او بيا هندوفارس ته غزېدلې دي، چې په آسياكې د آريايانو د ادب او تهذيب استازي كول او يا هم يوناني آريايي ډله، چې په اروپا كې يې د تهذيب او ادب په نامه يې خورا ډېر نوم خپور شوى دى. دغه دواړه ډلې متحدې دورې د ليكدود له را پيدا كولو څخه وروسته خورا ادبي او شفاهي پړاوونه ترسره كړي دي، چې سامي ډله له دغې ډلې څخه بې برخې ده، ويدي او اوستايي سندرې، چې د هغې بنـسټ او اساس افغانستان دى په دواړو وختونو كې په سينو كې حفظ كېږي او سربېره پر دې، چې لومړنيو زېرمو د اوستايي متونو په اړه يادونې كړې دي ؛ خو بيا هم هېڅوك د لرغوني او لومړني ليكدود د څرنګوالي د ټاكنې په اړه كوټلې پرېكړه نشي كولاى . حماسي كيسې، چې افغانستان يې تل مركز و ظهور او ماته به يې " دېوان " پورې تړله، كله چې پېشدايان په بلخ كې واكمن ول ؛ نو پر دي دښمنانو او ساميانو به ددغې كلمې په هكله فكر كاوه، دغې كيسې ته نغوته د حقيقتونو د څېړنو په ترڅ كې ښايي الفبايي ليكدود له ساميانو څخه مريا، فارس او هند ته رسېدلى او له هغه ځاى څخه د افغانستان پر لور راخوځېدلى دى . كه څه هم سومريانو د منځنۍ اسيا له كډوالۍ څخه وروسته د بين النهرين په سويل كې يا د ننني عراق په سويل كې اوسېدل د ليك سره يې له پخوا راهيسې پېژندګلوي لرله ؛ خو معمولاً د هغې رامنځته كېدل په خپل منځ كې د 3000 مخزېږد پېړۍ په شاوخوا كې نسبت وركولاى شو او هغه ورته والى، چې د دوى د ليكدود توري يې له " ميخ " سره لري ؛ نو ځكه ورته ميخي الفبا وايي ؛ نوموړې الفبا هم د نقشونو او هم د نښو مرحلې تېرې كړي دي او لكه څنګه، چې نغوته وشوه دغه ليك د فنيقيانو، كلدانيانو او اشوريانو له خوا اصلاح شوى دى او دغه اصلاح شوى ليك معمولاً د آرامي ليك په نامه يادېږي . له يوې خوا په نږدې ختيځ افغانستان، ايران او هند كې خپور شو او د نوي ليكدود بنسټ وګرځېد او له بله پلوه لاتيني او يوناني ليكدود له هغه څخه پيدا شول. آرامي ليكدود په هندوستان كې د سمندر له لارې د هندي، آرامي او يا هم د فينقي ملايانو له خوا په " 8-257 " پېړۍ كې خپور شو. ددغه مهال قرينې د لومړي ځل لپاره په مريا او په را وروسته كې يې فارس ته لمن وغزېده او د هغې د غزېدو لامل په هغه ځاى كې د آشوريانو او برماديانو سياسي سلطه فارسيان ول، پارسي ماديانو او هخامنشيانو وروسته له هغې، چې له آشوري قدرت څخه يې خپله خپلواكي واخيستله او خپلواكه واكمني يې جوړه كړه ؛ نو بيا ماديانو او هخامنشيانو د خپل ليك په بشپړېدو كې ډېر زيار وګاله او د خپلو آريايي ژبو لپاره يې پرته له آشوري سامي ځانګړو جولو څخه نوي توري هم اختراع كړل . آرامي ليكدود په افغانستان كې يا د ايران يا له هند څخه اويا هم له دواړو خواو څخه خپور شوى دى او ډېر داسې برېښي، چې د لويديځ له لوري د هخامنيشي له منشيانو سره، چې ډېرى برخه يې آشوري يا آرامي يهوديان ول د هخامنشي د امپراطورۍ په مالياتي دفترونو كې كار كاوه خپاره شول او له ختيزې خوا د موريا پر مهال د هغوى فتوحاتو په ځانګړي توګه د آشوكا په عصر كې د درنو او وزمينو فرمانونو په ترڅ كې د هندي خاورو او نور دراضي مفتوم كې په بې كچې توګه كوښښ كاوه، چې ممدې خپور شوى هم دى، لكه څنګه چې د ايران او هندوستان په خاوره كې د آرامي ليكونو ځينې بېلګې لاس ته راغلي، په همدې شان په افغانستان كې هم ځينې كتيبې موجودې دي، چې تر ټولو مهمه يې يو مهال په كابل كې وه، چې په يوه مثلث نمايي تېږه كې كېندل شوې يا ليكل شوې او د لاس ته راغلي ځاى له پلوه د " درون ته " په نامه يې شهرت پيدا كړاى. تر دې مهاله دوه تنه اروپايي پوهان " موسيوبېركلانو " او " موسيوديويون سومر " په " اكتااوريا لتاليا " او " سيريا مجله " كې، چې كومې څېړنې د درونتې كتيبې د ليكدود او ژبې په هلكه كړي ؛ نو دې پايلې ته رسېږي، چې د نوموړې كتيبې ليكدود " آرامي " او ژبه يې پراكرين ده . اصلاً دغه د تېږې كتيبه د آشوكا له فرمانونو څخه يوه ده ؛ نو ځكه ډېره د اهميت وړ ګرځېدلې ده . پورته مو يادونه وكړه، چې څه ډول آرامي ليكدود خپله لمن په افغانستان كې وغزوله، څېړونكي داسې اټكل كوي، چې د توكم مشران او د دفتر اهل د آرامي ليكدود له پېژندګلوۍ څخه وروسته په هغه كې يې لږ څه توپير رامنځته كړ او ددغې بدلونونو او اصلاحاتو په پايله كې په افغانستان كې يو بل ليكدود رامنځته شو د دغه ليكدود بنسټ د افغانستان په خاوره كې كېښوول شو او هم د لومړي ځل لپاره ځينې شواهد دلته وليدل شول او پوهانو هغه په بېلابېلو نومونو سره، لكه آرياني، ازيانوپالي، باخترويالي، باختر و هندي، كندهاري، سويل لويديزه، خروشتي اولي يې يادكړل، چې بالاخره خروشتي نوم ومنل شو. خروشتي ليكدود هم د آرامي په څېر له ښيي خوا څخه كيڼ لور ته ليكل كېږي. پخوانيو ليكدودونو د آرونو نيمګړتيا لرله. دغه ليكدود په عمومي توګه د افغانستان په سويل لويديځ كې دود و، د هغې د ودې او پراختيا مركز ګندهار و، دغه راز د هغه اثار او شواهد د هندوكش له شمال او سويل څخه د بودا په هډه بګرام، بلخ، جلال آباد، باميان او وردګ كې پيدا شوي دي . خروشتيانو له درېيمې مخزېږد پېړۍ څخه تر 4 _ 5 مسيحي پېړۍ د 7 – 8 سوه كالو پورې دوام وكړ، لكه څنګه، چې په افغانستان كې دځينو اسانتياو له مخې د دېوان لايفانو " اهل دېوان " د آرامي الفبا څخه خروشتي ليكدود منځته راوړ، په هندوستان كې د آرامي ليكدود بنسټ څخه يو بل ليك د برهمي په نامه منځته راغى . برهمي د خروشتي پر خلاف له كيڼ خوا څخه ښي لوري ته ليكل كېږي او دا د پنډتانو او روحانينو ليكدود و او د ټولو ليكدودونو، لكه هندي، تبت، سيلان او برها بنسټ وګرځېد او هم " دېوانګاري " ليكدود، چې د سانسكريت په ليكلو كې د استعمال وړ دى له هغې څخه راوتلى دى. برهمي په افغانستان كې دود نه و، د يونان او باختر ځينو پادشاهانو، لكه " اګاتوكلس " د " بانتاشون " او څو كاله وروسته له هغې څخه كېدادي سلاسي په خپلو مسكوكاتو كې ترې ګټه واخيسته. په افغانستان كې د برهمي يو ډول ځانګړي آثار په ختيزو سيمو كې خصوصاً د لغمان په دره كې موندل شوي او هغه اثار مو سيو فوشه " دشارادا " په نامه ياد كړل او د فرانسوي پوهانو په اند اته كتيبې يې تېرې شوې دي . د پهلوي ليك بنسټ د ميخي، برهمي، خروشتي او ديواناګاري ليكدودنو په څېر هماغه آرامي ليكدود دى، لكه څنګه يې چې نن پهلوي ژبې په پهلوي پارتي او پهلوي ساساني وېشي. ددې دواړو ليكدودنو بڼه په خپلو كې سره توپير لري . پارتيانو او يا اشكانيانو، چې له يونانيانو سره ضد لاره ؛ لومړى يي يوناني ليكدو او ژبې ته رسميت وركړ، لكه څنګه چې دغه مساله د هغوى له مسكوكاتو " سكه يي روپو " څخه څرګندېږي ؛ خو ډېره موده لا نه وه تېره شوې، چې پهلوي ليكدود د يوناني ليكدود ځاى ونيو، د پهلوي پارتي ليكدود آثار پرته له دې، چې لږه برخه يې تېږه كې ليكلي نور څه نه دي پاتي، په لومړيو كې ددې الفبا تورو د آرامي سره ډېر توپير نه درلود ؛ خو وروسته ورو_ ورو له هغې څخه منحرف شو . پهلوي ساساني ليك د پهلوي پارتي ليكدود څخه په مراتب ساده دى " 25 " توري لري، چې غږن او ناغږن په هغه كې شامل دي، دغه ليكدود هم پيوست او هم ناپيوست توري لرل، چې له لومړۍ برخې څخه يې د تېږو ليكلو لپاره او له دويمې برخې څخه يې د عادي يا ورځني ليكلو لپاره ګټنه كېدله . پهلوي ساساني په ټوليز ډول يو عيب لاره او هغه د يو شمېر آرامي وييونو ليكل ول، چې په سيان كې دننه ليكل شوي وو، د خلكو لپاره يې ډېرې ستونزې او اشتباهات راپيداكول، لكه څنګه مو چې يادونه وكړه پهلوي ساساني الفبا د مذهبي كتابونو د متونو ليكلو لپاره، چې هغه به يې په سمه توګه تلفظ كول ضروري ول نيمګړي شمېرل كېدل او مدبرانو د دې نيمګړتياو د لرې كولو لپاره په كار پيل وكړ، چې ددې زيارونو په پايله كې نوموړي د خپلو مذهبي ليكنو لپاره يو ځانګړى او بېل ليكدود جوړ كړ، چې هغه يې " دين دپيري " ونوماوه، چې دويمې هجري پېړۍ كې د پهلوي ساساني په هكله ليكل كېده . كرليتن سن وايي : د پهلوي ليكدود ستونزې په تلفظ كې د رومانيانو لپاره هم د اندېښنې وړ وګرځېد. نوموړو د خپلو مذهبي كتابونو لپاره " سرياني " ليكدود غوره كړ او په هغه كې يې سمونې راوستې. د مانا لخوا اصلاح شوى ليكدود په خراسان كې هم دود شو او د ماني پلويانو به زياتره له هغې څخه د سغدي ژبې په ليكلو كې كار اخيسته، دغه ليكدود د منځنۍ اسيا د قومونو د ليك بنسټ وګرځېد . د يوناني باختري دولتونو له ټينګښت سره د سم افغانستان په سويلي سيمو كې د دويمې مخزېږد پېړۍ له نيمايي څخه وروسته يوناني ليكدود په سويلي هندوكش د مسكوكاتو په منځ كې په رسمي دفترونو كې په تدريج سره دود شو. د مسيحي عهد له پيل څخه راوروسته د كوشانيانو ځواك له پيداكولو سره په يوناني الفبا كې او ياهم په په ځينو نورو كې بدلونونه رامنځته شول او په همدې توګه يوناني ليكدود اوښتلې بڼې ته د كوشانيانو په پېړۍ كې د " كوشاني يوناني " په نامه يادوي . هغه څه، چې دغه مفكوره پرې ټينګار كوي هغه د ځينو كتيبو كشفول دي، دى په وروستيو وختونو كې دوه دانو د تېږو خښتو باندې د سپره كوتل له هنر غوري څخه لاس ته راغلي دي او يوناني ليكدود د كوشاني ليكدود عهد د سمونو سره څرګندوي .
|
|
+
پنجشنبه 1387/09/14بجې 12 سيدنظيم سيدي |
|
|
ليكوال: حارس هملتن ژباړن : محمدعيسىٰ جاله وان سمون، حواشي، تعليقات او سريزه: سرڅېړونكى سيدامين مجاهد په هندوستان كې د روهيله پښتنو د حكومت پيل د افغانستان د تاتاريانو بې شماره قبايل " د پښتنو په عمومي نوم " [1]د هندوستان د شمال لويديځ سرحد په ټوله غرنۍ سيمه [2] پراته [3] دي او دې پښتنو د يوې اوږدې زمانې پورې د هندوستان ارت و بېرت او وسيع مملكت يوه ډېره لويه برخه د خپل محكوميت لاندې ساتلې وه . په دې پښتنو كې راپيدا شويو پادشاهانو تر درېو سوو كالو پورې په ډهلي كې سرشاهي تخت و تاج په خپل لاس كې وساته ... حتا دا، چې شمالي هندوستان بيا د نورو د محكوميت لاندې راغى او د ګوډ تېمور " تېمور لنګ " لښكرو د پښتنو حكومت پر بل مخ واړاوه. له دې پېښې څخه نږدې يو سلو څلوېښت كاله وروسته محمدفريد " شېرشاه سوري " په زور او زبردستۍ د هندوستان خاوره لاندې او غصب كړه [4] . څوك چې په " 90" لېږديز سپوږميز كال كې د همايون پاچا پر خلاف په خپل بغاوت كې بريالي شول او همايون پاچا يې د هندوستان له خاورې څخه باهر " بهر " ته وشاړه او د ډهلي د پايتخت په شاو خوا پرتو ګاونډيو سيمو كې يې داسې ناكرارې او پرېشاني راپيدا كړه، چې ددغو ضلعو خلك د هندوستان لېرې پرتو صوبو ته وتښتېدل، چې هلته د شېرشاه غوندې دغاصب پاچاله زور، ظلم او جبر څخه خپل ځانونه محفوظ او په امان كړي . شېرشاه په خپله هم يو پښتون و او دا هغه وخت و،كله چې ګڼو پښتنو د شېرشاه او د هغه له وارثانو څخه دا اُميد كاوه، چې د پښتنو يو بل خاندان به اوس د ډهلي په تخت كيني او هم ددې مقصد ترمخه له څلورو واړو غارونو څخه پښتانه د هندوستان د نوي شنهشاه ؛ يانې د شېرشاه تر بېرغ لاندې راغونډ شول . كوم خلك، چې د غاصب شېرشاه او د هغه د ملګرو د جبر او ظلم له وېرې د ډهلي له شاوخوا سيمو څخه د هندوستان لرو پرتو سيمو ته تښتېدلي وو په هغو كې ګڼ خلك د مغُلو د حكومت په لويو_ لويو دفترونو كې ملازمان وو . يا دوى د ظلمونو حاكمان او يا د مغُل حكومت لوى _ لوى جاګير وړ او شېرشاه بيا په دې ضلعو كې نويو ابادو شويو خلكو ته له تېښتېدلو خلكو څخه وزګار شوي جاګيرونه او ملازمتونه [5] وركړل . ګڼ خلك " چې په اصل كې پښتانه وو " شېرشاه د لويو _ لويو منصبونو خاوندان كړل او شېرشاه ددې ټولو خلكو " پښتنو " هر ډول ډاډګيرنه وكړه، چې د هندوستان خاورې په دغه برخه " له ډهلي څخه په چاپېرو پرتو سيمو " كې اباد شي او څه وخت د شېرشاه له مرګ " نه " پس، چې همايون د شېرشاه خوريې او وارث ته ماته وركړه ؛ نو " دا مهال " پښتانه په دې ضلعو كې د ډېر زور او قوت خاوندان وو . كومو بغاوتونو، چې هر وخت د مغُلو د حكومت امنيت او كرارې كرارۍ ته د شر او فساد اور لګولو، دغې بغاوتونو _ خوش بخته او نېكمرغه توريالي سرتېرو ته د ودې او ترقۍ او د يو امتيازي موقف [6] ګټلو لپاره يو ډېر لوى ميدان راپيدا كړى و او هر يو توريالى، چې به د داړه مارو يوه ډله راغونډولاى شوه هغه به ډهلي ته ځان ورساوه، چې بادشاه ته خپل او د خپلې ډلې خدمات پېش كړي او لكه څنګه، چې حكومت په دې پاليسۍ عمل كاوه، چې د مملكت په لرې لرې پرتو صوبو كې داسې خلكو له عهدې او منصبونه وركړي. څوك چې د څه خطرناكو مفادو او روابطو خاوندان نه وي ؛ نو له دې امله به بادشاه د مملكت د خدمت لپاره د تورياليو ځلمو او د هغوى د داړه مارو ملګرو پېكش منظور كړو، د عقل فكر [7] او احتياط څخه ډكې دې پاليسۍ بې له شكه، چې تر يوه وخته پورې د مغل پادشاهانو د اقتدار د قايم " ساتلو " ملاتړ وكړ او دغه هېواد يې روغ او سالم وساته ؛ مګر په اخر كې دا پاليسي د مغلو د زوال لامل شوه او دا ځكه، چې د وخت " د " اوړېدو سره جوخت ددې تورياليو او ددوى د وارثانو، اثر، سوچ نوم او شهرت او شمېر بيا دومره زيات شو، چې دوى يې په اخر كې د مغولو د وسيع مملكت د ټوټې _ ټوټې كولو قابل كړل او د هندوستان په ګڼو غني صوبو كې يې ځانله خپل ازاد او خپلواكه حكومتونه جوړ كړل . د مغُلو د سلطنت په ورانېدو " ړنګېدو "، چې د هندوستان په خاوره كې كوم مختلف واړه _ واړه ازاد حكومتونه جوړ شول په دې كې يو حكومت د كوتاهر [8] په سيمه كې هم جوړ شو كوم، چې په وروستيو وختونو كې بيا " په " عام طور د روهيلكنډ د حكومت په نوم مشهور شو " كه څه هم دا حكومت د خپل قوت او سرحدونو په لحاظ يو وړوكى حكومت نه و " . د روهيلكنډ دا حكومت د ګنګا د سيند ختېز " ې " غاړې ته د اوده د صوبې او شمالي غرونو د لومړۍ سلسلې په منځ كې پروت و . كوم غرونه، چې عموماً د كماوون، د غرونو په نامه يادولاى شي. د روهيلكنډ د حكومت د خاورې نقشه كه موږ جوړه كړو ؛ نو له دې څخه يوه بې قاعده [9] غوندې درې ګوټيزه نقشه جوړېږي، چې دوو غاړو ته ترې د ګنګا سيند او د كماوون د غرونو سرحد پروت دى . مطلب داچې د نوموړي مملكت د اوږدوالي او پلن والي صحيح اندازه ټاكل ګرانه غوندې خبره ده. البته په سر سري طور د دوى منځنى اوږدوالى تقريباً يوسلو اتيا ميله او د ټولو څخه زيات پلنوالى يې تقريباً " 90 " ميله دى، كوم پلنوالى، چې بيا ورو_ ورو كمېږي او د هردوار [10] په اخر سر كې ختمېږي، چېرته چې د ګنګا سيند " بې " د شمالي غرونو په منځ كې بهېږي . د روهيلكنډ د حكومت دا خاوره، لكه څنګه چې د معتدل اب و هوا په منځ كې ختمېږي، چېرته چې د ګنګا سيند د شمالي غرونو په منځ كې بهېږي . د روهيلكنډ د حكومت دا خاوره، د معتدلې اب و هوا په منځ كې پرته ده او بېلابېل ښكلي سيندونه پكې تېرېږي ؛ نو له دې امله دا " په " عام طور يو غني او زرخيزه مملكت دى او ګڼ ډېر مشهور ښارونه په كې آباد دي، په كومو ښارونو كې، چې اولا، بريلا، مراد آباد او رامپور د ستاينې وړ دي . دا ټول ښارونه د روهيليانو له زبردستۍ څخه دمخه_ د مغلو د شاهي پوځدارۍ _ صدر مقامونه وو او د اولاه او بريلا دواړه ښارونه په مختلفو وختونو كې د روهيليانو د ازادۍ په لنډ غوندې دوران كې د دوى د حكومت پايه تختونه هم پاتې شوي دي . كوم پښتانه، چې په دې كتاب كې لومړى د بيان شويو وجوهاتو پر اساس د خپل قسمت او تقدير ازمويلو لپاره كښته پرتو هېوادونو ته راغلي وو په هغو كې دوه وروڼه شاه عالم او حسين خان " 1082 _ 1672 ع " كال كې به د خپل پلار نيكه د عزيز وطن څخه راووتل او په كوتاهر كې اباد شول، بيا دوى د مغل حكومت په دفترونو كې معمولي غوندې ملازمتونه وكړل، بيا وروسته څه د ستاينې وړ واقعات په دې پورې اړوند شوي دي . د حسين خان درې زامن وو: دوندي خان، نعمت خان او سلابت خان دده لومړى زوى ؛ يانې دوندي خان د دې تاريخي كيسې په پاى كې يو مهم رول لوبوي . د حسين خان د مشر ورور شاه عالم خان دوه زامن وو: لومړى داوود خان او دويم رحمت خان . په دوى كې رحمت خان تر لومړيو څو كلونو پورې د څه مهم رول خاوند نه و د ده متعلق به موږ دومره ووايو، چې په لومړي سركې دى د يو تاجر په حيث د ژوند ميدان ته راووت او د لاهور او ډهلي ترمنځ يې تجارت او سوداګري كوله او بيا وروسته د سربلندۍ او لوړوالي په اوچتو منصبونو وټاكل شو . داوود خان [11] د عسكرۍ ژوند لاره غوره كړه او د نورو تورياليو پښتنو په شان يې د يو څو ملګرو له راغونډولو څخه وروسته، خپل خدمات حكومت ته پېش كړل، دى د مغلو په عسكرو كې د يو رضاكار په حيث ومنل شو . [12] او د مغُل حكومت وزير ولګېد، دى يې د مرهټو د حملور پر خلاف عمل او تجروبي ميدان ته ولېږو، مرهټو تر دغه وخته پورې ډېر زور او قوت حاصل كړى او د مغُلو د حكومت لپاره يې يو ډېر لوى خطر را پيدا كړى و، د نارو او ګواليا ترمنځ ټوله پرته سيمه د دوى له لاسه ورانه ويجاړه شوې وه او دوى د خپل لوټ تالان داېره د جمنا سيند د غاړو پورې غزولې وه. د مرهټو په مخالفت كې داوود خان د خپل نرتوب او تورې په بركت يو ډېر لوړ نوم وګاټه او د جګړې په دوران كې په يوه مخصوصه موقع د عسكرو له " يوې " لويې برخې څخه د جلاكېدو پر مهال يې هم د خپل تورياليتوب ثبوت وكړ او هغه داسې، چې " د " دښمن يوه عسكري ډله يې ناګومانه په لاره كې راګيره او له نور لښكر څخه [13] جلا كړه او له ځان سره يې د هغو يو څو هاتيان او نور د غنيمت مال بېرته راوړ . ددې خدمت په بدل كې داوود خان ته د شاهي پوځونو په بېرته رارسېدو، د بدايون په سيمه كې يوه وړه غوندې ضلع د جاګير په حيث وركړاى شوه، كومه ضلعه، چې د روهيلكنډ يوه برخه وه ؛ خو د امام، غير دلچسپ ژوند ده ته خوند نه ور كاوه او دده د ننګيالۍ زوى خصلت سره دې خبرې سمون نه خو، چې دى دې په كاله كې غلى كېني . له دې امله داوود خان يو وړوكى غوندې لښكر را غونډ كړ، په كوم كې چې ګڼو پښتنو ګډون وكړو او ددې پښتنې لښكر د مټو په زور يې د ګاونډي راجاګانو او لويو_ لويو زميندارو ډېر خدمتونه وكړل، چا چې به په خپلو كې د اخلاقي مسالو او كړكېچنو قضيو په موقع كې د داوود خا له خدماتو څخه استفاده كوله او خپلې كشالې او جنجالونه بۀ يې د طاقت، تورې او ټوپك په زور حل كول . د داوود خان د تورې د مېړانې د شهرت غږ اخر د كماوون د راجا غوږونو ته هم ورسېد، چا چې داوود خان ته د خپل خدمت او ملازمت بلنه وركړې وه او په لږه موده كې يې دننه، دننه د خپلو پوځونو كمانډ [14] داوود خان ته حواله كړو. په دې منصب او ماموريت كې داوود خان د خپل آقا لپاره له خير او فايد څخه ډك ډېر خدمتونه وكړل، البته داوود خان چې د خپلو وړو خدمتونو په بدل كې د كومو انعامونو او ډاډګيرنو اميدكاوه هغه هومره ډاډګيرنې د ده ونه كړاى شوې او هم له دې كبله داوود خان كوښښ راواخيست، چې پټ په پټه د كماوون د راجا له ملازمت څخه پښې وكاږي . خو په خپله دې ارادې د عمل كولو پر موقع داوود خان ونيول شو او راجا_ دې بېرحمه او بې انصافه امر وكړو، چې د داوود خان پښې دې پرې كړاى شي او د راجا د دې امر مطابق د داوود خان د پښو لوى _ لوى رګونه او پټې د چړو په زور سره راوښكل شوې او داوود خان د دې بېرحمه جسماني عذاب له كبله ډېر ژر مړ شو . له داوود خان څخه وروسته دوه زامن پاتې شول، چې د لومړي نوم محمود او ددويم نوم يې علي محمود و [15] په دوى كې د محمود متعلق څه مهمه واقعه د ستاينې وړ نه ده ؛ خو داد علي محمود ډېر لوړ قابليت، صبر او زغم او مستقل مزاجى و " چې د وخت د هنګامه خيز " و " تقاضاو سره يې همكاري كولې شوه" د كومو په بركت، چې پښتنو په روهيلكنډ " كې " د خپل يو ازاد مملكت بنسټ كېښوده[16]. داوود خان له ابتدا راهيسې په خپل وړوكى زوى علي محمود ډېر مين و او په وړوكوالي كې يې ده ته هر ډول پوځي او عسكري مشهود ورښوولي وو . داوود خان دغه رنګ په خپلو نورو كاميابيو او برياليتوبونو كې هم په دې نكته نظر د خپل دې كشر زوى علي محمود ډېر خيال ساته، چې ممكنه ده د مغُلو شهنشاهي حكومت د زياتېدونكي كمزورۍ له امله علي محمود يوه ورځ ددې قابل شي، چې د خپلو وطندارو پښتنو د كومك او ملاتړ په بركت د روهيلكنډ په خاوره كې د پښتنو د يوه ازاد او خپلواكه مملكت د پلان په عملي كولو " كې " كامياب بريالى شي . څه وخت، چې داوود خان په لومړي ځل د كماوون د راجا له پلاز څخه د ځان د خلاصولو سوچ او فكر وكړ ؛ نو هغه د خپل خوږ او زړه ته د ډېر نږدې زوى علي محمود په لاس د خپل مال د وتر زياته برخه بدايون ته منتقله كړه او داوود خان د مرګ په موقع ددې نتيجه دا شوه، چې علي محمود يو دم د ډېر زيات مال دولت خاوند شو او دده د پلار بې شماره قدر دانان خلك دده تر شا ودرېدل، د چا په سترګو، چې د داوود خان د مېړانو او نرتوبونو د نوموړي لپاره ډېر زيات درناوى [17] راپيدا كړى و او د چا خطرناكو حالاتو او ازمايل شوي نرتوب او بيا داچې، دا خلك ددې خبرې اهل او قابل ګرځولي وو، چې د هغه له ګڼو خواهشاتو څخه ډكو خيالاتو او ارمانونو ته عملي جامه واغوندي . د پلار په ميراث كې پاتې ډېر مال دولت او د پلار د بې شماره قدردانو خلكو په ملګرتيا كې علي محمود د عظمت الله خان ملازمت اختيار كړ. عظمت الله خان د منصب خاوند او د ډهلي د دربار له خوا د مراد اباد پوځدار ټاكل شوى و . [18] علي محمود په دې ملازمت كې ډېر ژر د عظمت الله خان په نظر كې خپل ځان د درناوي او احترام وړ وګرځاوه او د عظمت الله خان د اثر او رسوخ په بركت يې هغه بخشش او انعام بېرته راوګرځاوه، كوم به چې دده پلار ته وركول كېده. دغه رنګ ورته د ډهلي د شهنشاه لخوا د يوې ډېرې لويې پګنې " سيمې " د ماليې راغونډولو اجازه هم وركړاى شوه او يو جايداد هم ورته د سلطنت له خوا وركړل شو، كوم چې علي محمود د خپلو ملګرو د كومك لپاره په ډېر عقل او هوښيارتوب د خپلې قبضې لاندې واخيست . عظمت الله خان په دې ورځو كې ډېر ژر شاهي دربارته بېرته وغوښتى شو او د عظمت الله خان د غيابت [19] له كبله، چې كومه موقع علي محمود ته په لاس ورغله، علي محمود د هغې نه پوره_ پوره استفاده وكړه، چونكه په دغه موقع د بادشاه څوك نماينده موجود نه و، څوك چې د علي محمود د جذباتو كنټرول او يا د هغه د ارادو مخه ونيسي . [20] نو له دې امله علي محمود په خپل واك او اختيار يو لوى پوځ راغونډ كړ او هغه ځمكې يې د خپل لاس لاندې ټينګې ونيولې، د كومو واك اختيار، چې ده ته د عظمت الله خان د اثر رسوخ له كبله وركړاى شوى و او چونكه د هندوستان په دې برخو كې به هر وخت بې روزګاره خلك " اكثر پښتانه " د كار او روزګار درك پسې ګرځېدل او دوى هر وخت دې خبرې ته اماده او چمتو وو، چې د هر يو را اوچت كړى شوى بېرغ لاندې راغونډ شي او هر يو موقف او مقصد لپاره د جګړې مېدان ته ور ودانګي ؛ نو له دې كبله علي محمود ډېر زر د خپلو خلكو او عسكريانو شمېره دومره زياته كړ [21] " د كومو شمېر، چې دده د پلار د مرګ په وخت كې له درېيو سووتنو څخه زيات نه و "، چې څه وخت د ډهلي نه د عظمت الله خان پر ځاى يو بل شاهي منصبدار وټاكل شو ؛ نو علي محمود بيا دومره قوي و، چې ده ته يې د برابرۍ په اساس خپل ځان معرفي كړ او ده يې ځينې ډېرې قيمتي تحفې او سوغات هم پېش كړ، چې په دې ډول يې د خپل اثر رسوخ لاندې راوړي . د مراد آباد نوى پوځدار دومره زر په علي محمود مهربانه شو، چې علي محمود دده په ذريعه له شاهي دربار څخه يو فرمان حاصل كړ، د كوم له مخې، چې علي محمود ته اختيار وركړاى شو، چې هغه ځمكې په خپله ولكه كې وساتي، د كومو يادونه، چې لومړۍ شوې ده . سربېره پر دې علي محمود ته يو وړوكى جاګير هم وركړاى شو، چې دى پرې خپل شان او عظمت تقويه كړي . علي محمود، چې په دې ډول د څه قدرې لوړې مرستې او نوم خاوند شو ؛ نو ده بيا د خپلې اندې پوره_ پوره كوښښ راواخيست، چې خپلې رابطې او علاقې قوي او نورې يې وغزوي، د حالاتو او واقعاتو اختيار د علي محمود د تقدير او قسمت سره ياري او مرسته وكړه او د علي محمود لپاره د خپلو مرامونو سركول اسانه شول او هغه داسې، چې په دې ورځو كې د ډهلي مغُلي دربار د اميرانو او وزيرانو دښمنيو او تربګنيو له لاسه ټوټې_ ټوټې پروت دى او د ډهلي مغلي حكومت خپل ډېر زور او قوت او اثر و رسوخ بايللى وو او علي محمود، چې په خپل زور او قوت غاوره و، د مغُل د شاهي حكومت د احكامو او فرمانونو دومره پروا يې ونه كړه او په بېلابېلو انو بانو[22] او حيلو يې يا خوبه د ماليې رقم او پيسې ټكې _ هډو له سره شاهي خزانې ته نه لېږلې[23] او يا به يې د دې په لېږلو كې ډېر ډيل مټ كاوه . ددې پر ځاى به علي محمود د خپلو ځمكو امدن [24] او حاصلات د پوځونو او لښكرو په راجمع كولو، د توپخانې او پوځي سامان په بيه د اخيستلو او ددې هرڅه د پاسه د هغه وخت د ګڼو لويو_ لويو خلكو په دوستۍ او نزديكت " نيزدوكت " مصرف كولې . دا ډول مصرف علي محمود په ډېر لوى زړه او د موقع په مناسبت په لويو_ لويو خلكو كاوه، چې دوى خپل دوستان كړي، دغه راز علي محمود د وړو او كښته مرتبو خلك هم په خپل عقل او فكر سخاوت او لوى زړه داسې راټينګ او خپل دوستان كړل " لكه " څرنګه يې، چې د لوړو مرتبو خلك خپل دوستان كړي وو . علي محمود اوس صرف د يوې موقع او چانس په انتظار كې و، چې د مغُل حكومت د محكوميت جغ د خپله څټه [25] وغورځوي او د خپلې ازادۍ او استقلال غږ هغه رنګ اوچت كړي، څرنګه چې د هندوستان نږدې پرتو صوبو كې اكثره ګورنرانو د خپلې آزادۍ اعلان كړى و، ددغې ګورنرانو په شان علي محمود هم د خپل استعداد د اعلان ميدان ته ځان راو ايست [26] كه څه هم دا ډول اقدام څه قدرې دوخته " او " ړومبى و . [27] عمدة الملك څوك، چې په دې ورځو كې د سلطنت لوى خزانه دار او په شاهي دربار كې د ډېر اثر رسوخ خاوند و، ده ته د اولاده او مينو ناه ضلع د بادشاه له خوا د جاګير په حيث وركړاى شوې وې، داضلعې له هغو ځمكو سره جوختې په پوله پرتې وې، كومې چې د علي محمود په واك او اختيار لاندې وې . د مغل سلطنت لومړي لوى خزانه دار_ يو خپل اعتباري سړى دغو ضلعو ته لېږلى " ليګلى " و، چې ماليې راغونډې كړي . دا خبره البته معلومه نه ده، چې دغه سړي ته د پښتنو متعلق څه مخصوص هدايات وركړاى شوي وو او كنه ؛ خو دغلته د رسېدو نه سمدستي پس _ دې سړي د جنګ جګړې اور بل كړى او هغه داسې، چې ده د ځينو داسې كلو " نو " د ماليې د ضبطولو كوښښ وكړ، په كومو چې د علي محمود دعوا لرله ؛ خو بل پلو د مغُل سلطنت د لوى خزانه دار دا نماينده په دې خبره ټينګ و، چې متازع كلي لوى خزانه دار د جاګير په پولو كې دننه پراته دي ؛ خو د علي محمود غوندې يو ننګيالى او باتور پښتون خپل حق داسې په اسانه بل چاته پرېښودلى نشو او ډېرو بحثونو، دليلونو او بې نتيجو خبرو اترو نه وروسته د مغُل سلطنت د لوى خزانه دار دى نماينده د تورې او ټوپك په زور د خپلو مقصدونو او عرضونو د سركونو اراده وكړه او چونكه د بادشاه نوم او اختيارات د ده زور او قوت ترشا ولاړ وو ؛ نو ده هسې عبث په دې خيال او نظريه ځان وغولو، چې هېڅ پوځونه به دده مخالفت او مخنيوى ونه كړي ؛ خو حالاتو او واقعاتو دا خبره ثابته كړه، چې دى څومره د يو غلت فكر او خيال په ټال ځنګېده او څه وخت، چې جنګ ونښت دى " چى، دى " په كې ووژل شو او پوځونه يې ټول په شا وتښتېدل . په دې لوټ او تالان كې علي محمود د دښمن په ټولو عسكرو او بې شمېره توپخانې خپل ځان نور هم قوي او مضبوط كړو. البته علي محمود له دې برياليتوب څخه دا يواځنۍ استفاده ونه كړه ؛ بلكې دده باتور اقداماتو او په سخيانو په شان له خپلو خلكو سره لوى او پرانيستې زړه سلوك د پښتنو په سترګو كې دده ډېر احترام او درناوى " درانوى " راپيدا كړى و او په دې قسم برياليتوب د علي محمود عزت او نوم په پښتنو كې دومره لوړ شو، چې بې شماره پښتانه سمدستي له چاپېره سيمو څخه راغونډ شول او علي محمود ته يې خپل خدمات پېش كړل او چونكه علي محمود به د پښتنو ډېر قدر او مدارا " مدار " كوله او د هغوى د ډاډګيرنې لپاره به يې د خپلو ضلعو ټول امدن او حاصلات په پښتنو كې مصرفول ؛ نو دا بې روزګاره پښتانه ډېر زر د علي محمود د مرام او موقف سره همنوا او ملګري شول او د علي محمود [28] د هر ډول مرستې او د هغه لپاره د هر ډول فداكارۍ په نيت يې ملا وتړله . علي محمود د مغُلو په شاهي دربار كې هم د يو قوي دوست له همدردو او خواخوږو څخه محروم او بې برخې نه و، څوك چې په دربار كې د علي محمود د بلنداخلاقۍ ثنا صفت وكړي او د پادشاه په وړاندې د هغه د مخالفت زور لږ كړي ؛ بلكې حقيقت خو دادى، چې په دې ورځو كې مغُل حكومت د ضمير فروشۍ او د بد ديانتۍ په يو داسې تورتم كې راګير و، چې بغاوت په بدو بونګو[29] او رشوتونو په خپله د خپل مقصد وكالت ډېر په اسانه كولاى شو او هر چېرته، چې په بډو بونګو په رشوتونو د خپل مقصد د حصول لار راوښكلاى شوه ؛ نو په دربار كې ديته به د اميرانو او وزيرانو د مصنوعي بې اصوله او چټي خواهشاتو او ارزوګانو له كبله شرمناكو دښمنيو او تربګنيو هم دا رنګ اثرات راپيدا كړل . په دې ورځو كې د وزير لويه عهده او منصب د قمر الدين خان په لاس كې و، څوك چې د ايماندارۍ او لوړو اخلاقو يو بلند انسان و. البته ممكنه ده، چې دده د اصولو راستي د عرصني خلكو د فوري مفادو د مخنيوي " مخي نيوو " لپاره يو اغېزمن دېوال نه و او چونكه علي محمود د خپل عظمت او لوړوالي د ابتدا راهيسې نوموړى وزير د خپل يو مخيز پام او توجه لاندې ساتلاى و ؛ نو له دې كبله يقيني ده، چې وزير به په هره داسې موقع د علي محمود مرسته او پشتبانۍ كړې وه، چېرته چې د نېكنامۍ او شهرت اصولو د هغه څخه د علي محمود غوندې د شخصيت د مرستې كولو تقاضا كوله . قمرالدين خان په دې په داسې حالاتو كې د هغو واقعاتو څخه هم بې غرضه نه و، كوم چې په مغُل دربار كې له يو او بل سره د دښمنۍ او تربګنۍ پيدا وار و او په دې ترڅ كې د قمرالدين خان عمده الملك ترمنځه بغض او كينې، دښمنۍ او تربګنۍ دوام درلود . لكه څنګه چې موږ لومړى عرض وكړ، د عمدة الملك په نماينده د برياليتوب او فتح حاصلولو نه وروسته علي محمود د عمدة الملك جاګير ونيو او ددې امدن او حاصلات يې د خپلو ضرورياتو " رفع كولو " لپاره استعمالول شروع كړل . بل پلو د مغُلو دربار د الوى خزانه دار ؛ يانې عمدة الملك د خپل نماينده په مرګ قهر او غوسې اخيستى و او څه وخت، چې هغه ته معلومه شوه، چې علي محمود د هغه جاګير ونيو او تر خپلې ولكې لاندې يې راوست ؛ نو ددې قسم بې رحمۍ خلاف يې ډېر فريادونه او شكايتونه وكړل ؛ خو د ډهلي مغلي دربار لوى وزير قمر الدين خان دې خبرې ته " څه " پام او توجه ونه كړه، چې ممكنه ده سبا " د هغه خپلو مفادو ته هم د علي محمود غوندې د يوه زړور غاصب د زور زياتيو له لاسه زيان " ور " وويني او قمر الدين خان په دې خبره خوشحاله و، چې د خپل رقيب ؛ يانې عمدة الملك پر وړاندې د ولاړ هر سړي پيشبينې او ډاډ گيرنه وكړي . له دې امله قمر الدين خان په مغل دربار كې د علي محمود په ډله ننګ ودرېد او دا دليل يې وړاندې كړ، چې علي محمود په دې وجه د سلطنت دلوى خزانه دار د نماينده سره لاس ولګاوه او جنګ جګړه يې ورسره وكړه، چې نوموړى نماينده له بيړې او تندې څخه كار واخيست او پر ځاى ددې، چې د خپل مرام او مقصد " د " پوره كولو لپاره كوښښ كړى واى، د كوم حصول لپاره، چې دى لېږل شوى و، ده دا كوښښ وكړ، چې د علي محمود مال دولت ولوټي او د لوت او تالان په دې مال خپل ځان غټ كړي . د عمدة الملك د نماينده د كار ګزارۍ او سرګرمو بيړې يقيناً، چې دې دليل ته، څه قدرې د انصاف رنګ وركړ او كه څه هم دا دليلونه كمزوري او ضعيف وو ؛ خو دغه وخت د علي محمود لپاره ډېر سودمند ثابت شول، څه وخت چې " د " وزير قمر الدين خان غوندې يو اعتباري او لوړ شخصيت ددې مرسته او پشتي وكړه . له دې څخه سمدستي وروسته يوه بله واقعه د مغُل سلطنت سره د علي محمود د وفادارۍ د زياتولو موجب شوه، چې علي محمود د مغُلو له سلطنت سره د وفادارۍ څخه غير نورې هېڅ ارادې نه لري كه څه هم علي محمود ددې شهرت او دومره لوړ نوم حقدار نه و او علي محمود، چې مغُل دربار كې د خپلو كوم مفادو خېر او ښېګڼې بنسټ اېښودې و، دې واقعې د هغې تصديق وكړو . د مغل سلطنت په موجوده بد حال او بده ورځ كې هر يو وړوكى زميندار دا اجرات كاوه، چې د حكومت خلاف بغاوت وكړي . د باراه [30] نومې قبيلې د سيدانو كلي څو كلونه پخوا د انوپ سبير په ګاونډ كې اباد شوى و " انوب سبير ښاريې نوم و " چېرته، چې ددې سيدانو مشر سردار سيدالدين د يو اجاره دار په حيث ټاكل شوى و، سيدالدين يو ورانكارى او شرى سړى و او دى ولګېد د خپل زور او قوت د حكومت د كمزورتيا له كبله يې، خپل خلك د بغاوت لپاره راوپارول او دا دسيسه يې هم جوړه كړه، چې په دغه سيمه كې د مغُل سلطنت كوم منصبداران او مامورين " چې " كار كوي، هغوى دې " يا " ووژل او يا دې ددغه ضلعې نه وشړل شي، ددې امضا و تلغا و او بد امنۍ په چقولو كې علي محمود " معلومه نه وه، چې په كوم نيت او اراده " خپل ځان د ډېر لوړ شهرت او نوم خاوند وګرځاوه او هغه داسې، چې دى د مغلو د شاهي لښكرو سره ملګرى شو، دوى باغيانو ټول پوځونه تار تار او منتشر كړل او د ياغيانو سردار په دې جګړه كې ووژل شو . په دې ترڅ كې عموماً دا ګومان كولى شي، چې علي محمود د مغُل دربار د لوى وزير قمرالدين خان په اشاره په دې جګړه كې د شاهي لښكرو سره په ملګرتيا كې د باغيانو زور او اوبه كړ او د علي محمود ددې مرستې او ملګرتيا د شكريې د اداكولو لپاره قمر الدين د مغُل شهنشاه په وړاندې د علي محمود د مېړانې او د مغُل حكومت سره د هغه د وفادارۍ ډېره ستاينه وكړه، ددې نتيجه دا شوه، چې مغُل شاهنشاه د علي محمود نه ډېر خوشحاله شو او علي محمود ته يې د يو اميرعزت او د نواب خطاب وركړ " د " دې سره جوخت علي محمود ته يو ضلعت [31] هم ور وباخه او سربېره پر دې يې د يو شاهي فرمان له مخې " ترمخه " پر هغو ځمكو د علي محمود د ملكيت تصديق وكړ، كومې چې علي محمود په غلا غلتۍ [32] او پټ په پټه تر خپلې ولكې لاندې راوستې وې . دغه رنګ د ډهلي د مغُل شهنشاه له خوا علي محمود ته نور امتيازي اعزازونه او عهدې هم وركړاى شوې، همدارانګه علي محمود هغه سړى و، چې په څو څو واره يې د مغُلو د حكومت د مفادو خلاف سر اوچت كړى و او اوس ددې قسم خوي خصلت او اخلاقو د خاوند سړي داسې ناګومانه او فوق العاده سرغړاوى " لوړونې " په مغل دربار كې يو " ه " نامناسب او بې ځايه خبره وه ؛ خو محمودعلي ډېر خوش بخته او نېكمرغه و، چې له حيرانتيا او تعجب څخه په ډكه طريقه داسې ژر د ډېر لوى نوم او اوچتى مرتبې خاوند شو . البته څه وخت، چې د علي محمود د بخت ستورى د شهرت او ناموس په اسمان كې ځليدونكى و ؛ نو په دغه موقع دى يو ځل په داسې كار و بار كې واوښت، چې په ډهلي " كې " دده د اثر رسوخ، حمايت او مرستې د خاتمې سبب شو . كيسه داسې وه، چې د ډهلي دربار لوى وزير قمر الدين خان ولګيد يو هندو راجه هيرانند يې د مراد آباد پوځدار وټاكو راجه هيرا نند د څه قدرې نوم او شهرت خاوند سړى و . د ډهلي دربار لوى وزير قمرالدين خان كه هرڅومره د علي محمود خان دوست و ؛ مګر له دې سره جوخت ددې خبرې له ضرورت څخه هم ښه خبر و، چې د افغان سردار [33] ؛ يانې علي محمود له جوش او جذباتو څخه د ډك خوى خصلت زور كمول او د يو حد دننه ساتل لازم دي . له دې امله د مراد آباد نوي پوځدار ته په مخصوص ډول نوي هدايات وركړاى شول، چې په دقيق ډول د علي محمود د خوي او خصلت او سرګرميو مطالعه وكړي، د چا خيالات او نظرې، چې اوس اوس يوې لوړې مرتبې ته د رسېدو له كبله، ډېر وسيع او پراخه شوي دي راجه هيرانند ته دا امر هم وشو، چې د پښتنو كومې ځمكې او وترې " چې " د مراد آباد د پوځدارۍ د اختياراتو او ولكې لاندې راځي او د حكومت خزانې ته، چې ددغو ځمكو كومه ماليه لا تر اوسه رالېږل شوې نه ده، دغه باقي " بقايا " ماليې دې راغونډې كړي. ددې شاهي احكامو د عملي كولو لپاره راجه هيرانند ته يوه لويه رساله [34] او درنه توپخانه حواله كړاى شوه . هيرانند خپل حكومت ته په ور رسېدو له علي محمود سره د ملاقات او ليدو خواهش وكړو ؛ خو علي محمود د راجه هيرانند سره له ليدلو څخه انكار وكړ " كه څه هم ددې ملاقات بلنې منل د علي محمود يوه لازمي وظيفه او د شاهي فرمان احترام كول وو " له دې نه وروسته سمدستي راجه هيرانند له علي محمود څخه د بدل خدمت د شاهي رقم رسمي غوښتنه وكړه او علي محمود د دې غوښتنې ځواب هم په خپلو انوبهاتو وركړ " د " له دې سره جوخت علي محمود د خپلو بې شمېره خلكو په راغونډولو پيل وكړ او د خپل مدافعت لپاره يې تياريانې راواخيستې " له " بله پلوه راجه هيرانند ته داسې معلومېده، لكه چې قهر او غضب او بيړې راخيستې وي او رښتيا خبره ؛ خو دا ده، چې اوس علي محمود ته كوم شاهي خطابات او اعزازونه وركړاى شوي وو د هغو له كبله د ډېرو خلكو په زړونو كې د علي محمود خلاف بغض او كينه راپيدا كړې وه او په دې ترڅ كې دداسې خلكو څه كمې نه و څوك، چې دې كار " ته " هر وخت چمتو او تيار و، چې په دې اميدونو لاس و پښې ووهي، چې علي محمود تباه او برباد كړي او دا ډول بد نيته خلك په دې كوښښونو كې اخته وو، چې راجه هيرانند دې خبرې ته جوړ او اماده كړي، چې د علي محمود په مقابل كې ښه سخته او له كبر او غرور څخه ډكه رويه اختيار كړي او د ويرولو پر ځاى نوموړي راجه ښه راوپاروي . لنډه دا چې يو پلو بدګومانۍ او بل پلو كركې او نفرت داوړه ډلې عملي اقداماتو ته جوړ " ې " او اماده كړي. په دې ترڅ كې پوځدار راجه هيرانند خپل پوځونه څه قدرې وخوځول راوخوځول او د پوځونو له دې نقل او حركت څخه داسې معلومېده،لكه چې نوموړى د علي محمود په سيمه كې د ځينو وړو_ وړو كلاګانو د نيولو اراده لري ؛ خو كه راجه هيرانند څه دا ډول ارادې لرلاى ؛ نو هغه د علي محمود نرتوب، مېړانې او تورې _ تالا ترغۍ او خاورې ايرې كړې او هغه داسې، چې : يوه ورځ " د " ګهيځ په خړه د علي محمود پوځونو د راجه هيرانند په لښكرو يوه ناڅاپي " ناساپي " حمله وكړه او ټولې لښكرې يې ورله بشپړې تار تار او ټوټې ټوټې كړې، د علي محمود لښكرو د راجه هيرانند د ماتو شويو پوځونو ټوله خزانه، توپخانه او د كيمپ ساز او سامان ونيوه او له دې جګړې څخه وروسته د نوموړى بدمرغه راجه وجود په خپله خيمه كې ټوټې وموندى شو او په دې هكله دا قوي ګومان كولاى شو، چې له يو ډېر بې رحمه مكر، فريب څخه وروسته راجه هيرانند وژل شوى دى . علي محمود دې الفا و تلفاو او شرو فساد څخه وروسته سمدستي د مغُل دربار لوى وزير قمر الدين خان ته ددې صحنې خبر وركړي او دا كوښښ يې وكړ، چې خپل ځان له هر ډول الزام څخه مبرا " برى " وساتي، چې ما دا هر څه د هيرانند د زور او د شدت په مقابل كې د خپلې دفاع لپاره په ډېر مجبوريت كړي دي. البته وزير قمر الدين خان په دې كاروايۍ مطمئن نه و، په كومه چې ده ته د خپل شخصي سازو سازمان كافي زيان رسېدلى و او هغه داسې، چې د هيرانند له لښكرو سره د لېږل شوي توپخانې او سامانونو زياته برخه د وزير قمر الدين خپل شخصي مال و او وزير د راجه هيرانند په مرګ هم ډېر درېدلى و ؛ ځكه چې نوموړي راجه د مغل دربار يو پخوانى اعتباري ملازم او د وزير مخصوص اعتمادي سړى و. له دې امله وزير قمرالدين خان خپل زوى مېرمنو " ميرمونو " د يو لوى پوځ او لښكر سره په علي محمود پسې ور ولېږه، چې د هغې خسارې او تاوان عوض او بدل له علي محمود څخه وغواړي، كومې چې د پوځدار راجه هيرانند د شكـست او ماتې په وجه شاهي اقتصاد او حكومت ته رسيدلي دي . ددې معاملې نوره برخه واضيح نه ده ؛ خو موږ ته بيا هم د خپل اند په دې واقعاتو كې څه كمې يا زياتى كول په كار نه دي ؛ بلكې ددې معاملې په بيانولو كې به په هغې داستان ملا وتړو، كوم چې ددې تاريخ په اصلي نسخه كې راغلي دي : مېرمنو سره د خپلو لښكرو ... نور په بله ګڼه كې ... [1] - لكه څرنګه، چې د پښتنو بېلابېل خېلونه، لكه بړېڅ، بنګښ، سوريان، لوديان، غوريان، غلجيان او نور د تاريخ په اوږدو كې هند ته تللي دغه راز تاتار افغانان هم د نورو په څېر هندوستان ته تللي او په بېلابېل ايالتونو او سيمو كې مېشت شوي دي . [2] - غرييزه سيمه . [3] - پروت . [4] - څرنګه، چې دسلطان بهلول لودي " د ډيلي پاچا " د پاچاهۍ په دور كې يو اعلان خپور شو، چې هر پښتون له سره بيا كه روهيله پښتانه وغواړي، چې د هغه نوكر شي ډېر جاګير او ښه منصب وركولاى شي ؛ نو له دې امله د شېرشاه نېكه ابراهيم هم د خپل زوى مياحسن په ګډون د افغانستان د ګومل ولسوالۍ د ژۍ له سيمې څخه " د سلېمان غره راوتلې پېڅكه " هند ته لاړ او نوكر شو. شېرشاه هم له نوكرۍ څخه د خپل ذاتي استعداد له مخې لوړو منصبونو ته ورسېد او بالاخره په 946 لېږديز سپوږميز كال كې، چې د قنوج په جګړه كې يې د ډيلي مغُلي پاچا همايون ته ماته وركړه او په دې توګه هم پاچا او هم د شاه عالم په لقب ملقب شو . په ډېر لږ وخت كې يې په ټول هند ولكه ټينګه كړه او د 952 لېږديز سپوږميز كال د ربيع الاول په لسمه وفات شو . وګورئ شېرشاهي تاريخ، عباس سرواني ، دولتي مطبعه ، پښتو ټولنه، 1354 كال، 246 مخ . [5] - ملازمات . [6] - شان . [7] - پكر . [8] - كوتاهر د روهيلكڼد د نوابۍ پخوانى نوم دى، دا هغه كوچنى ازاد حكومت و، چې د هندوستان په خاوره كې د مغُلو د سلطنت تر ړنګېدو وروسته رامنځته شو . [9] - قايده . [10] - هردوار [11] - داوود خان بړېڅي، چې د شمالي هندوستان په روهيلكنډ كې يې د روهيله پښتنو د نوابۍ يا حكمرانۍ بنسټ كېښود، د موتي بابا " محمود خان " زوى، د شېخ شهاب الدين " مشهور په كوټه بابا " لسمې او د دولت خان بدلزي لمسى دى، څوك چې د كندهار د شورا واك اوسېدونكى بړيڅ پښتون و . د ده زوى شيخ شهاب الدين لومړى د پېښور لنګركوټ او بيا د اباسين د پورې غاړې د چيچ هزاره سيمې ته لاړ، له شېخ شهاب الدين " كوټه بابا " درې زامن لرل، يو له هغو ښالم خان " شاه عالم خان " او يو وصلى زوى يې درلود، چې داوود خان نومېده. د شوكت افغاني د اثر په حواله داوود خان د ادم خان زوى ښوول شوى، چې د خپل تره " شاه عالم " تر سيوري لاندې لوى شوى دى، حافظ رحمت خان بړېڅي .... اكاډميسين رشاد ، 39 مخ . [12] - واخيستل . [13] - سره . [14] - قومانده، مشر، اداره . [15] - په ځينو دستاويزونو كې ويل شوي، چې علي محمود د داوود خان زوى نه و ؛ بلكې د پيداېش په لحاظ يو هندو و او داوود خان په خپل زوى " ګلوۍ " اخستى و ؛ مګر دا يوازې د واقعاتو سره مطابق خبره نه ده " ځكه چې مسلمان چېرې هم ځوك هندونه خپل زوى " ګلوۍ " اخستى نه دى ؛ بلكې دا " په " مجموعي طور يوه داسې خبره ده، چې دفارسي په اصلي مسوده كې يې هم مرسته شوې نه ده، په كومه مسوده كې، چې علي محمود " په " قطعي طور داوود خان د زوى په حيث راغلى دى د داوود خان د بل زوى محمود متعلق د فارسۍ په دې مسوده كې څه د ستاينې وړ خبره منسوب شوې نه ده او تش دده د نوم ذكر په كې شوى دى " . [16] - اساس، پخسه، لاره، قطار، پښتو تشريحي قاموس، 2 ټوك ، 134 درانوي . [17] - درانوي . [18] - د پوځدار لفظي مانا ده، د پوځونو قوماندان او دا يو داسې عهده دار وي، چې د يوې ضلعې د ګورنر او يا بفتنينټ په حيث كار وكړي، دا مقرري د پادشاه له خوا يو فرمان او امر له مخې كولى شي، كوم فرمان، چې دې پوځدار ته دا واك اختيار وركوي، چې د حالاتو د تقاضاو مطابق پوځونه راغونډ كړي او د جګړي اعلان وكړي " . [19] - غيرحاضرۍ . [20] - ووهي . [21] دا خبره به غالباً، چې لوستونكو ته له تعجب څخه ډكه ښكاره شي، چې يو غير مصروف سړى دې دومره په اسانه يو لوى پوځ راغونډ كړاى شي البته په دې ترڅ ك دا خبره د يادولو وړ ده، چې په هندوستاني عسكرو كې د هغو خلكو شمېر ډېر لږ وي، چا ته چې باقاعده معاش وركولى شي . په دې عسكرو كې به اسپ او نور ساز او سامان د هر يو عسكر خپل شخصي شيان وو او دوى به اكثرد نورو څه مقصد لپاره نه ؛ بلكې د لوټ تالان لپاره د جګړې مېدان ته ور دانګل . [22] - مكر، چل، حيله، دوكه، پلمه . [23] - ليګلى . [24] - حاصلات . [25] - سټه . [26] - وكښو . [27] - لومړى . [28] - علامه رشاد ددغه سړي نوم علي محمد ليكلى او زياتوي: د روهيلكنډ واكمن نواب علي محمدخان هغه يتيم هلك دى، چې د بدايون په سيمه كې پر داوودخان بړېڅي مين شو، هغه په زولۍ ونيو او د هغه تر مرګ وروسته د پښتنو سردارانو هغه د پښتنو د لښكرو سپه سالار وټاكه. حافظ رحمت خان بړېځي او د هغه كورنۍ. علامه عبدالشكور رشاد . د رشاد اكاډمي . كندهار : 1385 ، 41 مخ . [29] - د يو څه شي په بدل كې پيسې وركول " رشوت " د ورك شوي مال په بدل كې د پيسو اخيستل او نور. پښتو دري قاموس. د افغانستان د علومو اكاډمۍ، لومړۍ ټوك، خيري كتابخانه ، كابل افغانستان، 1386 كال ، 226 مخ . [30] - دا په هند كې يوه اسېدونكي قبيله وه . [31] - هغه ګنډل شوې جامه يا چين ده، چې د يو واكمن شخص له خوا چاته بخشش وركول كېږي، هدف نازول دي. فرهنګ فارسي عميد، انتشارات امير كبير تهران، 1383، 562 مخ . [32] - چل ول، په غلا ، مر او حيله، پټ په پټه . [33] - دلته له افغان څخه موخه پښتون دى، لكه څرنګه چې غير پښتانه هم د لوى افغان په نامه يادوي . [34] - r (i-a) sala كوچنۍ مجموعه، كوچنى كتاب ، د سپرو يوه ډله، يا يوه قطعه، لكه شاهي رساله او نور. پښتو تشريحي قاموس، د علومو اكاډمي، دويم ټوك، 1481 مخ . |
|
+
پنجشنبه 1387/09/14بجې 12 سيدنظيم سيدي |
|
|
... په تېر پسې
ليكوال: غلام حسين ده بزرگي ژباړن: مجيب اميري د نړۍ ادبياتو تاريخ ( له پيله د شلمې پېړۍ تر پايه ) د چين تاريخ د ځمكنيو علومو ( ډبرينې ټوټې ) [1] تر زمانې پورې رسېږي، كله چې پر ۱۹۲۹ كال د فوسيلي انسانانو اسكلېټ كشف شو، دا يې وښووله چې په چين كې د ډبرينې ټوټې ( د ډبرينې زمانې په لومړۍ دوره كې چې انسان په هغې كې د ډبرينو د ابزارو په جوړلو پيل وكړ ) يو ډول ژوندانه جريان درلود. د هوانگ هو، يانگ تسه وسي رودخونو په چين كې د لومړنيو انسانانو لپاره كرنيز امكانات برابر كړي وو.[2] چين يو پراخ هېواد دى او د هغه پراخ كرنيز فرهنگ د دغه هېواد په تمدن كې يې ستره ونډه درلودلې ده. د چين تاريخ له افسانو سره تړلى دى. چين له ميلاد څخه زر ( ۱۰۰۰ ) كاله وړاندې د امپراتورۍ او تمدن درلودونكى و. د يوه ليدلوري له مخې تمدن ممكن له بين النهرين، يانې له سومر څخه چين ته تللى وي. د دغه ليدلوري له مخې د سومر تمدن هم له مصر څخه اخيستل شوى تمدن بولي؛ په دې مانا چې تمدن ښار په ښار تر چين پورې رسېدلى دى[3]. د چين د خلكو دين له تايويېزم او كنفوسيوس له دين څخه مخكې جان پنداري، جادو، څو خدايي توب او كله كله توتمېزم و. كاهنان په غيب ويلو او جادو بوخت وو. د انسان قرباني كول هم د شانگ د لړۍ په دوره كې دود وو. [4] تايويېزم هغه دين دى، چې د تايوتسه په نامه يوه سړي د هغه بنسټ اېښى او خلكو ته يې تبليغ كړى دى . د دغه دين بنسټ د چين د خلكو پر عقايدو او سنتو ولاړ دى. په حقيقت كې د تايويېزم سرچينه هماغه طبيعت پرستي او د طبعي قواوو پر قدرت گروهمنېدل دي، چې له هغه نه مخكې يې په چين كې دود درلود. تايويېزم پر گڼو خدايانو باندې عقيده لري، چې ځينې لكه د اسمان خداى، د رحمت خداى، فوق الطبعي دي. كنفوسيوس، د چين د شمال د خلكو پوه، لومړى په ښوونځي كې د خپل دين په زده كړې پيل وكړ، هغه چې د مسيح له زيږېدنې ۵۰۰ كاله وړاندې ژوند كاوه د ماورالطبيعت پر قواوو او همدا شان پر جادو عقيده نه لرله، هغه تر ډېره اخلاقي مسايلوته پاملرنه كوله [5]. د هغه په خبرو اترو او ليكنو كې د پلار، مور، زامنو او دوستانو د دندو په اړه لارښوونې ليدل كېږي. دلايوتسه كنفوسيوس او بودا فلسفه د چين د خلكو د باورونو له جملې څخه گڼل كېږي . په منځنيو پېړيو كې چين له يوالي څخه برخمن و او لكه اروپا او حتا آسيايي هېوادونو غوندې لږ لږ په اړو دوړ كې ښكېل شو . پر ۱۲۱۵ زېږدي كال مغولو، د خانبالق " اوسني پكن " ښار وينو او په چين كې مېشت شول ؛ خو هغه وژنې، چې په ايران او ختيزې اروپا كې يې ترسره كړې وې، په چين كې يې ترسره نه كړې او د هغو برعكس يې د چين د خلكو آدابو او دودونو ته په درناوي پرمختگ وركړ، سمرقند او كاشمر يې هم، چې پخوا وران شوي وو، بيا ورغول . ماركوپولو په خپل يونليك كې د چين تمدن د اروپا له تمدن، په ځانگړي توگه وينز، چې د هغه د زېږېدلو ځاى دى په پرتلنې سره لوړ بولي او د چين له لرغونو ښارونو په ليدنې سره خپل د سترگو ليدلي او اورېدلي څيزونه ټول ثبتول . د هغه يونليك د اروپايانو پاملرنه د چين خلكو ته ورواړوله، له هغه وروسته چين د نړۍ والو او همدا شان د ښكېلاكگرو د پاملرنې وړ وگرځېد، شلمه پېړۍ د چين لپاره له پېښو ډكه پېړۍ وه . د دويم نړۍ والې جگړې په پاى كې چين كمونيست شو او د شوروي بلوك له هېوادونو څخه وگڼل شو . ادبيات: تر گردو دوديزه ډلبندي، چې د چين لويانو د خپلې سيمې د ادبياتو لپاره كړې، هغه څلورگونې ډلبندي ده . ۱- كلاسيك آثار: د كنفوسيوس دين او ښوونو، كره كتنې او ژبپوهنې په ارزونې پورې ړوند آثار. ۲- تاريخي آثار: د چيني لړيو تاريخ، د سياست د دوران خاطرې ژوندليكونه او فرمانونه . 3- علمي او فلسفي آثار: د منطق، كرنې، نجوم، طب، رياضي، نقاشۍ او خطاطۍ په برخه كې كتابونه . 4- ټولگې، مهمې تذكرې، شعري ټولگې او دې ته ورته نور شيان . [6] د چين ادبيات، اصلاً اشرافي ادبيات دي او د عاميانه گړدود له كارونې بهر دي . له " ۹۱۸ څخه تر ۹۰۷ " د تانگ د امپراطورۍ پر مهال شعر ځانگړى اعتبار او رونق درلود. په دغه دوره كې د گڼو شاعرانو په راڅرگندېدو سره د شعر د ډولونو او كالبونو په برخه كې هم پرمختياوې رامنځ ته شوې . په دغه دوره دوو نوموتي شاعران لي پو Lepo " ۷۰۱ – ۷۶۲ " او توفو Toufou " ۷۱۲ – ۷۷۰ " راڅرگند شول او په چين كې يې شاعرۍ ته پراختيا وركړه. په چين كې د نوي نثر بسنټوال هان يو Hanyu نومېږي، هغه كنفوسيوس ته وفادار و او خپل همت يې يواځې د كنفوسيوس د آثارو په خپرواي، بيانولو او ښوونه كې وكاراوه. د تانگ له امپراتورۍ وروسته د چين هېواد له يو لړ اړو دوړ سره مخ شو، تر دې چې د سونگ لړۍ د حكومت واگې ترلاسه كړې او له ۹۶۰ څخه تر ۱۲۹۷ پورې يې حكومت وكړ . د دغې دورې ليكوالو د اثر منځپانگې او بيان او همداشان د ښكلا كالب ته پاملرنه كوله. مغولو له ۱۲۸۰ – ۱۳۶۸ پورې پر چين حكومت وكړ، مغول وحشي وو ؛ خو ژر يې د چين فرهنگ ومانه. په چين كې د مغولو د حكومت دوره د ( يوان ) دورې يا زمانې په نامه ياده شوې ده . له مغولو څخه وروسته په چين كې د مينگ " ۱۳۶۸- ۱۶۴۴ " لړۍ پر چين حكومت وكړ. د دغې مغولي دورې ادبيات له ادبي ښكلا، د كلام فخامت او له تحّرك څخه خالي دي . شعر يې د مخكينيو دورو، يانې د تانگ د زمانو تقليد دى. " د مينگ په زمانه كې تر تياتر، رومان ډېر ښه وځلېد. تر دې مهاله كيسه ييز ادبيات په كيسه_ لنډه كيسه پورې تړلي وو، كه څه هم د سونگ په زمانه كې رومان يا اوږد داستان لږ لږ پېژندل شوى و؛ خو د بيان د يوه ډول په توگه تر اوسه عوامو كې له هنر او ادب څخه گڼل كېږي. ديوان د زمانې په وروستيو او د مينگ د زمانې په لومړيوكې، ادبيانو او ليكوالو د واقعي رومانونو ليكل پيل كړل. د دغه ډول ادبي بيان په ترڅ كې د آثارو په رامنځته كولو بريالي شول، چې د چين د ادب تاريخ د ټولو دورو غوره ادبيات گڼل كېږي . [7] د نولسمې پېړۍ په ورستيو كې چين له لوېديځو ادبياتو سره آشنايي پيدا كړه او د اديبانو او ليكوالو آشنايي د چين د ادبياتو د بدلون ( تحول ) لامل هم شوه. يو شمېر ليكوالو او شاعرانو په چين كې په بېلا بېلو برخو كې د آثارو په پنځولو پيل وكړ؛ شعر، ناول او ډرامې ښه پرمخيون وكړ او په حقيقت كې د چين په ادب كې ژور بدلون رامنځ ته شو او د ادبي اوښتون ( انقلاب ) د منځ ته راتگ لامل شو. چيني ليكوالو هم په دې اوښتون كې اغېزمن رول ولوباوه. جاپان: پېژندنه: په جاپان كې د تمدن پيدايښت_ د ځمكنيو علومو ( پارينه سنگي ) دورې له ټولو اړوندو نښانو سره لا هم گونگ دى. د ځينو ابزارو كشف؛ لكه زغرينه خولۍ، د آس د زين اړوند يراق، په مړستونونو كې زغرې دا جوتوي، چې گويا جاپان ته تمدن له بلې سيمې، يانې چين څخه تللى وي. [8] انځوريز چيني ليك په درېيمه زېږدي پېړۍ كې جاپان ته ننوت؛ خو څرنگه چې ډېرى جاپاني كلمې څو څپيزې وې؛ جاپانيانو په هغه ليك كې بدلونونه راوستل او نوې نښې يې پرې ور زياتې كړې. د جاپان خلك په پخوانيو وختونو كې د سيندونو پر كار و بار بوخت وو. د دغې سيمې د خلكو ژوند قبيلوي و او په دې وروستيو پېړيو كې ټولنې وركې رامنځ ته شوې. د جاپانيانو دين خداى پالنه وه. هرې قبيلې ځان ته بېل خداى درلود؛ خو له يو بل سره يې ورته والى درلود. كلونه وروسته كله چې قبيلې سره يو ځاى شوې او ملي يووالى رامنځ ته شو؛ خدايان هم سره يو ځاى شول او يو شمېر گډ ملي خدايان منځ ته راغلل. د جاپان امپراتوري د قبيلو د يوې پر بلې پسې واكمنۍ په پايله كې منځ ته راغله. امپراتور او كورنۍ يې ټولنيز دريځ او مقام درلود. جاپاني ټولنه په اوومه او اتمه پېړۍ كې، لكه د نولسمې پېړۍ وروستيو او شلمې پېړۍ لومړيو غوندې د لوى بدلون او تحول شاهده وه. او ټولنيزې نښې په ټوليزه توگه له منځه لاړې. د شپاړسمې پېړۍ په منځنيو كې، پرتگاليان د نړۍ لومړني خلك وو، چې جاپان ته يې لار وموندله. له هغوى وروسته اسپانيايانو، هالينديانو او انگرېزانو له جاپان سره سوداگرۍ ته زړونه ښه كړل. جاپانيان ډېر ژر پوه شول، چې د غه د سوداگرۍ په پلمه تگ راتگ د جاپان په گټه نه دى؛ له دې امله يې د خپل هېواد ورونه د نورو بهرنيو هېوادونو پر مخ وتړل او څو پېړۍ يې د بهرنيانو له ورتگ څخه مخنيوى وكړ. د نولسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې په لومړيو كې، چې د جاپان او اروپايي هېوادنو تر منځ سوداگري دود( متداوله ) شوې وه؛ د جاپان حكومت د خپل فرهنگ له لاسه وركولو او بې ښه بې بده د لوېديځ فرهنگ له منلو پرته له نړۍ والو هېوادنو سره د دوستۍ اړيكې ټينگې كړې. په دويمه نړۍ واله جگړه كې امريكا پر جاپان اتومي بم واچاوه او جگړه پاى ته ورسېدله. ادبيات: د جاپاني ادبياتو لرغونې برخه شعر جوړوي. د قطعو لنډوالى د جاپاني شعر له سترو ځانگړنو څخه بلل كېږي. همداشان ايجاز د جاپاني شعر يوه لويه لوښه ده؛ حتا په ويرنو كې هم ايجاز كارول كېږي، لكه چې مېرمن ( كاگانوچي يو ) د خپل مېړه پر مړينه ډېره ودردېدله، خو يواځې دومره يې وليكل: (( هغه څه چې په نظر راځي نه شته مگر، خيال دى. ويدېږم...، راويښېږم... څومره پراخه ده، له مېړه پرته، بستره. )) [9] د تانكا شعر جوړول، د فن يو ډول گڼل كېده. تانكا شپږ مسريز شعر دى؛ له قافيې پرته پنځه او اته څپې لري. په شپاړسمه پېړۍ كې د جاپان خلكو د تانكا شعر اوږد باله او هغه يې درو مسرو ته راټيټ كړ او (( هايكو )) يې ورباندې نوم كېښود. هايكو د يوه اووه لس څپيز واحد په شاوخوا كې فورم دى. د هايكو بېلگه: لرغونى حوض هو، او د چينډخې غږ چې په اوبو كې پورته كېږي. بله بېلگه: مور خيرات وكړه شوله پخه كړه پرون جانان پر ما غوسه وكړله دا د خداى فضل و چې مړه يې نه كړم نثر: كه جاپانى شعر لنډ دى؛ نو نثر او ناولونه يې بيا اوږده دي؛ داسې ناولونه هم لري، چې نژدې ۳۰ ټوكونو ته رسېږي. مېرمن موراساكي نو شيكيبو د ۱۰۰۱ كال شاوخوا د مونوگاتاري خزانې په نوم ۴۲۳۴ مخيز ناول وليكه. دغې مېرمنې د خپل مېړه تر مړينې وروسته د خپل ژوندانه د خاطرو په ليكلو پيل وكړ، چې په ۴۵ كتابونو كې ليكل شوې دي. [10] نور په بله گڼه كې ... [1]_ د ځمكنيو علومو( ډبرينې ټوټې ) دوره د ډبرينې زمانې لومړۍ دورې ته وايي، چې انسان په هغې كې د ډبرينو د ابزارو په جوړولو پيل وكړ. ( ژباړن ) [3] _ تاد، لويس پل، تاريخ تمدن و زنده گي مردم جهان، د هاشم رضى ژباړه، انتشارات سخن، تهران،لومړى چاپ، ۱۳۸۳ ، ۱۴۸ مخ. [4] _ هنري لوكاس، تاريخ تمدن، ۱۵۴ مخ . [5] _ سيرتمدن، له ۶۸۲ مخ وروسته. [6] - كالتن مارك، اوديل، د چين ادبيات، د ثوقي او داكتر افضل ژباړه ، د رضوي قدس آستان د چاپ او خپراوي موسسه، مشهد، لومړى ټوك، ۱۳۷۱ كال، له ۱۴ مخ څخه وروسته [7] - پورته اثر، ۱۰۹ مخ . [8] _ تاريخ تمدنش ، هنراى لوكاس، ۵۲ مخ . [9] _ ويل دورانت، تاريخ تمدن، ۱ټوك، ۹۴۰ مخ. [10] _ پورتنى اثر، ۹۴۰ مخ . |
|
|
+
پنجشنبه 1387/09/14بجې 12 سيدنظيم سيدي |
|
|
د ليك او الفبا د پيداېښت تاريخچه ژباړن : سلطان احمدزى دوه ويشت زره كاله وړاندې په لومړي ځل په ديوال او تيږو باندې انسانانو ويونكي انځورونه Lascaux رسم کړل . له هغه نه وروسته نېژدې له ۱۷۰۰۰ كاله ځنډ وروسته انسانان و توانيدل، چې حيرانووكې لاسته راوړنه ( ليك ) منځته راوړي . لرغونپېژندونكي په دې باور دي، چې احتمالاً لومړنيو انسانانو د خپلو كيسو او تاريخ د سمبالولو په موخه د ليك انځوريزې نښې كارولې دي . په لسګونو زره كاله كيږي، چې د انسانانو ترمنځه د اړيكو او يو بل ته د ساده پيغامونو د لېږد لپاره، يو ډول طرحه شوې علامې او شكلونه كارول كيږي . د ليك او الفبا تاريخچه اوږد شاليد لري او دا شاليد په كرار او پيچلي ډول سره پر مخ تللاى دى . تر هغه ځايه چې اسنادو ښوولې ده، خط او ليكدود د ( رودان ) او يا هماغه بين النهرين Mesopotami يعنې د دوو رودونو په منځ كې ( دجله او فرات ) رودونو په غاړو كې پيل شو . دغه سيمه چې له فارس خليج څخه تر بغداده پورې پرته ده، د ميلاد څخه درې زره كاله وړاندې ، په دوو برخو سومر ( summer ) په سهيل كې او كلده ( Akkad ) په شمال باندې ويشل كېده . سومريانو او كلدانيانو ، په يوه واحده جغرافيايي سيمه كې په ګډه ژوند كاوه، د ژبو له اړخه يې يو له بله سره ډېر توپير درلود ( لكه د جاپاني او الماني ژبو توپير ) ( دغه دواړو پرختللو ټولنو په وړو ټولنو كې، د بابل ( Babylon ) په څېر په لويو ښارونو كې د ټولواكانو د حكومت لاندې ژوند كاوه، د بين النهرين ډېرى وګړي شپانه او كروند ګر وو . د غه سلسله دا ښيي، چې په لومړيو سومري لاسي لوحو كې، چې د اوروك له ( Uruk ) لوى معبد څخه لاسته راغلې دي، د ليكنې لومړني اسناد بلل كيږي . نو له دې څخه داسې پايله اخيستل كيږي، چې لومړنۍ ليكنۍ علامې د كروندو د حسابي مسايلو په اړه كارول شوې دي . نورې لوحې د لاګاش په معبد كې كشف شوې دي، دا ښيي چې د معبديانو په ټولنيز جوړښت كې ۱۸ نانوايان، ۳۱ شراب جوړونكي ، ۷ غلامان او ۱ پښ شتون لاره . ځينې نور مدارك ښيي، چې په سومريانو كې نه يوازې د نقرې موډ دود وو، بلكې پيسې هم په اجاره وركول كېدې او همدارنګه د دوى هغه لوحې، چې په سومري مدرسو كې موندل شوې دي، چې يو پلو ته يې د ښوونكي درس او بل پلو ته يې د محصل مشق كيندل شوى دى ، دا ښيي چې دوى په ميخي ليك باندې څه ډول ليك لوست زده كاوه . د دې ډول ( ميخي ) ليك لومړنۍ كتيبې، چې د كارپوهانو په عقيده د يادښت يو ډول ګڼل كيږي، ساده طرحې لري، چې د څيزونو د شكلونو ښوودونكې دي . په داسې ډول چې په دې ليك كې د څيزونو شكلونه انځورېدل . مثلاً : د غوا سر، د غوا نښه وه، يا د ښځو شرمځاى د ښځو نښه وه، چې كولاى شو دغه ډول ليكونه د بشر لومړني ليكونه وبولو . څنګه چې مشخصه ده، دغو انسانانو په بشپړ ډول د انځورونو د څنګ په څنګ ايښودو سره د مطالبو او جملو د ليكلو هوډ لاره، چې په اصطلاح (( فكر بيانونكى ليك )) ورته ويل كيږي د مثال په ډول، د ښځې د شرمځاى سره له غره انځورولو څخه موخه پردۍ ښځه وه _ هغه ښځه چې د غرونو له هاغې خوا څخه راغلې وه، چې ځينې په دې عقيده دي، چې داسې لقبونه به مينځو ته وركول كېدل، تر اوسه ۱۵۰۰ داسې ليكونه د لرغونپېژندونكو لخوا پېژندل شوي دي . د وخت په تېرېدو سره انځوريز ليك د څيزونو د ښكاره كولو لپاره نه كارول كيد؛ بلكې د مفهوم (متن ) پراخه مانا وموندله او ۲۹۰۰ قبل الميلاد كاله مخكې يې په زړه پورې تكامل وموند . لومړني انځوريزې علامې له منځه لاړې . د بين النهرين په تړانګيزو او (باتلاقي ) سيمو كې او د بين النهرين د رودخانو په غاړو كې د رود د څنډو په چيكړو كې ډېرې درګې وې، په داسې حال كې چې د منحني خط ليكل د وچو شويو خټو په خړوبي باندې ستونزمن وو؛ نو ليكوالونېغ په نېغه ليك نښو ته مخه كړه، كاتبانو له ( رسي ) لوحو څخه ګټه اخيستله او هغه شكلونه، چې غوښتل يې انځور يې كړي، د درګو نه په جوړوشويو قلمونو، ( چې د هغوى يو سر به يې تراشه ) انځورول، سومريانوبه دغه قلمونه چې (لومړيو نسلونو به خودكار بلل ) په مثلث شكل سره تراشل؛ نو هغه څه چې په ( رسي ) شكله لوحه به يې رسمول، د ميخ بڼه يې درلوده، د ميخ ددې علامو د تركيب له امله، د ميخي ليك په نوم وپيژندل شو .
|
|
+
پنجشنبه 1387/09/14بجې 12 سيدنظيم سيدي |
|
|
عبدالرحمٰن زلال د افغان و انګليس په دويمې جګړې په لړ كې، كله چې انګريزانو د كابل پر سيمه ځانګړى زور لګولى وو د همدې زور لګونې په لړ كې يوه هم د چهاردهي سيمه وه، چې د مبارزينو د ستر سنګر بڼه يې غوره كړې وه ؛ ځكه نو انګريز تل پر همدغه سيمه خپل ګذارونه جاري ساتل . د كابل د سيمي قوماندان جنرال رابرتس د اطلاعاتو دفتر ته به دا ډول رپوټونه خورا زيات رسېدل، چې د چهاردهي دسيمې په كلو او بانډو كې خلك پټې غونډې او په پټه بسپنې " مرستې " ټولوي او غواړي پر انګريز يرغل وكړي ؛ نو په همدې پار " خاطر " د رابرتس دفتر داسې پرېكړه وكړه، چې د همدغې سيمې خلك ډېر سخت وټكوي ؛ څو انګريزي شامراجي ته سر ټيټ كړي ! د همدغې پرېكړې پر بنسټ به هره ورځ د چهاردهي له كلو څخه به په لسګونو خلك په همدغه تور نيول او بول كېدل، چې ګواكې په پټو غونډو او جرګو كې يې برخه اخيستې وه او په همدې پلمه به يې كورنه تلاشي، لوټ او بې پته كېدل . دا تېرى دومره زيات شو، چې خلك يې له حده زيات په غوسه كړل او د جنرال رابرټس دفتر هم نور په دې پوه شو، چې دا ځورونې نور د خلكو غوسې راپاروي او بالاخره به دا غوسه د انګريز تر لمنې هم را ورسېږي ؛ نو په همدې اساس د " 1879" زېږديز كال د نوامبر پر " 22" نېټه د بښنې يوه داسې خبرتيا خوره شوه : " پرته له هغو كسانو، چې د انګريزانو پر سفارت د حملې په تور تورن دي، نورو ټولو هغو كسانو ته، چې د اكتوبر د مياشتې د دولسمې نېټې د اعلان په وجه تورن دي، بښنه اعلانېږي ؛ خو په دې شرط، چې خپلې وسلې تسليم كړي " . د رابرتس دا خبرتيا يوازې د كاغذ پر مخ پاتې شوه، نه د انګريزانو پوځونو هغه په عمل كې پلې كړه او نه هم خلكو . د پخوا په شان انګريزي سرتېرو خلك ځورول او ملي مبارزينو به پر انګريزي لښكرو ناڅاپي چپاولونه كول . د چهاردهي په سيمه كې اكبر خان، چې زړه يې له پښتني هوډه ډك و او نوى يې د عنفوان ځواني وه ؛ نو په كور كې يې يوه بوډۍ مور، يوه ځوانه مېرمن او دوه واړه ماشومان درلودل . د سيمي د غازيانو په پټه كړۍ كې، چې اكبر خان يې هم غړيتوب درلود پرېكړه وشوه، چې په سيابيني كې د غازيانو د ملاتړ لپاره يو مرستندويه د غازيانو ټولګى بايد ولېږل شي دغې ټولګي كې اكبر خان هم د تګ لپاره وټاكل شو ، له دې كبله، چې پر كلي به تل د انګريزي سرتېري تاراج او چپاو راخورېده او اكبر خان په كور كې بل نر ګاړى " نارينه " هم نه درلود ؛ ځكه يې نو لومړى يو څه زهر پيدا كړل او خپلې ځوانۍ مېرمنې ته يې د خپل خنجر سره يو ځاى وسپارل او ورته يې وويل، چې زما په نشتون كې كه چېرې انګريزي سرتېري كورته راغلل او غوښتل يې تا بې پته او يا بې عزته كړي ؛ نو لومړى خو كوښښ وكړه، چې په دغه خنجر يې مردار كړې او كه چېرې دې دا كار نشو كولاى ؛ نو بيا به همدغه زهر وخورې، چې پت و عزت دې په امن كې پاتې شي او په عزت كې مړه شي . اكبر خان د همدې سپارښتنې سره د سيابينۍ پر لور غزا ته روان شو. د ليندۍ د مياشتې په يوه سړه ورځ كې، چې د مني بادونو د ونو رژيدلې پاڼې هرې خواته بادولې د قرغ له غره څخه د انګريزي لښكرو يو ټولى راكښته او د كلي پر كوڅو خواره شول ، په همدې وخت كې د اكبر خان مېرمن شريفه، چې ډېره ښكلي ځواني يې درلوده د اوبو وړلو لپاره د كلي ګودر ته راوتلې وه، چې له بره پرې د انګريزانو يو ډلګى راغى، چې ډلګى مشر يې برانټ نومېده او پر آس سپور و . شريفه د ډلګي په ليدلو سره په ډېره تلولى توګه د خپل كور او كلا پر لور روانه شوه ؛ خو د شريفې ځوانۍ او ښكلا د ډلګي مشر برانټ پاملرنه ځانته راواړوله او هغه د چا خبره زړه يې ترې يو وړ ؛ نو په همدې پار د هغه د پله پسې روان شو او نېغ د خپلو لسو تنو سرتېرو سره يو ځاى د اكبر خان د كلا مخې ته ودرېد ، د كلا تمبه " دروازه " يې په لغتو ووهله او په ډېره غوسه يې په پرله پسې توګه وهله . د اكبر خان سپين سرې مور تمبه ورته بېرته كړه او په ډېرې وېرې او ورخطايئ يې ورته وويل: " زموږ كره هېڅوك نشته، څه غواړئ ... ؟ " ډلګي مشر په ډېرې غوسې سره تمبه داسې پورې وهله، چې بوډۍ كمبخته لرې پر ځمكه ولويده، ورته يې وويل: زړې مكارې ! موږ ښه خبر يو، چې دا كور د انګريزي سركار پر ضد يو سنګر دى او دا سنګر موږ نن ماتوو . نور يې څه ونه ويل او په چټكو ګامونو سره كلا ته ننوتل او نېغ د دالان پر لور ورغلل، چې ور يې له انګړ سره پيوست شوى و . كله چې د كلا په انګړ كې د اكبر خان ځوانه او ښايسته مېرمن شريفه د ډلګي مشر له نظره تېره شوه ؛ نو سمدستي له دالان څخه پسې راووت او د پخلنځي پر لور، چې د اكبر خان مور او شريفه په كې وارخطا ولاړې وې ورغى او په اشاره يې ورته وويل، چې له مرغانچى څخه چورګوړي راوباسي او دوى ته دې يې پاخه كړي . ډلګي مشر بيا ځوانې ښځې ته وكتل او په كټ كټ يې وخندل، ځوانه ښځه يې له مړوندونو څخه ونيوله او له ځان سره يې راښكوده، ښځې يوه سوي كوكه وكړه ؛ خو ډلګي مشر داسې څپېړه وركړه، چې هغه كوكه يې هېره شوه ؛ نه يوازې ښځه غلې شوه ؛ بلكې ټول ماشومان او بوډۍ ښځه هم چوپ شول. ډلګي مشر ښځه په كشولو_ كشولو تر دالان پورې ورسوله ؛ خو هلته ښځه نوره پر ځمكه ولوېده . ډلګي مشر خپل نفر خدمت ته اشاره وكړه او هغه سمدستي له خپل عسكري تبراك څخه يو بوتل راوويست او ډلګي مشر ته يې وركړ . ډلګي مشر د بوتل سر پرانيست او پر سر يې راواړاوه، له څو غړپونو څخه وروسته يې بېرته د بوتل سر وتاړه او ځوانې شريفې ته يې وكتل او ويې ويل: مه ورخطا كېږه ، موږ ستاسې مېلمانه يو، تاسې افغانان ؛ خو د مېلمه ښه عزت كوئ . كله چې انګريزي ډلګي مشر د مېلمه كلمه پر خوله راوړله ؛ نو هر څوك چې هلته شته واى له لرې پوهېده، چې هغه پر افغانانو ملنډې ووهلې . ډلګى مشر پر توشك، چې په دالان كې د دېوال بيخ كې خوره شوې و كېناست او ځوانه ښځه يې خپل څنګ ته راكش كړه او پر مخ يې لاس ورته تېر كړ ؛ خو د هغه سترګې له وحشت او ورخطايۍ څخه داسې هېښې پاتې وې، چې ته وا ډلګى مشر د يوې سپينې مرمرينې مجسمې پر مخ لاس تېروي . ډلګي مشر بيا هم څو غړپه شراب له بوتل څخه وڅښل او په خندايې د ځوانې شريفې پر مخ ، مړوندونو او وېښتانو لوبې كول پيل كړل او لاس به يې پرې تېراوه راتېراوه، خواښې يې داسې معلومېده، لكه په ژور فكر كې، چې ډوبه وي، په دې څښلو، لاس تېرولو او خندا كولو كې نږدې يو ساعت تېر شو، د ښځې په څېره كې ناڅاپه بدلون راپيدا شو د هغې څېره يوه شېبه دمخه تكه ژېړه وه ؛ خو اوس يې بدلون كړى و او ورسره يې په سترګو كې سرې ليكې هم پيدا شوې . د ښځې څېره داسې ښكارېده، لكه يو نوى تصميم يې، چې نيولى وي ؛ خو نشه انګريز هغه نشوه درك كولاى . انګريز ډلګى مشر د ښځې حال كېدو ډېره خوشحاله شو او په خپلو سرتېرو كې يې يو ته وويل: " دې ښكلې پرېزادې ته ووايه، كه چېرې ته موږ خوشحاله كړې ؛ نو ستاسې كور ته به هېڅ زيان او تاوان در ونه رسېږي . " ښځې د انګريز د خبرو له اورېدو سره سم هغه ته وويل : " پرنګي ته ووايه، چې كه په رښتيا زموږ كور او زما ماشومانو ته زيان او تاوان نه رسوې ؛ نو زه به ستاسې په پوره ډول خدمت وكړم " كله چې انګريز ډلګى مشر د ښځې په خبرو پوه شو ؛ نو په كړس كړس يې وخندل او هغه يې په ولي د ناز په څپېړه ووهله او ورته يې وويل: هېڅكله_ هېڅكله ! كه ما خوشحاله كړې ؛ نو ضمانت كوم ، چې ستا ماشومان ؛ خو لا څه كوې، چې حتا ستاسې كلي ته به هم زيان در ونه رسېږي " كله چې ښځه د ژباړې په اورېدو سره د انګريز پر خبرو پوه شوه ؛ نو د ې هم په كړس_ كړس وخندل او ورته يې وويل: " پرنګيه ! اوس مې نو پرېږده، چې درته ناوې شم " . پرنګي په خوشحالۍ سره ښځه پرېښوده او ښځه هم له دالانه راووته او ورپسې جوخت يو انګريزى سرتېرى هم راووت، ښځه د خپل كور يوې بلې كوټې ته ننوتله ، انګريزى سرتېرى ورته د كوټې په وره كې ودرېد . لږه شېبه نه وه تېره شوې، چې د خپل واده په كاليو كې راووتله، په مخ يې خالونه كتار كړي وو، چې په دې كار سره يې ښكلا يو څه نوره هم زياته شوې وه، كله چې شريفه له كوټې راووتله او د دالان پر خوا روانه شوه د كلا په انګړ كې، چې د اكبر د مور سترګې پرې ولګېدلې ؛ نو بې اختياره يې چيغه له خولې ووته او ويې ويل " هاى بې حيا ښځې د انګريز پر مينه واوښتې او د اكبر پر نامه دې تورې خاورې واړولې " ! د اكبر د مور د غوسې چيغه انګريزانو هم واورېدله ؛ خو كله چې ځوانه شريفه دالان ته ور ننوتله د ټولو ناستو انګريزانو سترګې له كولكانو را ووتلې، ښځې په پړق خندا وكړه او د ډلګي مشر څنګ ته كېناسته، ډلګيمشر، لكه خوب چې ليدلاى وي د ښځې په ښكلا كې ډوب تللى و، چې ناڅاپه پر حال راغى د ښځې پر مټ يې لاس ټينګ كړ او بوتل يې پر سر واړاوه كله يې، چې بوتل اېښوده، ويې ويل: " ته پرښته يې، ته په رښتيا موږ خوشحالوې، موږ به ستاسې كور ته هېڅ زيان ونه رسوو، ډلګي مشر غوښتل له ښځې غېږه راتاوه كړي ؛ خو شريفې دى په اشاره پوه كړ، چې دې كار ته لا وخت شته او ژباړن ته يې وويل: " پرنګي ته ووايه، چې زه به له ډوډۍ وروسته تاته ځان در وسپارم " . پرنګي، چې د ښځې خبرې واورېدې ؛ نو ويې ويل: ډېر ښه، ډېر ښه . ښـځه له دالانه راووتله او د پخلنځي پر لور روانه شوه، په پخلنځي كې د اكبر بوډۍ مور په كټ كټ ژړېدله او ماشومانو هم خپلې مور ته په ډېرې حيرانتيا كتل . كله چې شريفه پخلنځي ته ورغله ؛ نو د اكبر مور په ژړا كې ووتله او ويې ويل: " د انګريز تر جادو لاندې راغلې، د همدې خبرې په ويلو سره يې خپل ګرېوان ته لاس واچاوه او ور زياته يې كړه، شريفې كاشكې، چې ته د اكبر ښځه نه واى " ځوانې ښځې په بې پروايۍ او متحير ډول خواښې ته وكتل او ويې ويل: د دې خبرو وخت اوس نه دى، هله ژر كوه په څلورو كاسو كې ښورا واچوه او په نورو كابونو كې غوښه او ماته يې راكړه، زه اوس ځم، چې دستر خوان ورته ويسم ؛ خو ګوره بېرته راستنېږم ، ژر كوره هرڅه را تيا كړه . د بوډۍ ښځې اوښكې بهېدې او كاسو كې يې ښورا واچوله . شريفې، چې دسترخوان دالان ته ويې وړ او له هغې خوا بېرته راستنه شوه ؛ نو په پخلنځې كې يې خواښې ته شا وګرځوله، له جيب څخه يې يوه غوندې پڼۍ را وايستله او د ښورا په كاسو كې يې له هغه څخه څه شى په كې واچاوه او بيا يې كاسې دالان ته ويې وړې . په دالان كې ناستو پرنګيانو او نېشه ډلګيمشر شريفه په ګوډ ګوډ " Good " ويلو سره بدرګه كړه . ځوانه ښځه د نورو انګريزانو سره يو ځاى د ډلګيمشر څنګ كې ډوډۍ ته كېناسته، په دې وخت كې د شريفې دوه ماشومان راغلل او مور ته يې وويل: مور جانې موږ هم وږي يو، ځوانې ښځې ماشومانو ته منت وكړ او په څپېړه يې ووهل او ويې شړل ؛ خو ډلګيمشر د ځوانې ښځې پر ټينګار سربېره بيا هم ماشومان راوستل او په خپل څنګ كې يې كېنول او د خپلې شورا په كاسې يې له ځان سره ګډ كړل . انګريزانو د ډوډۍ په خوړلو پيل وكړ ؛ خو شريفې د ښورا له خوړلو څخه ډډه كوله، ډلګيمشر مجبوره كړه، چې له نوموړي سره يو ځاى شورا وخوري . ډوډۍ وخوړل شوه او ډلګيمشر له ځوانې شريفې څخه خپله غوښتنه وكړه ؛ خو شريفې نوموړى په اشاره پوه كړ، چې بلې كوټې ته بايد لاړ شي انګريز ډلګيمشر هم سم له واره ښځه په خپل غېږ كې اوچته كړه او له كوټې څخه راووت، كله چې د اكبر مور شريفه د انګريز په غېږ كې وليده چيغه يې وكړه او ور منډه يې كړه ؛ خو انګريز ډلګيمشر نوموړې بېرته پخلنځي ته ټېل وهله . سپين سرې ښځه په پخلنځې كې په خوله ولګېدله او خوله يې له وينو څخه ډكه شوه . ډلګيمشر شريفه په ګوټه كې پر غالۍ واچوله او ترڅنګ يې په داسې حال كې پرېوت، چې د شهوت او هوس له كبله سوچه له حاله وتلى و، يو ځل دوه يې د شريفې پر ولو او ... لاس ور تېر كړ ؛ خو نور يې د زړه توان نه و او بالاخره بې هوښه پر ځمكه ولوېد، شريفه د انګريز پر بې هوښۍ پوه شوه ؛ نو منډه يې كړه او سم له واره يې هغه خنجر راواخيست، چې مخكې له مخكې يې په دغه كوټه كې ځاى پر ځاى كړاى و او د ډلګيمشر په ځيګر كې يې داسې ور ښخ كړ، چې لاسونه يې هم په وينو سره شول او ددې لپاره، چې چېغې ونه وهي ؛ د نوموړي په خوله يې لاس كېښود . ډلګيمشر دوه درې ځلې لاس او پښې وغورځولې او يو اوږد خر_ خر يې وكړ بالاخره يې مړ كالبوت پر ځمكه ولوېد او يخ پرېوت . د شريفې لاس او مخ په وينو لړلي و و له كوټې څخه راووتله او په انګړ كې ولوېدله، كله چې د اكبر خان مور شريفه وليدله ؛ نو ورمنډه يې كړه او چيغه يې كړه، وئ شريفې ! انګريز دې مړ كړ ؟ شريفې په نيم ژوانده غږ ځواب وركړ : هو ادې ماټولو ته په خوړو كې زهر وركړل او هغه لوى پرنګى مې د اكبر په خنجر وواهه ؛ خو ما او ماشومانو هم همدغه زهر لړلي خواړه وخوړل، د همدغې خبرې په ويلو سره د شريفې سترګې پټې شوې . سپين سرې په وارخطايۍ د دالان پر لور وځغستل هلته يې هم وليدل ، چې انګريزي سرتېري او د اكبر خان او شريفې دوه ماشومان مړه پراته دي . بوډۍ بغارې كړې او كلي ته ووتله ؛ څو كليوال خبر كړي، كليوال راغلل شريفه او د هغې بچيان يې خاورو ته وسپارل او انګريزانو هم خپل مړي ويې وړل ؛ خو د چاردهي د سيمې د قرغ د غره لمنې په كلو كې د ځوانې شريفې قبر او د هغې د ځوان مرګي د خپل پت سره د مينې او د ده له دښمن څخه د كركې كيسه د ميراث په توګه تر نن پورې پاتې ده . پاى |
|
|
+
پنجشنبه 1387/09/14بجې 12 سيدنظيم سيدي |
|
|
دويمه برخه ليكوال : هومر ژباړن : سيدنظيم سيدي ايلياد ... او يوې څنډې ته يې راټول كړي ول، خپلې سترګې يې څپاند سين ته ځير كړې ؛ په ژړا يې خپله مور خپلې مرستې ته په دغو الفاظو راوغوښتله : " اى مورې ! كه چېرې تا زه د لنډ ژوند لپاره زېږولاى يم ؛ نو لږ تر لږه اولمپ مېشتى زيوس، چې په غرونو او رغونو كې يې غړمبارى جوړ كړاى له ماسره دې مرسته وكړي او يو وياړ دې را په برخه كړي ؛ خو داسې نه ده او هغه تر اوسه پورې زما په حق كې څه نه دي كړي ؛ ځكه دا مهال ځواك لرونكى امير د اتره زوى اګاممنون راغلى، چې له ماسره برابري او سيالي وكړي، په غنيمت كې، چې زما كومه برخه رسېدله هغه يې په زور اخيستې او ما پرې سوځوي، زه يې ژوندى ژړاندى لوټلاى او ښكنځلاى يم " . په ډېرې ناهيلۍ او اوښكو سره يې دا الفاظ وويل، لوړ پوړې مور يې[1]، چې له زاړه پلار سره يې ناسته وه، د سيند په شر هاري كې يې د خپل زوى دغه خبرې او ناهيلۍ واورېدې . ډېر په بيړه يې خپل سر له سين څخه د لوګي يا تپ په څېر را اوچت كړ او خپل زوى ته، چې اوښكې يې تويېولې مخكې كېناسته، د هغه پر سر يې لاس ور تېر كړ او ويې نازاوه، خبرې يې ورسره پيل كړې او د نوموړي ټول نومونه يې په يوه شېبه كې ورته ياد كړل : " زما ګرانه زويه ! ولې ژاړې ؟ څه شي دې په زړه خوله لګولې ده؟ خبرې وكړه او د خپل زړه غوټه دې پرانيزه، كوښښ مه كوه، چې له ما څخه څه پټ كړې ؛ ځكه زه غواړم ستا پر ستونزې پويه شم " . تېز مزل اخيلوس په ډېره ژړانده ژبه خپلې مور ته ځواب وركړ : " ته له دې ټولو خبرو خبره يې، اوس مې ؛ نو څه ته زوروې ؛ ځكه په هغه څه، چې ته پوهېږې د هغې دويم ځلي ويل به څه ګټه وكړي ؟ موږ د اتيون Eetion سپېڅلي ښار فب Phebes ته لاړو او د هغه ځاى له ليدلو څخه وروسته مو هغه ښار ټول دړې وړې كړ او د نوموړي ښار ډېرى شيان مو له ځان سره د غنيمت په ډول راوړل، وروسته له هغې د اخايي خلكو ټول شيان په خپلو منځونو كې لكه څنګه، چې په كار وه سره ووېشل، ښكلې كريزئيس يې له آتره څخه زېږيدلي ته پرېښوده، په دې وخت كې كريزس، قوماندان كاهن اپولون د اخايي خلكو كشتيو ته را ورسېدل او د خپلې لور د خلاصي لپاره يې خورا ډېرې پيسې هم له ځان سره راوړې وې له ورايه يې په امسا كې د قوماندان اپولون د ځواك پړي ښكاره كېدل. د اخايي ټولو خلكو په هاها سره د هغه راتګ ومانه او ويې ويل، چې بويه د بوډا ډالۍ ومنو او هغه بېرته بېنوا ونه لېږو ؛ خو دغه كار د اتره د زوى اګاممنون خوښ نشو ؛ نو همدا لامل شو، چې كريزس يې په ډېرو بدو الفاظو له لاس څخه ونيوله او له ځان سره يې روانه كړه په دې كار سره بوډا ډېر په غوسه شو او اپولون، چې د بوډا ډېر خيال ساتي او هره خبره يې مني د هغه غوسه يې ومنله او د امر د ترسره كولو لپاره يې له خپل ځاى څخه را اوچت شو او په دې وخت كې يې د ارګوس د خلكو پر لور غشي ور خوشې كړل او په دې توګه د ارګوس خلك يو له بل پسې غورځېدل او ساه يې وركوله. په هغه وخت كې، چې د قوماندان اپولون ړانده غشي له هرې خوا د اخايي پر خلكو نازلېدل، هغه كوم منجم، چې هلته ناست و هغه د قوماندان ټوله اراده او نيت موږ ته بيان كړ ؛ نو تر ټولو مخكې ما رايه او نظر ور كړ، چې بويه ژر تر ژره خداى كرار كړاى شي په دې وخت كې د آتره زوى زما په دې خبرې په غوسه شو او له خپل ځايه راجګ شو، زه يې وګواښلم او داسې سزا يې راكړه، چې دا دى نن يې د ترسره كولو نېټه بشپړېږي . په عين حال كې په همدغه شېبه كې د اخايي خلك، چې خورا تېزې سترګې لري د ده په امر د كريزيس د خلكو له ډاليو څخه ډكې كښتۍ، چې قوماندان اپولون هم په كې ناست دى له ځان سره روانوي او كريزس ته يې وړي په داسې حال كې، چې په دغه كشتيو كې زما غنيمت او ډالې هم شته، چې هغه د بريزئس Briseisخلكو ماته راكړي دي ؛ نو اوس نوره خبره په تا پورې اړه لري، چې د خپل زوى ملاتړ كوې او كنه پرېږدې، چې هغوى زما برخه مال هم له ځان سره ويسي، زه وايم د اولمپ پر لور روانه شه، كه چېرې دې پخوا د زيوس غوښتنې او كړنې ترسره كړې وي ؛ نو اوس له هغه څخه هم مرسته وغواړه ؛ ځكه ما څو ځلې د خپل پلار په ماڼۍ كې ستا له خولې اورېدلي او وياړ دې پرې كاوه، چې د خدايانو له ډلې څخه يوازينۍ الهٰه ته وې، هغه بلا، چې د تورو ورېځو خداى د كرونوس[2] زوى زيوس ته متوجه وه، هغه ترې تاڅنګ ته كړه؛ ځكه ما اورېدلي، چې څو خدايان، لكه اولمپ، هراوپوزئيدون Poseidon او اتنه، چې د دې ټولو مشري يې هم كوله په دې نامه راوتلي ول، چې له كرونوس څخه پيدا شوي ته زيان ورسوي ؛ خو تا يې مرستې ته را ودانګل او هغه زېږېدلى موجود، چې سل مټې يې لرلې او خدايانو هغه برياره Briaree او خلكو اژيون Egeon نوماوه او په زور كې يې پر خپل پلار هم پښه اړولې وه هغه دې هم له اولمپ سره دل او دول كړ هغه زېږېدلاى راغى او هغه غرور يې، چې د برياليتوب له امله يې په څېره كې ښكارېده له كرونوس څخه د زېږېدلي په څنګ كې كېناست . خدايان يې له ليدلو څخه په وېره كې شول او نور يې فرعي خبرې بندې كړې. اوس نو، چې تر څنګ يې كينې او زنګونونه يې ورو_ ورو مښې ؛ نو دا خبرې يې هم ور يادې كړه: آيا زيوس به دا غوره ونه بولي، چې له ټراى خلكو سره مرسته وكړي او د اخايي خلك، چې له لسو يا يولسو څخه زيات نه دي پاتې له خپلو كښتيو سره يو ځاى بېرته خپلو كښتيو ته ستانه كړي ؛ څو په دې توګه خلك له دغې خوښۍ او سوكالۍ څخه برخمن شي او په پايله كې د اتره زوى اګاممنون هم په خپلو كړنو پوه شي او هينداره يې مخ ته ونيول شي ؛ ځكه په هغه ورځ، چې د اخايي د خورا زړه ورو او باتورو خلكو ملاتړ يې ونه مانه او يايې پرې ملنډې ووهلې ؛ نو څومره لويه تېروتنه يې كړې ده " . په دې وخت كې تتيس په چيغو چيغو او په داسې حال كې، چې له مخ څخه يې، لكه سيلابونه اوښكې را روانې وې ورته وويل: " اى زما ګرانه زويه ! ولې ما بدمرغۍ مور ته وروزلې ؟ ؛ نو ولې له خپلو كښتيو سره يوځاى كېنه ناستې، چې له غمونو او كړاونو څخه په امان كې شوى واى، په داسې حال كې، چې برخليك هم په دې دومره اوږده عمر كې يوازې څو لنډې او محدودې ورځې ستا په برخه كړې، اوس نو نه يوازې داچې ته لنډ عمر لرې ؛ بلكې تريخ او كرغېړن ژوند هم بايد تېر كړې. اى كاش، چې ته مې د دغې بدمرغۍ او بد بختۍ لپاره نه وى زېږولاى ! دادى زه اوس د اولمپ لوړ او پر واورو پوښل شويو څوكو ته ځم او ستاسې خپګان غوسناك او پر خلكو د غوسې نازلوونكي زيوس ته وايم؛ څو ماته هم جوته شي، چې ستا پر خپګان غوږ رپوي او كنه ؟ زه وايم لاړ شه او خپله غوسه د اخايي پر خلكو سړه كړه او هملته د خپلو تېز مزله كښتيو سره يو ځاى كېنه او ګوره له جګړې څخه ځان وساته. زيوس پرون د سين هغې بلې غاړې ته تللى دى ؛ څو په هغه ځاى كې له ستونزو سره ښكېل خلك له ستونزو څخه خلاص او خپلو كورنو ته ولېږي . [3] له نوموړي سره نور خدايان هم مله ول او ښايي له اولمپ څخه دولس ورځې وروسته راشي . زه فكر كوم په داسې حال كې زه بويه د هغه ماڼۍ ته لاړه شم او د هغه ماڼۍ ته په ګونډو شم كېداى شي په دې توګه د هغه پښې ومښل شي او په دې توګه زما خبرې ته غوږ كېږدي او ويې مني " . دا خبره يې وكړه او نوره روانه شوه او اخيلوس يې يوازې له سل ډول غمونو او رنځونو سره پرېښود او كريزيس اوس هم د هماغې ښايسته او ښكلې مېرمنې په فكر كې و، چې په غنيمت يې له ځان سره له كريزه څخه راوستې وه . په دې وخت كې اوليس كريزه ته ورسېد، چې سل د قربانۍ غوايان هم ورسره ول، څنګه چې كښتۍ د اوبو له بندر څخه، چې خورا ډېرې اوبه هلته ډنډ شوې وې واوښته ؛ نو د كښتې وزرونه يې پرانيستل او هغه يې د تورې كښتۍ په وروستۍ برخه كې واچول . وروسته له هغې يې هغه رسۍ، چې دغه وزرونه پرې تړل شوي ول را پرانيستله او هغه يې هم له خپلو ځايونو څخه راكښته كړل وروسته له هغې يې كښتۍ د خپلو لاسي آلو په وسيله روانه كړه او په دې توګه يې كښتۍ تر كڅ پورې را ورسوله، كله چې را ورسېدل ؛ نو د كښتۍ بارونه يې كښته كړل او بندونه يې سره وتړل او وروسته له هغې چمن زارونو ته لاړل . هغه سل غوايان يې، چې د قوماندان اپولون لپاره د قربانۍ په پار له ځان سره راوستي ول هغه يې له كښتيو څخه پلي كړل. كريزيس هم له هغې سورۍ كښتۍ څخه راكښته شوه او نېكمرغه اوليس هغه له ځان سره د حلالې ځاى ته بوتله او پلار ته يې ور وسپارله او ورته يې وويل: " اى كريزس ! زه اګاممنون د خلكو شاه دلته را ولېږلم، چې ستا لور تا ته در وسپارم او د دانايه د زامنو په نامه سل د سپېڅلې قربانۍ غوايان قوماندان اپولون ته وړاندې كړم ؛ څو په دې توګه د دغه خداى غوسه او ګواښ، چې تر اوسه يې څو غشي زموږ پر لور را توغولي دي او موږ يې زيانمن كړي يو په دې توګه سړه او له موږ سره روغه وكړي " . دا خبره يې وكړه او نور يې لور پلار ته ور وسپارله او هغه هم په ډېرې مينې سره د خپلې لور هر كلى وكړ او وروسته له هغې يې په ډېرې مينې سره سل د قربانۍ غوايان د حلالې په ځاى كې ځاى پر ځاى كړل وروسته له هغې يې خپل لاسونه ومينځل او د جوارو دانې يې را واخيستې او په دې توګه يې خپل لاسونه اسمان ته اوچت كړل او په لوړ اواز يې هغوى ته دعا وكړه او ويې ويل : " اى خدايه! چې د سرو زرو خول لرې او د كريزې يوازينى ساتونكى يې ! او د شاهانو او واكمنانو په څېر پر تندوس[4] واكمني كوې هيله كوم زما خبره واوره، تا وړاندې تر دې هم زما خبرې اورېدلي دي، تا هر وخت زما درناوى كړى او هر وخت دې زما په پار د اخايي خلك دل و دول كړي دي ؛ نو هيله كوم دا ځل هم زما غوښتنه او هيله ومنه: " زه هيله كوم د دانايه له زامنو څخه نازله كړې بلا لرې كړه " . كله يې، چې دا خبرې وكړې؛ نو اپولون يې هيله ومنله. كله يې چې غوښتنه او دعا پاى ته ورسېده او جوار يې وشيندل[5] " كرل " ؛ نو د غوايانو خولې يې پورته كړې . د هغوى سرونه يې پرې كړل او وروسته له هغې يې ټوټه_ ټوټه كړل او وروسته له هغې يې د هغوى ورونونه، چې د خدايانو خوراكه وه ورڅخه جلا كړل . دغه ورنونه يې له دوو خوا څخه په وازدو " سپينو غوښو " كې ونغاړل او پر سر يې ورته لږه سره غوښه نوره هم كېښوده . وروسته له هغې سپين ږيرو سړو دغه خوښې وريتې كړې او پر سر يې ورته ګلابي رنګ شراب پر سر واچول. د هغې په څنګ كې يو شمېر ځوانان، چې كاشوغ پنجې يې په لاس كې وې ورسره نږدې ولاړ وو، كله چې ورنونه پاخه شول او پاتې شوې برخې يې هم په وړو_ وړو ټوټو ووېشلې او وروسته له هغې يې په ډېرې مينې او لېوالتيا سره هغه په سيخونو كې ومنډلې او په خورا خوند يې وريتې كړې. په پاى كې يې ټولې غوښې له اور څخه لرې كړې، كله چې غوښې وريتې شوې؛ نو مېلمستيا اماده شوه او په دې توګه هر چا له خوړو څخه تر خپلې وسې ګټنه وكړه او خوند يې ځنې واخيست، كله يې چې ولږه او تنده ماته كړه او ځانونه يې ډك كړل؛ نو بيايې هر چاته په پيكونو كې يې شراب ور واچول، چې د خداى په نامه يې وڅښي . په دې ورځې د آخايي ټول خلك كرار شول او د خدايانو د راضي كولو لپاره يې سندرې او شعرونه سره وويل او د پوځ خداى يې ونمانځه، هغه هم د خپلې ځانګړې مهربانۍ او لوريينې له مخې هغوى معاف كړل او د هغوى دغه مېلمستيا يې ومنله . په دې شېبو كې لمر هم نور پناه شو او ځاى يې د شپې تيارو ونيوه، دوى ټول د سيند غاړې ته ووتل او د كښتيو له بندونو سره وغزېدل. سهار_ سهار كله چې سپېدې وچاودې سره راوېښ شول او ټول لاړل، چې د اخايي خلكو له لوى لښكر سره ځان يو ځاى كړي . اپولون، چې ددوى په دغو كارونو سره له دوى څخه راضي او خوښ شواى و سهارنى نسيم يې د دوى هركلي لپاره را وغوښت وروسته تر هغې يې د كښتۍ وزرې سره دويم ځلي را پرانيستې او هغه يې په خپلو ځايونو كې وتړلې، كله چې دغه كار وشو ؛ نو كښتيو په وزرونو كې باد ولګېد او په دې توګه يې كښتۍ په حركت راوستې او كښتيو هم په خورا ډېرې چټكتيا سره د باد او اوبو سينه څېرله او مخ پر وړاندې راوانې وې او په دې توګه د اخايي خلكو لوى لښكر ته ورسېدې، كله چې ورسېدل؛ نو كوښښ يې وكړ، چې توره كښتۍ وچې ته وباسي، چې په دې كار بريالي شول، كښتۍ يې په شګو كې ودروله هغې ته يې د شګو بندونه جوړ كړل او هملته يې د موګو پورې كلكه ټك وهله . په اولمپ كې : په دې وخت كې د پله زوى ايزدي اخيلوس، چې خورا چابكې پښې يې لرلې په خپلو قايقونو كې ناست و او له څېرې څخه يې غوسه ورېدله، نه يې په هغه ټولنه كې ګډون وكړ، چې خلكو يې بريا ترلاسه كړې وه او نه هم له بې كارانو سره ملګرى شو، بس يوازې له خپلو سوچونو او غمونو سره ناست و او په ژورو فكرونو كې ډوب شوى و او له ډېر وخت راهيسې يې له دغه ډول هاها، څخه زړه موړ شواى و . له دې وروسته، كله چې دولسمه سپېده رادبره شوه ؛ نو نېكمرغه خدايان ټول د اولمپ پر لور را ستانه شول، چې زيوس يې تر وړاندې روان و . تتيس ته يو ځل بيا هغه يادونه او غوښتنې ور يادې شوې، چې زوى يې اخيلوس ورځنې كړې وې په دې وخت كې د سين له څپو څخه راووتله او په ډېر درناوي د اولمپ پر لور روانه شوه. په هغه ځاى كې يې لوړ غږى زيوس هم وليد، چې د اولمپ د سيمې په يو لوړ ځاى كې، چې خورا ښايسته او پسته هوا يې لرله كرار ناست و، كله چې ور ورسېده ؛ نو له پښو سره يې ټيټه شوه او پښو ته يې كېناسته د هغه ښي پښه يې په يو لاس او چپه پښه يې په بل لاس كې ونيوله او په ډېرو زاريو، درناوي او احترام سره يې ورته " كرونوس " داسې وويل: " اى زيوسه ! كه چېرې ما تل ستاسې خدمت په سمه او سهي توګه كړى وي او كوم خپګان راڅخه نه لرې ؛ نو اوس در څخه يوه غوښتنه لرم او هيله كوم، چې تر سره يې كړې هغه دا، چې زما زوى له هغې ستونزې څخه خلاص كړه، چې ورسره لاس او ګرېوان دى او هيله لرم، چې هغه ته سوبه ور په برخه كړې . دم ګړۍ اګاممنون د هغه سر كښته كړاى دى: هغه ونډه، چې په غنيمت كې ورته رسېدلې وه هغه يې ترې اخيستې ده او په دې توګه يې هغه له ځانه پرته له دې، چې له چا سره مشوره وكړې، هغه يې د خلكو په منځ كې ټيټ سرى كړاى دى، زما په اند يوازينى كس ته يې، چې د هغه ابرو او عزت بېرته وركولاى شې. اى زيوسه! زه پوهېږم، چې د اولمپ تر ټولو غوره او ښه بېلګه ته يې. زما هيله له تا څخه داده، چې د ټراى د خلكو خوښي او سرلوړي بېرته ورته وركړه او بيا يې هم د پخوا په شان سر لوړي كړه . " . دا يې وويل او په دې كار سره زيوس، چې د ورېځو راټولوونكى او منظمونكى دى بيا هم غلى ناست و او كوم ځواب يې ورنه كړ، تتيس، چې تر دې دمه د زيوس پښو ته ناسته وه او ورو ورو يې ورته مالش كولې يو ځل بيا په زاريو او عجز يې ورته پيل وكړ او بيا يې ترې غوښتنه وكړه : " اوف، ګوره زه تاته قسم در كوم، ما ته يو زېرى راكړه او ژمنه راسره وكړه، چې ته به دا هر څه كوې او له تا څخه هيله كوم، كه چېرې راسره خبرې نه كوې ؛ نو د سر په اشاره يې راته ووايه ؛ خو نه راته مه وايه، زه له تا څخه هيله كوم، چې ته بويه له څه شي څخه ونه ډار شې او كه چېرې دې دا كار وكړ ؛ نو زه به پوه شم، چې ته د نورو خدايانو په پرتله له ما سره څومره مينه كوې او څومره مې خيال ساتې . " په دې وخت كې د ورېځو راټولونكى زيوس ډېر په غوسه شو او ځواب يې وركړ : " اوف څومره له لانجو څخه ډك كار ! ايا ته پوهېږې، چې ته څه وايې، ايا ته غواړې، چې كله هرا[6] دلته راشي زه او هغه سره لاس و ګرېوان شو ؟ او هغه هر كله په دې پسې ګرځي، چې زما پر وړاندې كوم اسناد يا شواهد پيدا كړي او خدايانو ته يې وركړي، چې ګواكې زه نېغ په نېغه د ټراى له خلكو سره ياري او مرسته كوم او ګوره زه پر تا امر كوم، چې ته همدا اوس له دغه ځايه لاړه شې، داسې نشي، چې هرا راشي او تا له ما سره يو ځاى وګوري، زه به بيا هم كوښښ وكړم، چې ستاسې ستونزې ته هم رسېدنه وكړم او خپلو شونتياو ته به وګورم او بله دا چې ستا خبره به ومنم او تا ته به د سر په ښورولو سره ووايم، چې ما ستا خبره هم واورېده او هم مې ومنله او هيله من يم، چې ته هم په دې خبره پوه شوې اوسې ؛ ځكه دا د سر اشاره به هم ما او هم ټولو خدايانو ته په ګټه وي او هغوى به هم زما په دې نغوته پوه شي، چې زه څه ويل غواړم او زه، چې كله چا ته سر وخوځوم ؛ نو پوه شه، چې د هغه كار شوى دى ؛ ځكه زه چې كله سر ښوروم ؛ نو ټول خدايان له ما سره ودرېږي او دغه سر ښورول هېڅكله نه درواغ كېږي او نه هم هسې عبث ځي . كله چې د كرونوس زوى دا خبرې وكړې ؛ نو تورو ورېځو ته يې نغوته وكړه او هغه يې را كښته كړې، د ايزدي خدايګان څڼې په دې كار سره د مخ پر سر يې باد ووهلې او د اولمپ سيمه هم په لړزه شوه . كله چې دغه دواړه همغږي شول؛ نو سره جلا شول تتيس د اولمپ له دغې ډاډه خبرې څخه خوشحاله شوه او په دې توګه يې ژور سين تل ته ور ودانګل او زيوس هم خپل ځاى ته بېرته ستون شو . ... نور په بله ګڼه كې [1] - مور يې " تتيس " نومېده، چې د سيندونو الهٰه وه . [2] - كرونوس Kronos د زيوس پلار دى . [3] - په هغه عصر كې د ليبي او ديوسپول Diosplo ځانګړو مراسمو ته نغوته ده، چې په پخوا زمانو كې معمول وه، دا خبره مشهوره ده، چې په ځانګړو وختونو كې به حبشيانو " د افريقا " خلك د زيوس معبدونو ته تلل او د زيوس او نورو خدايانو مجسمې به يې له ځان سره راواخيستې او په ځانګړو مراسمو به يې هغه په ټول ليبي كې ګرځولې را ګرځولې، دغه مراسم به د اخترونو او جشنونو په ورځو نمانځل كېدل، چې دولس ورځې به يې دوام كاوه . [4] - Tenedos [5] - د قربانۍ له دودونو څخه يو هم دا و، چې د وريتو شويو جوارو څخه يو موټى، چې مالګه به هم ورسره ګډه شوې وه د قرباني شوي غوايي پر سر اچاوه . [6] - د زيوس مېرمن ده . |
|
+
پنجشنبه 1387/09/14بجې 12 سيدنظيم سيدي |
|
|
دويمه برخه ليكوال: ډاكټرمسلمي خضراجيوشي ژباړن: حضرت ګل حسامي له اسرائيلو څخه له 1976 كال راوروسته عربي نړۍ ته د فلسطيني شعر په ورسېدو سره پر عربي شاعرانو يې خورا ډېر اغېز وكړ. په اسرائيلو كې د فلسطيني شاعرانو د شعر مبارزه او استقامت له مفاهيمو څخه ډك و او سيلابونه يې وبهول . د مقاومت په شعر كې د فدايي اتل او د ازادۍ د لارې د مبارز څېره ښكاره شوه د ابراهيم طوفان اتل، چې يو بې نومه او بې نښانه سړى دى. په زړه كې هېڅ غم نه راګرځوي او د هېڅ څيز په فكر كې نه وي؛ خو پرته د اسالت له غاړه اخيستو او د هغه سرته رسول . معمولاً په دې شعر كې د اتل د خصوصي ژوندانه كومه نښه نښانه په سترګو نه ليدل كېږي او كله، چې يو شهيد په ميدان كې په خپلو وينو رغړي، پر شهادت يې كورنۍ ډېره لږه غمجنه كېږي. ددې پر خلاف دا رنګه سلوك او چال چلند ورسره كېږي _ ته به وايې، چې دا د ټول ملت شتمني ده اوله هر ډول كورني او قبيلوي رقابت څخه پاك او په څنګ دي . وينو چې اتل څنګه په كلك هوډ سره سرې جګړې ته مخه كوي او په دې لاره كې د خپل هدف څخه پرته له بل څخه په فكر كې نه وي. دى يو داسې سړى دى، چې د خپل ځان سره په تضاد كې نه دى. په شك او ترديد كې نه دى، له تېر دوران سره يې پرېكړه كړې ده، له نورو سره يې علاقه قطع كړې ده او په شخصي مسايلو كې رى نه وهي، بې له اتله _ موخه او په عمل كې بشپړ تمركز او په يوه ټاكلي زماني شېبه كې _ بل كوم څيز نه تر سترګو كېږي . محمود دروېش د اتل په خپل عالي شعر " دايې څېره او هغه د عاشق ځان وژنه " كې په ښه شان سره ستاينه كړې ده . اتل دلته بې رنګه، بې نښانه او بې مخيينې دى، د ګولۍ او مرګ په وسيله حاضر شوى دى،وينه يې د هيلې او شوق تخم دى هرې خواته خپرېږي، ونه يې لوړېږي، په جوش راځي، په لويې ونې باندې بدلېږي او د ګلونو د غونچو له پاسه تېرېږي. كله په يوه شېبه كې دا او ونه او ګولۍ د غوسې په بېلابېلو څرګندويانو باندې بدلېږي. په دې كې شك نشته، چې زموږ دوران يو غوسناك او قهرجن دوران دى، داسې دوران، چې په بې رحمانه ډول د " ماجب خورو " شاعرانو له څېرو څخه نقاب ايسته غورځوي . جانبازي _ د قهر له پاسه له پلوشو څخه يوه پلوشه ده او دا يو محض بخشش دى ؛ خو دا د هغو اتلانو څېره ده، چې تند خوي او غوسه يې د ژوندانه د يوې ضروري لارې او يوازينۍ وسيلې په توګه، چې په كمزورۍ او ماتې باندې برى مومي، غوره كړي دي . فلسطيني شاعر راشد حسين، چې پر " 1976 ع " كال په نيويارك كې مړ شو د قهر او د هغه اتلانو د كړاوونو د اقسامو په باره كې يې خورا ډېر شعرونه ويلي دي، كوم چې د ټكونې او تيري سره مبارزه كوي. دده په شعر كې حتا د ده كوچنۍ لور، چې په بيت المقدس كې زېږېدلې ده كولاى شي، چې د صيهونستانو په زړه كې وېره او ډار را پيدا كړي، د هغوى سترګې او افزار د دې پلټنه او تلاشي كوي او د نجلۍ په سينه كې_ رحم او عقل كې د بمب په پلټنه لاس پورې كوي، ته به وايې په قدس كې هر زېږېدلى ماشوم يو بمب دى، چې يوه ورځ به د اشغالګرو دښمن په لاس كې وچوي . ته به وايې، چې ټاكلى زمان او مكان يې په نظر كې نيولى دى؛ خو د اتلولۍ اعمال، چې انځور يې دى پراخ اړخونه رانغاړي، دا عمل د فردي شجاعت نتيجه نه ده ؛ بلكې د تېرې كوونكو او اشغالګرانو ضد د انسانيت د قهر او غضب فرياد دى او له يوې انساني غريزې څخه سرچينه اخلي، چې هغه د خپل تمدن او فرهنګ ملاتړ ته راهڅوي او دا هغه وخت دى، چې دا دوه معقولې تر ګواښ او تهديد لاندې واقع شوي وي. د ګډوډۍ او داخلي تباهۍ نفي كوونكى اتل د كرامت او ملي شر ملاتړ ته راپاڅېږي. د اتل عمل تل نجيب او شرافتمندانه دي او كه چېرې په معاصر شعر كې يوازينۍ بېلګه وموندل شي، چې د نورو په نسبت مينه انځور كړي . په ډاډ سره ويلاى شو، چې يو اتل شخصيت دى، چې د ورځيني ژوندانه له جاذبې څخه پرته يې د مرګ لوري ته لېوالتيا لرلى او د دارنګه فكر غوره كوونكى به وي، چې دا د اتلولۍ ډېرې لوړې پوړۍ ته رسوي . اتل په دې مفهوم او زموږ د نن ورځې په شعر كې هغه څوك دى، چې له خپل هېواد _ ملت او تمدن څخه دفاع كوي په بل عبارت اتل زموږ په معاصر شعر كې دفاعې قهرمان دى، حتا هغه وخت، چې اتل جګړه پيلوي او د خپلې ايديالوژيكي خبرتيا په نتيجه كې ددښمن په وجود د جنايت پر ماهيت پوهېږي بيا يې هم د قهرمانۍ عمل دفاعي عمل دى ؛ ځكه هدف يې د پرديو دسيسې دفع، دهغه درول او محو كول دي، نه د يوې بدلونكې عقيدې متلاشي كول، معاصره اتلولي، لكه څرنګه چې زموږ شعر د هغې څرګندوى دى، د لومړنيو مسلمانانو له اتلولۍ سره، چې د نوي دين د خپرېدو لپاره يې په نړۍ كې ګام پورته كړ، ډېر توپير لري . د اتل قرباني : زما موخه د اتل له قربانۍ څخه هغه څوك نه دى، چې د بشري ژوندانه د كلي شرايطو، لكه مړينې، ناروغتيا، زلزلې او سيلاب قرباني شي ؛ بلكې موخه انسان يا د خلكو يوه ډله ده، چې د نورو د اعمالو په نتيجه كې عذاب او مرګ پرې تحميل شوى دى. دغه ستم كه شخصي وي او يا ډله ييز په شعوري توګه ترسره كېږي او يا د دودونو په بې عدالتۍ متعقداتو او موسساتو كې ريښه لري، په دې حال سره د دودونو ظلم، چې تل يو ټولنيز ستم دى د نورو له خوا نه رامنځ ته كېږي . كه يو سړى د ټولنې قوانين په بده توګه تر پښو لاندې كړي او څوك پرې خبر نشي معمولاً قربانې به نه وي . د قربانۍ د اتل انځورول، د ټولنيز چال چلند د اصولو او اخلاقو عرف د منعكسولو لپاره زمينه برابروي او ليكوال ته زياته ازادي وركوي، چې د خپل اثر شخصيتونو ته د اتلولۍ له نمونې سره سم تكامل وركړي او ډول ډول يې انځور كړي . د سپېڅلي زړه او پاك وجدان د اتلولۍ اتل، چې هدفمند ژوند لري او په هدفمند ژوند مري د عربو د معاصر شعر په انځور كې له يوې ستاينه پرته نور څه نه لري. دى تل اشنا برېښي او لوستونكي د ادبي اثر له خپرېدو سره سم كولاى شي د هغه د صفاتو په هكله اټكل وكړي ؛ خو نور اتلان له ده سره توپير لري. د ساري په ډول : انقلابي اتل كله د جګړې په بېلابېلو ډولنو لاس پورې كوي او كله خطا وزي . كله كله خپل چال چلند ته بدلون وركوي او خپلې موخې ته فكر كوي . د اتل قرباني د خپلو ليد توكو له ناڅاپي يا ورود د بدلونونو سره مخامخ كېږي . دى پاڅون كوي _ ماتې خوري_ عذاب ګالي او په ارامۍ مري يا له ډېرو غبرګونونو سره لاس و ګرېوان كېږي ... همدارنګه حماسي اتل معمولاً د يوې سترې مجموعې په څنګ كې ولاړ دى، چې هغوى په خپله ونډه كې له ده څخه ملاتړ كوي په داسې حال كې ډېر پېښېږي، چې انقلابي اتل يوازې دى او د سترې مجموعې د فكر پر ضد جنګېږي . د قربانۍ اتل د ټولنې قوانين د خپلې پوهې يا ضرورتونو يا غوښتنو له وجې تر پښو لاندې كوي او وروسته د خپلو اعمالو قرباني كېږي ؛ خو دا درې ډوله اتلان د ضرورت له مخې يو له بل سره متناقض نه دي. انقلابي اتل د زړه ور توب ارادي ټينګار او د مرګ د هركلي له نظره قهرمانانه عمل ته لاس اچوي، چې هغه ډېرو سختو عذابونو ته راكاږي او هغه په دې ترتيب سره قرباني كېږي . د عربو معاصر مخكښ ادبيات له ډول ډول قربانيو څخه ډك دي او تل د ټولنيزې او سياسي نيوكې مفهوم له ځان سره لري. د سياسي قربانيانو انځورونه په دې ادبياتو كې ډول ډول ده ... خو د ادبياتو داسې يو اړخ منعكسوي، چې د پرديو دښمنانو په وسيله محاصره شوې يا له داخلي ټكونو څخه ډك دي . بېلابېل نظامونه، چې د ټيټو اخلاقو غوښتونكي دي، په يو زيات شمېر د سياست قربانۍ شوي انسانانو باندې حكومت كوي، هغه انسانان چې وژل شوي، يتمان شوي، بنديان شوي، يا له خپل هېواد څخه شړل شوي دي . د فلسطيني كډوالو فاجعه له 1967 ع كال څخه وړاندى د يو شمېر ادبي اثارو محتوا وه، لكه د غسان كنفاني [1] " د لمر خلك " داستان " 1962 ع "، چې د څلور سرګردانه فلسطينيانو تراژيدي رنځوروي . دا كډوال د خپل هېواد د غصب كېدو په علت مجبور شول، چې د عربي ټولنې له تضادونو سره_ سره د خپلې روزۍ په لټه كې شي د دوى درې تنه كويټ ته د شيدو او ماستو خاورې ته د تللو لپاره، چې په هغه وخت كې يې زړه ورته وړى و مجبور شول او د اوبو په يو ټانكر كې، چې څلورم فلسطيني يې مالك و پټ شي دا په دې خبرو، چې د سړيو قاچاق، بصرې ته د اوبو وړلو څخه ډېره ګټه لري . دا په خپله د 1948 ع كال د تېري قرباني وه او په همغه كال كې خپله مردي هم له لاسه وركوي . ددې داستان له مسخرې څخه ډك او ډېر زېږ اړخ دادى، چې دا سړى مجبور شو ډېر ساعت او د اعتراض او نا ارامۍ څخه پرته د پولې ساتونكو ته غوږ كېږدي، چې په بصره كې يې شپې د جنسې پېښو په هكله له ده سره ټوكې كولې، دغو درې سړي، چې د اوبو په ټانكر كې پټ شوي ول، د كوېټ د سوځنده لمر لاندې يې ساه ختله، وروسته له هغې، چې د دوى مړي بهر ته ورځي وينو، چې په هغوى باندې چيغې وهي " ولې مو د ټانكر دروازه ونه ډبوله " داستان يوه بشپړه تراژيدي ده، څه شي ددې مخه ونيوله، چې دا فلسطينيان د ټانكر دروازه وډبوي، خپل ځان څرګند كړي او له مرګ څخه خلاصون ومومي، ايا د ستم كوونكي حكومت له سترګو څخه غريزه شوې ډار و، چې د مهاجرت له لومړۍ ورځې څخه په ځاى كې تعقيبوي . يا له اوږد مبصر سره د هغوى عادت و، چې د پرديو په هېوادو كې يې ورسره خوي اخستى و، څرنګه دې درې كسانو په ګډه سره خطر ته تن كېښود او په ګډه يې د هغه سكوت ته ادامه وركړه، چې په مړينه يې پاى ته ورسېده او څنګه انسان د چوپتيا هركلى كوي، بې له دې چې د مرګ پر وړاندې چيغه ووهي . د سياسي قربانيو يو بل ډول په عربي نړۍ كې د ټكونې او سانسور قربانيان دي، د ازادۍ او ډارونې مساله د دې ادبياتو اساسي موضوع ده ؛ ځكه عربي ملتونه په ژوندانه كې مهمه تجربه ده، چې يو شمېر ادبي اثار په هغه پورې ځانګړي شوي دي. زندان والا او مخبر به په دې ادبياتو كې د قربانۍ د اتل پر وړاندې د دوه شخصيتونو استازي دي او د هغه په مقابل لوري كې درېږي . د عربو معاصر داستان ليكونكى او ليكوال نجيب محفوظ مصري د " الكرنګ " داستان په " 1971 " ع كال كې خپور كړ او په هغه كې يې د قربانۍ شخصيت بېلابېل شرايط انځور كړل، داسې چې ويې ښودل د قدرت څښتنانو محاصره كړې او برخليك يې ورته بدل كړاى دى پوليس حلمي حماده " د الكرنك د داستان اتل " ته د مرګ تر پولې عذاب وركوي او دوه دوستان يې د شكنجې تر اغېزې لاندې سازش كوي او فساد ته مخه كوي، حلمي حماده د انقلابي وياند يو رپاند مشال دى، چې د اتلولۍ لار په مخ كې نيسي او په خپل مقاومت قرباني كېږي. له څو ځلو زندانونو سره_ سره خپلې انقلابي لارې او له قدرت سره مخ كېدو ته ادامه وركوي او له هر ډول اطلاع وركولو څخه ځان ساتي . نور داستان د وېرې او ډار، د حكومت د اخلاقو د نشتولۍ په هكله دى، د هغه قربانيو، چې فاسد ولو كه د حكومت د توان په هكله دي، چې په لاس كې يې لوېږي . د داستان دوه نور كسان زينب او اسمٰعيل د شنكجې لاندې كوچني كېږي او د پوليس په جاسوسانو اوړي او زينب په ګډې تبديلېږي . د نندارې ډېرو اثارو هم د ازادۍ او ډارونې مسالې ته لاس وړاندې كړى دى، يو شمېر ډرامې هغه محاكمې را چاپېروي، چې د قربانۍ قهرمان په محكوميت پاى ته رسېږي. همدا رنګه د " حلاج تراژيدي " " 1965 " د عربو د معاصر شاعر صلاح عبدالصبور مصري د يولسمې ميلادي پېړۍ په پيل كې د مشهور عارف د ژوندانه او مرګ په هكله قلم چلوي . حلاج هغه څوك و، چې په خپله عقيده يې د ټولنيز عدالت غوښتنې په اساس ټينګار كاوه او دده همدا ټينګار د دار په وسيله د هغه په محكوميت او عدام پاى ته ورسېد . سوډاني شاعر ممدوح عدوان په " 1972 ع " كال كې " د هغه سړي محاكمه، چې نه جنګېده " ډرامه په نثر وليكله. ډرامه د هغه سړي په تراژېدۍ پيل كېږي، چې پوليس ځواك، استخبارات او قضا، نوموړي په هغه سخت دوارن كې، چې ملت د ماتې له ازموينې سره دى محكوموي، قرباني سړى په دې ځاى كې په هغه جګړه كې د نه ګډون په سبب، چې د هېواد پوځ يې په هغه كې ماته خوړلې ده، مخكې له دې، چې وكولاى شي په هغه كې ګډون وكړي محاكمه كېږي . ليكوال د ډرامې زمانه په منځني ختيځ باندې د مغولو له يرغل سره مصادف غوره كړې ده، په داسې حال كې، چې د ده اثر د معاصر دوران څرګندې نښې لري، دا اثار ټول د تعصب او ډارونې پر ضد د انسان د ازادۍ او جګړې مسالې ته لاس اچوي . ډېر وختونه فاسد اجتماعي شرايط، چې قرباني يې راچاپېره كړې ده له سياسي شرايط سره ملګري كېږي " ړنده ګدي " او " كوچني قبرونه " د سياب [2] دوه شعرونه دي، چې غواړي ووايي : اجتماعي عذاب په خپله د سياسي فساد نتيجه ده . د سياب شعر د مبارزو انسانانو له انځور څخه ډك دى، چې د نيستۍ او بې عدالتۍ قرباني كېږي، هغوى په خپل ورځني قوت باندې د لاسبرې لپاره نه زغمېدونكي ازماېښتونه تېروي، ړنګه ګدي، چې خپل ځان خرڅوي، چې تيل واخلي او هغه څراخ، چې نه يې وينې روښانه كړي، د هغه مهاجرانو ترڅنګه انځورېږي، چې د خپلې روزۍ د ترلاسه كولو لپاره د كوښښ په وخت كې غرقېږي د مړه ماڼكي ترڅنګه، چې د خليج په څنډو كې د ترو اوبو د څښلو په حال كې كښته لويدلي، د سلګونو انسانانو ترڅنګه، چې له ژوندانه سره لاس و ګرېوان كېږي، چې لږ تر لږه خپلې ورځنې اړتياوې تامين كړي او بالاخره د يو ساده كليوال په څنګ كې، چې د ښار فاسد رګونه يې ښوي تېروي د ټولنې قربانيان په معاصرو مخكښو ادبياتو كې زيات دي : د ټيټو اخلاقو نيستي، طبقاتي تضاد او زبېښاك، قربانيان، چې په ادبياتو كې د هغوى په هكله بحث د بشپړ كتاب غوښتونكى دى. داسې برېښي، چې د ټولو مخكښو ليكوالو هدف په عربي نړۍ كې د اجتماعي " او لكه د سياسي شرايطو " رسوا كول دي د عرب معاصرو مخكښو ليكوالو هدف په عربي نړۍ كې د اجتماعي " او لكه د سياسي " شرايطو رسوال كول دي . د عربو معاصر كيسه ليكونكى زكريا تامرشوري په كيسو كې سياسي او اجتماعي عوامل يو تر بله لاس سره وركوي؛ ترڅو اساسي ستونزه راڅرګنده شي ... زكريا تامر د عربو په معاصر ژوندانه كې د وېرې او ستم د مركزونو په انځورولو سره د سوري كيسه ليكنه پر مختللې سطحې ته ورسوله، نوموړي كله سمبول ته او كله تاريخي بېلګو ته پنا وړې؛ ترڅو خپل هدف ته ورسېږي . د تندر " 1970 " مجموعي قربانيان، چې د طبيعي ژوندانه او ازادۍ هيله يې په سر كې روزله خپل ځان _ تل له ټولو امكاناتو څخه، چې وكولاى شي له عذاب څخه ځان وژغوري محروم ويني، هغوى په محاصره كې دي او په عذاب او وحشت محكوم دي . د زكريا تامر په كيسو كې د انسان د اتلولۍ په غوښتنو باندې د زور له واكمنۍ سره_ سره د ليكوال هدف د اجتماعي فاسدو شرايطو ويجاړول د هغوى د منعكسولو په وسيله دي او دا ټيك په هغه وخت كې دي، چې دا شرايط په قربانۍ باندې د واكمنۍ په اوج كې دي. تسليم په دې كيسو كې د منتس په مانا نه دي ؛ بلكې د بشپړې نفې په مانا دي . نور په بله ګڼه كې ... [1] - غسان كنفاني د فلسطين ستر معاصر داستان ليكونى او د فلسطين د ازادۍ غوښتونكى سازمان ويندوى دى، چې په بېروت كې شهيد شو . " د ليكونكي توضيح " . [2] - عرب معاصر شاعر بدرشاكرالسياب، په عراق كې زېږېدلى، د عربي ازادى شعر بنسټ اېښودنكى، چې په " 1964 ع ه كال كې يې له نړۍ څخه سترګې پټې كړې دي . " د ليكوال توضيح " . |
|
+
پنجشنبه 1387/09/14بجې 12 سيدنظيم سيدي |
|
|
ليكوال: سوفوكل ژباړن : سيدنظيم " سيدي " لومــــــــــــــــــړۍ برخه ډرامـــــــه د ټراى ښځې هراكلېس خپل څه وخت د " اوريستوس " Eurystheus په چوپړ " خدمت " كې تېروي او خورا بې كچې خدمتونه ورته كوي. وروسته تر هغې د سين له خداى اخېلوس Achelous سره جګړه كوي او هغه ته ماته وركوي او د هغه له منګولو څخه د كاليدون Calydon د سيمې مېشته د اوينوس Oineus لور ديانيرا Deianiera خلاصوي او ځانته يې نكاح كوي . له دې وروسته هراكلېس له هېواده بهر په پالوانۍ او نورو كارونو ځان بوختوي او مېرمن يې ديانيرا د ټراى ټاټوبي ته ځي او هملته مېشتېږي، چې تر ډېره وخته ښځه او مېړه له يو بل څخه جلا كېږي او هرا كلېس په جګړو او ... كې ښكېل كېږي . د ډرامې په پيل كې ديانيرا د پېنځلس مياشتو له ځنډ وروسته په ډېره مينه او لېوالتيا سره د خپل مېړه د راتګ لارې څاري ؛ ځكه وړاندويونكو ويلي كه چېرې يې دا ځل مېړه راستون شي ؛ نو د ده ټولې خوارۍ او كړاوونه به پاى ومومي او وروسته تر دې به تل خوشحاله او سوكاله ژوند ولري ؛ خو ديانيرا د دې لپاره، چې د خپل مېړه پاملرنه ځان ته راواړوي او خپلې بنې ته ماته وركړي؛ نو داسې يو كار كوي، چې هم دا او هم يې مېړه هلاكېږي او دواړه له دې نړۍ څخه سترګې پټوي . لوبغاړي ديانيرا Deianeira د هراكلېس مېرمن هيلوس Hyllus د دوى زوى هراكلېس Heracles ليكاس Laychs دايه استازى يا قاصد زوړ بوډا د ټراى د ښځو يوه ډله د نندارې صحنه د يونان د ټراى په سيمه كې د هراكلېس له كور سره جوخت ځاى . " ديانيرا په داسې حال كې، چې يوه دايه هم پسې شاته روانه ده له كوره بهر راوځي " . ديانيرا:د پخوا په څېر ده، چې " هېڅ څوك تر مړينې پورې نه څوك نېكمرغه بللاى شي او نه بدمرغه" ښايي دغه متل رښتيا هم وي، زه په خپله لا تراوسه ژوندى يم او د ژوند په اوږدو كې مې سره له دې دومره كړاونو، چې زغملي مې دي ؛ خو بيا هم كله، چې مې لا نوي د پلار؛ يانې اونيوس Oineus په كور كې د پلورون Pleuron په ښار كې د پېغلتوب په درشل كې ګام اېښوده ؛ نو له واده څخه مې وېره درلوده او دا داسې وېره وه، چې د ټولو پيغلو ويرې په پرتله يې خورا ګورټ توپير درلود . د سين خداى زما غوښتونكى و او تل به په ډول_ ډول كاليو او څېرو كې زما پلار ته راته او له هغه څخه به يې زه د ځان لپاره غوښتم، كله به يې له ځان څخه غوا جوړه كړې وه، كله به يې د ښامار بڼه خپلوله او كله به يې هم د يو داسې ظالم څېره خپله كړه، چې په ليدلو به يې له سړي څخه بوټ زړه وخوېد او كله ناكله خو به د يوې داسې مېښې په څېرې كې راڅرګند شو، چې تا به ويل له قصاب څخه راتښتېدلې ده او كله _ كله به يې له ږيرې څخه د اوبو فواره جوړه وه. دا و هغه سړى، چې زه يې زما له پلار څخه د ځان لپاره غوښتم ؛ نو په داسې اكر " حالت " كې به دا نوې او عجيبه خبره نه وي، چې زه د مرګ غوښتنه وكړم ؛ ځكه له داسې مېړه څخه خو مرګ ډېر ښه او غوره وي ؛ خو بيا هم زما بخت ويښ و او په دې وخت كې د غښتلي زيوس زوى الكمنا Alcmena [1]راڅرګند شو او له دغه دېو سره ښكر په ښكر شو او زه يې د هغه له منګولو څخه وژغورلم، كه رښتيا ووايم ؛ نو زه د دوى د نښتې حال نشم بيانولاى ؛ ځكه په ټوليزه توګه ترې زه هم خبره نه يم ؛ خو كه چېرې څوك هلته واى او له لرې څخه يې دغه ننداره ليدلى واى ؛ نو يوازې هماغه كس كولاى شول، چې هغه پېښته يې تاسې ته تشريح كړى واى . دا ځكه چې په هغه وخت كې كه زه هلته شته هم وم ؛ خو ما د ډار له لاسه خپل سر په خپل ګرېوان كې پټ كړاى و او په دې اندېښنه كې وم داسې نشي، چې زما خپل ښايست راته اور شي او ټول ژوند په خپګان او غمونو كې تېر كړم ؛ خو د جګړې خداى زما پر حال ورحمېد او دغه پېښه يې په خوښۍ او برياليتوب سره پاى ته ورسوله ؛ خو تاسې څه فكر كوئ ايا دغه پاى، لكه څنګه چې ما اټكل كړاى و په هماغه ډول ښه او ګټور و ؟ هراكلېس زه ځانته په نكاح كړم او له هماغې ورځې راهيسې مې تر نن پورې ښه ورځ نه ده ليدلې، هره نوې شپه، چې رادبره كېږي ؛ نو له ځان سره نوي غميزې او مصيبتونه راوړي او د تېرې شپې غمونه راڅخه د نوي غمونو په را دبره كېدو كې هير شي، زه د هغه د بچيو مور شوم ... ؛ خو نوموړى هېڅكله نشي كولاى، چې د خپلو اولادونو څېرې په سمه توګه وويني ؛ ځكه هغه بزګر ته ورته انسان دى او تل د خپلو بزګرۍ په څېر كارونو لپاره له كور څخه لرې سيمو ته ځي او هغه له نږدې څخه څاري . زموږ ژوند له ډېر وخت راهيسې همداسې پر مخ تللو، خاوند به مې كله كور ته د يوې شېبې لپاره راغى او بېرته به ووت او زه يې په كور كې داسې ايساره كړې وم، ته وا كوم مزدوره يا وينځه يې د خپلو كارونو لپاره ساتلې ده . اوس مې، چې مېړه له خپلې بلې مېرمنې څخه ازادي اخيتسې ده ؛ نو غواړي، چې له ماسره ځان خوږ كړي او تېرې خاطرې مې جبران كړي. كله يې چې د وروستي ځل لپاره له افي توس Jphitus سره وليدل ؛ نو ډېر غوسه و او همدا لامل شو، چې هغه يې هلاكه كړه او له هماغې ورځې راپه دې خوا موږ د ټراى په ښار كې تبعيد شوي يو او پردې خان يا ملك " پاچا " موږ ته پناه راكړې ده، چې په ښار كې يې موږ هم استوګن شو او خپلې شپې او ورځې تېرې كړو ؛ خو دم ګړۍ له خپل مېړه څخه نه يم خبره، چې هغه چېرې دى او په كومو كارونو بوخت دى او له هغه څخه چې كومه خاطره لرم هغه يوازې د واټن لرې والى او د هغه غمونه او رنځونه دي، دغه كومه پېښه چې شوې ده دا بايد د هغه له كبله وي. زه په دې ښه پوهېږم، چې هرو مرو هغه ته كومه ستونزه ورپېښه شوې ده او كومه بلا پرې نازله شوې ده، د هغه لرې والى د يوې ورځې او يا يوې اونۍ خبره نه ده ؛ بلكې لس او لا ترلسو هم زياتې مياشتې تېرې شوي، چې د هغه مړى او ژوندى ورك دى او تر اوسه يې هم نه كوم ليك رالېږلې او نه يې هم زموږ پوښتنه كړې ده ؛ نو په همدې پار زه وايم، چې هرو مرو پر هغه كومه بلا نازله شوې ده، چې تر اوسه يې زموږ پوښتنه ونه كړه. نوموړى چې كله له كور څخه تللو ؛ نو يو ليك يې وليكه او موږ ته يې پرېښود، چې زه يې د ليك په مانا ښه پوهېدم، چې څه ويل غواړي ... ؛ خو په پرله پسې توګه مې لاسونه لپه كول او دعا مې كوله، چې بد خبر نه وي او خداى دې له كومې ګواښنې ستونزې سره نه مخ كوي . دايه : اى ديانيرا! زما ګرانې او خوږې لورې! كرار شه او ډېر ځانته زړه مه خوره، ولې دې بيا مېړه در په زړه شو، هركله، چې زه تا ووينم ؛ نو ته همداسې نارې او كوكې كوې او خپل مېړه يادوې، كه څه هم زه ستا غلامه او مينځه يم او ددې حق نه لرم، چې تا ته زارۍ او نصيحت وكړم ؛ خو كه چېرې زما خبره واورې ؛ نو كېداى شي تا ته څه ګټه در ورسوي، ته چې همدا اوس د څو كولنګي " غښتليو او تكړه " زامنو مور يې ؛ نو ولې له هغوى څخه يو تن د خپل مېړه پسې نه استوې، چې ويې لټوي او را پيدا يې كړي ؟ زما په اند ستا په ټولو زامنو كې به ددې كار لپاره تر ټولو ښه او غوره كس " هيلوس " وي او كه چېرې هغه په خپله دغه عقل لرلاى او د پلار هسې معمولي غوندې غم ورسره واى ؛ نو په خپله به يې بې ستا له وينا دا كار كړى واى ؛ نو ګوره لورې ! هغه په خپله همدا اوس دلته را روان دى كه چېرې زما خبره منې ؛ نو له هغه سره يو ځل دا خبره ګډه كړه، چې څه وايي ؟ " هيلوس رادننه كېږي " ديانيرا: اى زما غښتليه او نازوليه هيلوس زويه ! كله نا كله داسې هم كېږي، چې موږ د خپلو غلامانو او مزدورانو له خولې هم ډېرې قوي او ګټورې خبرې اورو، همدا اوس زما دغې وينحې " مينځي " يوه داسې رايه وركړه او داسې نظر يې ماته را په زړه كړ، چې زما په اند ډېر ګټور او د منلو وړ دى . هيلوس : زما ګرانې مورې ! ووايه كنه، چې ستا وينځې تاته څه ډول مشوره او رايه دركړې ده، چې دومره دې خوښه شوې او غواړې، چې ماته يې هم ووايې ؛ خو ګوره ايا زه يې د اورېدلو وړتيا لرم او كنه؟ ديانيرا: هغه وويل، چې دا ډېر وخت كېږي زما مېړه، چې ستا پلار دى ورك دى او د مړي او ژوندويني هېڅ خبر يې نه لرو ؛ نو كه چېرې ته همداسې لاس تر زنې كېنې او دهغه راتګ ته په تمه شې، څرګنده خبره ده، چې دا كار به د هغه نوم او نښان ته زيان ورسوي . هيلوس: كه چېرې په اوازو او شايعو باندې اعتماد وكړو ؛ نو زه پوهېږم، چې هغه همدا ګړۍ چېرې دى ؟ ديانيرا: څه دې اورېدلي، خلك څه وايي، چې پلار دې چېرې دى ؟ هيلوس: وايي په دغه دومره وخت كې ، چې نوموړى له موږ څخه غيب دى هغه د ليديا په ښار كې له يوې ښايسته او ... شهزاد ګۍ سره مزدور او غلام دى .... ديانيرا: څه فكر كوې ايا دغه خبرې به رښتيا وي ؟ كه چېرې ستا پلار همداسې كار كړاى وي ؛ نو نور به دلته هېڅ څه هم ناشوني نه وي . هيلوس: خو اورېدلي مې دي، چې اوس له بنده ګۍ او غلامۍ څخه خلاص شوى دى . ديانيرا: نو دم ګړۍ چېرې دى؟ ايا ژوندى دى او كنه له ژوند سره يې مخه ښه كړې ده ؟ هيلوس: وايي، چې دم ګړۍ د اوبويې Euboea[2] له خلكو سره په جګړه بوخت دى او كه چېرې دې په ياد وي ؛ نو د هغه ځاى پاچا هم اوريتوس Eurytus دى . ديانيرا: زما ګرانه زويه! ايا په دې خبره پوهېږې، كله چې دې پلار له دغه ځايه تللو ؛ نو د وړاند ويونكو له خولې يې ماته د اوبې په اړه څه وويل ؟ هيلوس: نه مورې تر اوسه خو پرې خبر نه يم ؛ كېداى شي راته ووايې، چې څه يې درته وويل ؟ ديانيرا: وړاندويونكي هغه ته ويلي ول، چې ته به په دغه سفر كې يا هلاك شې او يا به دې ټول ژوند په دغه تاوتريخوالى او اخ و ډب كې تېر شي او له دې وروسته ټول ژوند به دې همداسې لالهانده وي ؛ نو اى ګرانه او د زړه ټوټې ! دم ګړۍ دې د پلار برخليك د يو نازك وېښته پورې تړلى دى ؛ نو څنګه اوس له هغه سره ملتيا او مرسته كوې او كنه ؟ ؛ ځكه ته په خپله هم په دې پوهېږې، چې زموږ ژوند او سوكالي ستا د پلار له ژوند سره تړلي دي . هيلوس: اى زما ګرانې مورې ! بې له شكه، چې زه به مې د پلار مرستې ته ور ودانګم او ګوره كه چېرې زه د وړاندويونكو له دې خبرې څخه خبر واى ؛ نو زه به لا ډېر پخوا د خپل پلار يارۍ او مرستې ته ورغلى واى ؛ ځكه تر دې دمه چې زما پلار كومې مسافرۍ او ... كړي دي ؛ نو په هغو ټولو كې اقبال ورسره و او دا ځل ؛ خو سوچه ډاډه وم ماويل زه هېڅ خبره به هم نه وي ؛ خو دا چې تا له دغې سكالو " موضوع " څخه خبر كړم ؛ نو زه به هرو مرو هر كونج او هر ځاى ته پسې سر ورښكاره كړم او پوښتنه به يې وكړم او اخر به يې پيدا كړم . ديانيرا: نو اى زما ګرانه زويه! بيړه وكړه او پسې ورشه ؛ ځكه د خوشحالۍ خبر، چې هر وخت انسان ته ورسېږي ؛ نو هغه مناسب وخت وي او هېڅكله خوشحالۍ باندې نه ناوخته كېږي . " هيلوس كوټې ته ننوځي " " د ټراى ښار يو شمېر ښځې هم پسې ننوځي " ښځې : اى لمره! چې ستا په رادبره كېدو سره د شپې تياره وركېږي او د ستورو رڼا له منځه ځي او اى د رڼا پروردګاره! موږ ته وواياست، چې دم ګړۍ هراكلېس چېرى دى ؟ ايا زموږ د كڅنو په كوم كڅ كې تر خاورو لاندې دى او كنه د كوم سين پر اوبو كې پر كښتۍ ناست او چېرې روان دى ؟ اى په زړه پورې او زړه راښكوونكې رڼا خپلې وړانګې خورې كړه او موږ ته د هغه احوال راوړه، چې نوموړى دم ګړۍ چېرې دى او څه كوي ؟ ته وګوره د هغه مېرمن ديانيرا همدا اوس، لكه جلا شوي مرغان يوازې ناسته ده او زاريو يې ټوله سيمه پر سر اخيستې ده، له څو شپو راهيسې يې سترګه نه ده پټه كړې بې خوبۍ يې سترغلي " سترګې " ور پړسولي دي، چې څنګه په ګوټۍ ورننوځي ؛ نو خپل مېړه او زوى يادوي، چې همدا اوس به چېرې وي او څه به كوي . كه موږ ورته هرڅومره تسلۍ او ډاډګيرنې وركړو بيايې هم زړه ته نه لوېږي او زموږ په هېڅ خبرې ډډه نه كوي او تركومه ځايه، چې موږ فكر كوو ؛ نو ګومان نه كوو، چې په دې الفاظو دې هغه قانع كړاى شو . اى ګرانۍ شهزادګۍ! موږ ستا په ماتم او غم كې ځان ګډ بولو ؛ خو هېڅكله به تا پرې نږدو، چې د خوشحالۍ او سوكالۍ هيلې له زړه څخه وشړې او په خپل زړه كې ناهيليو ته ځاى وركړې ؛ يانې د هيلو دا دومره لويه ونه په خپل زړه كې وچه او پر ځاى يې د ناهيلۍ نيالګى وروزې ؛ ځكه متعال خداى، چې په دې نړۍ كې په ټولو موجوداتو حاكم دى هېڅ چاته ؛ يانې په نوم بني بشر ته بې له خوارۍ او رنځ څخه ژوند نه دى وركړى ؛ خو په عين حال كې خوشحالۍ او سوكالۍ هم ور په برخه كوي ؛ ځكه خوشحالي او خپګان د يو بل لازم او ملزوم دي ؛ نو همدا لامل دى، چې كله انسان ته خوشحالي ور په برخه كوي او كله هم غم او رنځ، دا يوه داسې نه بدلېدونكى قاعده ده، چې ټولو ځمكو او اسمانونو زور پرې هم نه رسېږي . ګوره په دې نړۍ كې هېڅ داسې شى نشته، چې هغه دې تل خوشحاله او سوكاله وي، كه انسان هرڅومره مال، پانګه، سړي، غم، خوشحالۍ او شته ولري بيا هم ټول تېرېدونكي او بدلېدونكي دي، هرڅومره، چې نوې ورځې رادبره كېږي په هماغه كچه انسانان په خپله او يا يې هم اولادونه له نويو خوشحاليو او خپګانونو سره مخ كېږي ؛ نو اى ګرانې او زړه كې مېشتې شهزادګۍ ! خپلې ټولې هيلې او نا هيلۍ د همدغو خبرو پورې وتړه او دا خبره محال ده، چې زيوس دې له خپلو بچو څخه ناخبره وي . ديانيرا: زه پوهېږم، چې تاسې هم زما پر خپګان خواشيني ياست ؛ خو په دې نه پوهېږم، چې دغه خپګان څنګه زما زړه ته لار وكړه او تر كومه ځايه به زما هډوكي وشپېلي، زليمان او ځوانان ..... نور په بله ګڼه كې
|
|
+
پنجشنبه 1387/08/02بجې 11 سيدنظيم سيدي |
|
|
لومړۍ پاڼه برېښناليك زېرمتون |
| د ويبلاګ په اړه |
|
| پخوانۍ ليكنې |
|
هفته چهارم آذر 1387 هفته دوم آذر 1387 هفته اوّل آبان 1387 |
|
RSS
|